د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

"افغان هندوانو او سکانو سره د یوه بهرني وګړي په توګه چلند کېږي"


په کابل کې افغان هندوان او سکان له حکومته غواړي چې د دوی د ستونزو هواري ته اقدام وکړي.

د اهل هنود او سکانو استازو دغه شکایتونه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ویساک په نوم د دوی د اختر په مراسمو کې وکړې.

افغان چارواکي بیا وایي، هڅه به وکړي چې د اهل هنود او سکانو ستونزو ته حل لارې پیدا کړي.

افغان هندوان او سکان وایي، دوه ګوني چلند، د دوی سمه نه پیژندګلوي او د مراسمو لپاره ځانګړی ځای نه لرل یې عمده ستونزې دي.

دوی وایي، په اکثرو ځایونو کې خلک ورسره د یوه بهرني وګړي په توګه چلند کوي او د خپل افغان په سترګه نه ورته ګوري.

انارکلي هنر یار وايي، زموږ ماشومان چې ښوونځيو ته ځي ځورول کیږي
انارکلي هنر یار وايي، زموږ ماشومان چې ښوونځيو ته ځي ځورول کیږي

دا چې دوی له کومو ستونزو سره مخ دی او څه غوښتني لري په مشرانو جرګه کې د دوی استازې انارکلي هنریار یې په اړه وایي:

"زموږ ماشومان چې ښوونځيو ته ځي ځورول کیږي چې دغه ځورونه سره له دې چې نورې ستونزې به ډیروي او ځینو ستونزو ته کیدای شي د حل لار پیدا شوي وي، خو دا زموږ اساسي ستونزه ده چې ورسره لاس او ګریوان یو او دا د دې لامل کیږي چې یو شمېر کورنۍ هېواد پریږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډه شي."

دوی دغه څرګندونې د ویساک اختر په مراسمو کې چې په کابل کې یې جوړ کړي وو، وکړې.

د هندوانو او سکانو د ویساک اختر درې ورځې وي، په دې ورځ دوی نوې جامې اغوندي او په ځانګړو مراسمو سره یې لمانځي.

دا لومړي ځل نه دی چې افغان سکان او هندوان په افغانستان کې د دوی په وړاندې د شته ستونزو نه شکایت کوي بلکې له دې وړاندې یې هم شکایتونه کړي دي، خو افغان حکومت تل له دوی سره د همکارۍ ژمنې کړي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت معین محمد یعقوب احمدزی وايي چې باید له افغان هندوانو او سکانو سره د نورو افغانانو په څیر چلند وشي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"کومې ستونزې چې دي، موږ ترې خبر یو، دولت دې ته مصمم ده، انشاالله ورځ په ورځ د دوی ستونزې حل کیږي، موږ په ځانکړي ډول د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ورسره په مستقیم ډول په اړیکه کې یو."

افغان هندوان او سکان له کابل پرته په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم مېشت دي.

دوی وایي، د ستونزو له امله ډیری افغان هندوان دغه هېواد پریږدي او اوس یې د پخوا په پرتله شمېر هم کم شوی دی.

افغان هندوانو او سکانو د ویساک اختر ولمانځه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG