د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

زرګونه دولتي پُستونه خالي خو زرګونه افغان ځوانان بېکاره!!!!


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسېون وايي چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې دا مهال ۲۵ زره پُستونه خالي دي.

د دغې ادارې چارواکو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې.

د افغانستان په حکومتي بنسټونو کې په داسې حال کې ۲۵ زره پُستونه خالي دي چې ګڼ شمېر ځوانان له تحصلي سندونو سره ـ سره بېکاره دي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د پوهنې او صحت عامې وزارتونه هغه حکومتي بنسټونه وښودل چې ډېر پُستونه په کې خالي دي.

د اداري اصلاحاتو د ملکي خدمتونو د برخې مشر مسعود توخي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل:

"موږ پنځه وېشت زره پنځه سوه څلور اتیا په مختلفو ادارو کې خالي بستونه لرو چې په هغو ادارو کې چې ډېر خالي بستونه په کې موجود دي د پوهنې وزارت او دعامې روغتیا وزارتونه دي."

ښاغلی توخی وايي چې ۱۳ زره پُستونه د پوهنې په وزارت کې ۲۰۹۶ پُستونه د عامې روغتیا په وزارت کې ۶۰۰ پُستونه د کورنیو چارو وزارت د ملکي خدماتو په برخه کې، ۲۸۸ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ۷۹۳ په سیمه ییزو ارګانونو کې ۲۲۰ بستونه د انتخاباتو په کمېسیون کې او یو شمېر نور پُستونه په ځینو نورو حکومتي بنسټونو کې خالي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې په مجموع کې اته سوه نهه څلویښت زره نظامي او ملکي پُستونه موجود دي چې درې سوه زره یې ملکي دي.

له دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان په حکومتي بنسټونو کې یو پنځوس زره خالي پوستونه موجود دي چې د استخدام ورو لړۍ یې د خالي پاتې کېدو لامل بللی وو.

د افغان حکومت په اداري بنسټونو کې په داسې حال کې زرګونه پوستونه خالي دي چې ګڼ شمېر ځوانان په هېواد کې بېکاره دي او ځینو یې له همدې کبله غیر قانوني مهاجرتونو ته مخه کړې ده.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې مېرمن نسرین اوریاخېل د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې تر راتلونکو څلور میاشتو به داسې سروې اعلان کړي چې په هېواد کې د کار موجوده ظرفیت معلوم کړي.

اغلې اوریاخېل زیاته کړه:

"تر راتلونکو درې یا څلورو میاشتو پورې موږ د هغه سروې نتیجه چې درې میاشتې وړاندې مو پیل کړه اعلانوو چې له مخې یې په مارکېټ کې د کار ظرفیت معلومېږي چې څومره او په کومه برخه کې موږ ضرورت لرو."

مېرمن اوریا خېل وايي، په افغانستان کې څوارلس میلیونه کسان چی د کار واجدین دي اووه میلیون یی غیر فعاله دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې او د افغانستان د اداري اصلاحاتو د ملکي خدماتو د برخې د مسؤل دا څرګندونو د جرګې قناعت حاصل نه کړ.

د ولسي جرګې لومري مرستیال ظاهر قدیر چې د جلسې مشري یې کوله په دې اړه وویل:

"لا تر اوسه ولسي جرګې ته دا نه ده معلومه شوې چې ایا واقعاً په همدې تعداد بستونه خالي دي او یا له دې زیات دي ولې بیا هم زرګونه بستونه خالي پاتې دي او زموږ ځوانان بېکاره کرځي."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت باید ژر تر ژره په هغو پُستونو کې افغان ځوانان چې بېکاره په دندو وګماري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG