د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

په پاریس کې د ترورېستانو پرضد عملیاتو ۷ ساعته دوام وکړ


د پاریس په شمال کې لږترلږه دوه تنه مشکوک ترورستان د نوومبر د ۱۳مې نیټې د ترورستي بریدونو په تړاو تیره ورځ ووژل شول او اته نور پر یوه اپارتمان د عملیاتو پر مهال ونیول شول.

د پولیسو سرچینو وویل چې د دغو عملیاتو اصلي علت د عبدالحمید ابو عود نیول و، چې د جمعې د شپې د حملو اصلي طراح دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې داسې باور کیږي چې ابو عود یا بلجیم ته تښتیدلی یا سوریې ته تللی دی.

د پاریس لوی څارنوال د چهارشنبې د ورځې له اووه ساعته عملیاتو وروسته وویل، ابو عود نه دی نیول شوی. لوی څارنوال زیاته کړه چې په نیول شویو کې اووه نارینه او یوه ښځه دي.

لوی څارنوال وایي چې د عملیاتو پرمهال پولیسو پنځه زره ځلې ډزې کړې دي او ترورستانو له خپل پناهځای څخه ځوابي ډزې کولې.

دا عملیات تیره ورځ سهار وختي پیل شول او په سیمه کې ډزې او چاودنې اوریدل کیدې.

چارواکي وایي، کله چې عملیات پيل شول یو مشکوک ترورېست ووژل شو او یوې میرمنې د عملیاتو له پېلېدو سره سم ځان وژونکی برید وکړ.

د عملیاتو پر مهال پنځه پولیس ټپیان شوي دي او د پولیسو یو سپی وویشتل شو او مړ شو.

فرانس پرېس اژانس وایي، وروسته تردې چې عملیاتو یو ساعت دوام وکړ، پوځ سیمې ته ورغی.

په سیمه کې خلکو رسنیو ته وویل چې د سهار په څلور بجو او شل دقیقو په ډزو راویښ شول او بیا یې امنیتي ځواکونه ولیدل چې د بامونو پر سرختلي دي.

د خلکو په وینا له درې ساعته عملیاتو وروسته امنیتي ځواکونو د هغه اپارتمان چې ډزې یې پرې کولې، کړکۍ ماتې کړې.

د اسوشيټېډ پرېس اژانس یوه خبریال وویل چې ده اووه ځله د چاودنو غږونه واوریدل.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ د چهارشنبې په ورځ تر غرمې لږ مخکې د فرانسې د ښاروالانو یوې غونډې ته د دغو عملیاتو د پای ته رسیدو اعلان وکړ:

"دغه اوس چې له تاسو سره خبرې کوم، د پولیسو ځانګړي درانه او له خطره ډک عملیات پای ته ورسېدل.

د دې شپې د عملیاتو هدف د ساندیني په سیمه کې د ترورستانو له مځه وړل وو، دوی له هغو سره په ارتباط کې وو، چې د جمعې د شپې په ناوړه بریدونو او جنایتونو کې یې لاس درلود."

خو د ساندیني په سیمه کې تیره ورځ دوکانونه او ښوونځي تړلي وو، عامه ټرانسپورټ دریدلی و او ښاروال له خلکو غوښتي و چې له کورونو راونه وځي.

داعش ویلي دي چې دوی د نوومبر په ۱۳ په پاریس کې بریدونه کړي وو چې په ترڅ کې یې ۱۲۹ کسان ووژل شول او تر ۳۵۰ ډیر ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG