د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

فرانسه د اروپا ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو د بېړنۍ غونډې غوښتونکې شوه


د فرانسې د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ غوښتنه وکړه چې د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو د وزیرانو بېړنۍ غونډه دې د روانې نوامبر میاشتې په ۲۰ نېټه جوړه شي.

فرانسوي چارواکي وايي، د دې غونډې هدف د هغو امنیتي تدابیرو د عملي کولو د بهیر چټکول دي چې لادمخه بحثونه پرې کېږي.

همداراز د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازنوف تېره ورځ وویل، د جمعې د ورځې حملې چې د وروستیو معلوماتو له مخې ۱۲۹ تنه یې ووژل له فرانسې بهر پلان شوې وې.

د فرانسوي مامورینو د څېړنو له مخې بریدکوونکي له بلجیم څخه فرانسې ته تللي وو او یا یې له بلجیم څخه ملاتړ کېده.

کازنوف خبریالانو ته په څرګندونو کې دا هم وویل چې د وسلو قاچاق هغه مهمه مسئله ده چې د اروپايي ټولنې په کچه مبارزې او د هڅو همغږۍ ته اړتیا لري.

ده چې د بلجیم د کورنیو چارو له وزیر سره تر کتنې وروسته خبرې کولې وویل که موږ غواړو، د تروریزم پر ضد زموږ جګړه اغېزمنه وي نو د وسلو قاچاق هغه مسئله ده چې باید مبارزه ورسره وشي.

کازنوف دا یادونه هم وکړه چې اروپايي هېوادونه باید د استخباراتو د شریکولو په برخه کې همکاري پراخه کړي او دا خبره یقیني کړي چې د اروپايي ټولنې بهرني سرحدونه په سیستماتیک او منظم ډول کنټرولېږي.

فرانسه چې د روانې میاشتې په پای کې د اقلیم د بدلون په اړه د یوې خورا زیاتې مهمې سرمشریزې کوربه ده د دې غونډې په درشل کې د کلکو امنیتي اقداماتو په ترڅ کې د سرحدونو د کنټرول مسئله ان د پاریس له حملو مخکې مطرح کړې وه.

په همدې حال کې د پاریس د حملې په اړه د تحقیقاتو مسوولان وايي چې ښايي د بریدکوونکو د دې ډلې مشري به هغو فرانسویانو کوله چې په بلجیم کې اوسېږي.

چارواکو هغه څلور کسان پېژندلي چې داعش ډله وايي، د دې حملو لپاره یې موظف کړي وو. په دې ډله کې یو الجزایري الاصله ۲۹ کلن اسماعیل عمر مصطفایي دی.

دی په هغو کسانو کې شامل و، چې ځان یې د باتاکلان په موزیک تالار کې، هلته چې تر ټولو زیات کسان ووژل شول، والوزاوه.

د دې برید د ګډونوالو په اړه چې اووه تنه یې مړه شول او یو بل یې په تېښته بریالی شوی دی، معلومات ورو ورو رابرسېره کېږي خو هغه معلومات چې تر دې دمه ترلاسه شوي ښيي چې دا یوه روزل شوې ډله وه چې له منځني ختیځ څخه د یونان له لارې د بلیجم پلازمېنې بروکسل ته له رسېدلو ترورېستانو نیولې تر فرانسویانو او ان جرمنانو پورې د بېلابېلو هېوادونو خلک په کې و.

XS
SM
MD
LG