د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

"حامد کرزی ژمن دی چې ستونزې مو په یوه میاشت کې حل کړي"


افغان هندوانو او سیکهانو له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې؛ د دوي د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

کیشن سینګ هنریار په افغانستان کې د هندوانو د سراسري شورا غړی له ازادې راډیو سره په خبرو کې وویل، ولسمشر کرزي له دوي سره ژمنه کړې ترڅو ستونزې یې د یوې میاشتې په موده کې حل شي.

بل لور ته د جمهوري ریاست د چارو اداره وایي، حکومت ژمن دی چې د هېواد د هر تبعه له حقوقو څخه عادلانه دفاع وکړي.

په ولسي جرګه کې د هندوانو لپاره د یوې څوکۍ ځانګړي کول، د هندوانو د غصب شو ځمکو بیرته راګرځول او هغوي ته د درمسالونو جوړول هغه غوښتني دي، چې هندوانو او سیکهانو له ولسمشر کرزي نه کړي دي.

هندوانو او سیکهانو له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې؛ د یوه تقنیني فرمان له مخې دې په ولسي جرګې کې دوي ته یوه څوکۍ ورکړي.

کیشن سینګهه هنریار د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په وروستیو کلونو کې څلورسوه تنه هندوان او سیکهان په افغانستان کې وژل شوي:

"زموږ ستونزه دا ده چې لومړي په پارلمان کې استازی نه لرو او موږ ولسمشر ته ګیله وکړه چې؛ تاسو دا وړاندیز کړي و، خو ملي شورا دا غوښتنه ونه منله، خو زموږ هیله دا ده چې؛ حد اقل په ولسي جرګه کې یو استازی ولرو، موږ هیله لرو هغه توانمندي چې دولت لري زموږ مشکلات دی حل کړي."

ښاغلي سینګ هیله وښوده چې؛ افغان حکومت د دوي د ستونزو د حل په برخه کې خپلې کړې ژمنې په بشپړ ډول عملی کړي.

د انتخاباتو د قانون له مسودې څخه په ولسي جرګې کې د هندوانو د یوې څوکۍ حذف کول پوهنې او لوړو زده کړو ته لاس رسی نه لرل، د هغوی د ځمکو او جایدادونو غصبېدل، د هغوی پروړاندې د دیني او فرهنګي خنډونونوموجودیت او داسې نور، د هندوانو او سیکهانو پر وړاندې په افغانستان کې لویي ستونزې بلل کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د هندوانو او سیکهانو سراسري شورا خبردارۍ ورکړي وو،چې که د افغان اتباعو په شان اساسي حقونه ورنه کړای شي له ملګروملتونو به وغواړي چې په ویه بل هیواد کې د دوی د اوسیدو سهولتونه برابرکړي.

د راپورنو له مخې اوس مهال د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونوکې څلورزره هندوان او سیکهان ژوند کوي.

ولسمشر کرزي د چارو ادارې ته دنده ورکړي چې د یوې میاشتې په جریان کې د هندوانو ستونزې حل کړي.

په عین وخت کې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس آزادي راډیو ته وویل، چې جمهوري ریاست دوی ته لارښوونه کړي چې د هندوانواوسیکهانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي او سر له ننه په دې برخه کې کار پیل شوی دی:

"د لسو غوښتنو په اړه موږ ته وړاندیز شوي ،او لس واړه غوښتنې جمهور ریس منلي او د چارو ادارې ته ولسمشر دنده ورکړي ،ترڅو هغه غوښتنې چې په مستقیم ډول دي هغه اجرا کړي او هغه موارد چې د وزیرانو شورا ته راجع کیږي،په هغو مواردو باندې د وزیرانو شورا کې بحث وکړي او په ټولو غوښتنو کار روان دي، موږ هیله من یو چې د بیلابیلو بنسټونو طرحې تیارې شي ترڅو د وزیرانو شورا ور باندې بحث وکړي."

سربیره پر هندوانو او سیکهانو په افغانستان کې یو شمېر نور اقلیتونه هم ژوند کوي او دوی هم له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي .

دوي وايي، چې په افغانستان کې په مسلسل ډول د دوي حقوق تر پښو لاندې کیږي خو دا لومړي ځل دي، چي هندوان او سیکهان له ولسمشر کرزي سره ګوري او د خپلو ستونزود حل لپاره د پریکنده اقداماتو غوښتنه کوي.

خو یوشمیرڅیړونکې وایی ګمان نکیږی چې افغان حکومت د هندوانواوسیکهانوله غوښتنو سره سم د دوی ستونزې لکه څنګه چې لازمه ده هوارې کړي.

مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG