د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

په ننګرهار کې نیول شويو محصلینو له وسله والو مخالفینو سره اړیکې درلودې


د افغانستان ملي امنیت ریاست وایې، هغه ۲۷ تنه محصلین چې د ننګرهار له پوهنتونه نیول شوي، له داعش، طالبانو او حزب اسلامي ګوند سره یې اړیکې درلودې.

دا هغه محصلین دي چې په دې وروستیو کې یې د ننګرهار په پوهنتون کې د یوې مظاهرې پر مهال د داعش او طالبانو بیرغونه له ځانه سره لېږدول.

د ملي امنیت ریاست وایي، دغو کسانو پلان درلود چې یو ځل بیا د ننګرهار ښار په سړکونو کې د داعش بیرغونه راوباسي او د وسله والو مخالفو ډلو په ګټه شعارونه ورکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست د داعش او وسله والو طالبانو ملاتړ په دغه هېواد کې جرم او د قانون خلاف عمل بولي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست زیاتوي، دغو محصلینو غوښتل یو ځل بیا د ترورېستانو او وسله والو ډلو په ګټه او د دولت پر خلاف شعارونو سره غیر قانوني مظاهرې وکړي.

دغه ریاست تېر ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نیول شویو کسانو په پام کې درلوده چې په راتلونکو دوو ورځو کې د ننګرهار سړکونو ته د داعش او طالبانو له بیرغونو سره راووځي.

د ملي امنیت ریاست دغه ټول نیول شوي محصلین په ننګرهار کې په داعش، طالبانو او د اسلامي ګوند په ډلو پورې تړلي کسان بللي دي.

د اعلامیې له مخې له دغو کسانو سره د تورو او سپینو بیرغونو په ګډون داسې اسناد ترلاسه شوي چې له وسله والو مخالفینو سره د دوی تړاو ثابتوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی هم دا مني چې دغو کسانو په خپلو خونو کې د داعش او طالبانو بیرغونه ساتل.

ښاغلي خوګياڼي په دې اړه وویل:

"دوی د خپلو اوسېدو په خونو کې د حکومت ضد شعارونه لیکلي وو او همدا راز یې له خپلو خونو څخه د یوه مرکز په توګه استفاده کړې وه. د دې ترڅنګ دوی ځینې نور بیرغونه چې د داعش او یا نورو وسله والو اړوند دي هلته ساتل."

ښاغلي خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د ننګرهار اوسېدونکي او نور د بادغیس، لغمان، پروان، میدان وردګو، لوګر او ځینو نورو ولایتونو دي.

شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې یو شمېر محصلینو د ننګرهار په پوهنتون کې د داعش او طالبانو د بیرغونو سره مظاهره کړې او د حکومت ضد شعارونه یې ورکول.

یو شمېر محصلینو ویلي چې د پوهنتون د لیلېې د ناسم وضعیت او د زده کوونکو د ستونزو د نه هوارۍ له کبله یې دغه مظاهره کړې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي، د راتلونکي لپاره یې په مظاهرو کې د وسله والو مخالفینو د بیرغونو د انتقال د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

هغه زیاته کړه:

"له ترورېستي او انسان وژونکو ډلو څخه ملاتړ چې په هر نوم وي، د قانون خلاف او جرم دی. موږ د دې لپاره چې په راتلونکي کې د دې ډول کړنو مخه ونیسو خپلې څارونکې او کشفي برخې لا ډېروو."

په همدې حال کې افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ننګرهار ته استولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، د ولایت چارواکو د دغې مظاهرې په اړه ټول جزییات له دې پلاوي سره شریک کړي دي.

XS
SM
MD
LG