د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

فرانسې له خپلو اروپايي متحدینو څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړه


فرانسې په یوه بې ساري اقدام سره له خپلو اروپایې متحدینو څخه د پوځي او نورو مرستو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې حکومت د اروپایې ټولنې له ټولو ۲۸ غړو هېوادونو څخه غوښتي چې د خپل هغه متحد سره مرسته او همکاري وکړي چې د یوه تروریستي برید قرباني شوی دی.

دا غوښتنه پرون په بروکسل کې د اروپایې ټولنې د دفاع وزیرانو په غونډه کې د فرانسې د دفاع وزیر له خوا مطرح شوې ده.

د فرانسې حکومت دا غوښتنه په داسې یوه عبارت مطرح کړې چې وړاندې د اروپایې ټولنې د غړو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې نه وو کارول شوی.

په دې کې د دې ټولنې له ټولو ۲۸ غړو غوښتل شوي چې د تروریستي بریدونو د یوه قرباني شوي اروپایې متحد سره مرسته وشي.

د فرانسې دفاع وزیر Jean-Yves Le Drian ژان ایولو دریان د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایې ټولنې د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې دغه متحدین کولای شي په سوریې یا عراق کې د فرانسې په عملیاتو کې برخه واخلي او یا د نورو عملیاتو لپاره د فرانسې ملاتړ او یا هم لاره ورته برابره کړي.

دغه فرانسوی مقام وایي، د اروپایې ټولنې دفاع وزیرانو ټولو د ملاتړ ژمنه ورسره کړې ده.

د یونان دفاع وزیرخبریالانو ته ویلي چې د پاریس بریدونه د دغه بلاک لپاره نه هېرېدونکي دي.

هغه دا بریدونه په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر یوولسمې له بریدونو سره تشبېه کړه او ویې ویل چې دا د اروپا لپاره د سپتمبر یوولسمه ده.

د اسلامي دولت ډلې په پاریس کې د تیرې اونۍ د بریدونو مسولیت منلی دی، خو د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وایې، دا بریدونه د جګړې د اعلان په مانا دي.

تردې بریدونو وروسته فرانسې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې خپل هوایې بریدونه ډیر کړي دي.

د فرانسې پوځ وایي، په وروستیو هوایې بریدونو کې یې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلې یوه قرارګاه او یو روزنیز کمپ ویجاړ کړي دي.

فرانسوا اولانډ د سېپتمبر پر ۱۶ ویلي وو چې ترهغو به دې کار ته دوام ورکړي چې په خپل هېواد کې دننه او بهر تندلاري اسلامپالو ته ماته ورکوي.

نوموړي د امریکا په مشرۍ نړېوالې ټولنې او روسیې باندې غږ کړی چې د سوریې په اړه خپل منځي اختلافات پرېږدي او د اسلامي دولت ډلې په وړاندې یو موټی شي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوومبر پر اولسمه د مدیترانې په ختیځو برخو کې خپلو سمندري ځواکونو ته فرمان ورکړی چې په دغو اوبو او هم هوایې برخو کې د فرانسې له سمندري ځواکونو سره خپل اقدامات همغږي کړي.

د فرانسې ولسمشر دغه راز پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري سره هم په پاریس کې ولیدل او د امریکا په مشرۍ او روسیې په مشرۍ ایتلافونو د یوځای کیدو غوښتنه یې وکړه.

کري وایي، د اسلامي دولت ډله د ځپلو په حال کې ده او په دې برخه کې د هڅو د لاډیریدو اړتیا یې څرګنده کړه.

کري له ولسمشر اولانډ سره تر لیدو وروسته په پاریس کې خبریالانو ته وویل چې د اسلامي دولت ډله باید وځپل شي:

"زما باور دا دی چې هر څوک په دې پوهیږي چې د لبنان په بریدونو کې څه وشول، هغه څه چې په مصر او انقرې کې وشول او د هغو بریدونو په اړه پوهیږي چې اوس په پاریس کې وشوه.

نو موږ باید خپلې هڅې ډیرې کړو ترڅو دوی ته په خپله هسته کې چېرې چې همدا پلانونه جوړوي، ګوزار ورکړو."

خو جان کري خبرداری ورکړ، چې د جګړو د ختمېدو لپاره له مسکو سره د هر ډول همکارۍ ډیرېدل دې ته اړتیا لري چې لومړی باید په سیاسي برخو کې د دوی تر منځ پرمختګ وشي او دا پروسه د ده په خبره د امریکا د غوښتنې سره بشپړېږي چې وایې، د سوریې ولسمشر بشارالاسد دې له واکه لېرې شي.

په پاریس کې د جمعې د ماښام په بریدونو کې ۱۲۹ تنه ووژل شوه او ۳۵۰ نور ټپیان شوه.

فرانسوي چارواکي وایې، تر اوسه یې له اوو تنو وژل شویو برید کوونکو څخه د پنځو تنو هویت پیژندلی دی. پر دې سربیره فرانسوي پولیس شک لري چې لږ تر لږه څلورتنه نور د دغو بې نظمیو په رامنځته کولو کې له برید کوونکو سره همکاري کړې ده.

XS
SM
MD
LG