د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

فرانسوي څارنوالان: اووه برید کوونکي ځان وژونکي وو او ښايي یو شمېر نور پټ شوي وي


فرانسوي څارنوالان د پاریس د برید کوونکو په اړه وایي چې اووه تنه یې ځان وژونکي وو او داسې ښکارې چې یو شمېر کسان پټ شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې پولیس وایي تر ۱۲۰ ډېر کسان د وسله‌والو له لوري په پاریس کې د کنسرټ په یوه هال کې؛ په یوه رسټورانت کې او د دغه هېواد د فوټبال ستر سټېډیوم ته څېرمه په ځان وژونکو او بمي بریدونو کې تېره شپه ناوخته وژل شوي دي.

دا پرله‌پسې ترورېستي بریدونه د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو سخت تروېستي بریدونه دي.

فرانسوي چارواکو له خلکو غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي؛ ځکه چې ښایي وسله وال نور بریدونه هم وکړي؛ د پاریس ټول اورګاډي درېدلي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په ټلوېزیوني وینا کې وویل؛ دا ډول بریدونه مخکې نه دي شوي او عملیات لاهم روان دي، همداراز فرانسوا اولاند بیا بیړنی حالت اعلان کړ.

ښاغلي اولاند دغه راز وویل:

"اضطراري حالت اعلانوم، یعني ځینې سیمې به وتړل شي او ښایي پر تګ راتګ هم بندیز ولګول شي."

په پاریس کې شاوخوا یو نیم زر پوځیان هم ځای پر ځای شوي دي. ولسمشر اولاند نن د نړۍ د ۲۰ صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې سفر لغوه کړ.

په پاریس کې د ډله ییزو حملو لومړني راپورونه د ښار په منځ کې په یوه رسټورانت کې د بریدونو په اړه و چې ۱۱ تنه په کې ووژل شول؛ دلته لږ تر لږه دوو وسله‌والو ډزې وکړې؛ په دې ځای کې ګڼ کسان ټپيان شول او داسې باور دی چې برید کوونکي له دې ځایه تښتېدلي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر وسله‌والو د پاریس پر باتا کلان کنسرت ځای باندې حمله وکړه؛ هلته د امریکا د راک موسیقۍ کنسرت روان و. ویل کېږي چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په دې تالار کې اوښتي دي او نږدې ۱۰۰ تنه په کې وژل شوي دي.

عیني شاهدان وایي چې دوه یا درې وسله‌وال د کنسرټ پر مهال تالار ته راننوتل او له یوه سره یې پر خلکو ډزې پیل کړې.

د "سي. ان. ان" ټلوېزیون یوه خبریال چې دې کنسرت ته ورغلی و؛ وایي، دې ډزو څو دقیقې دوام وکړ او خلکو د ځانونو د خوندي کولو لپاره پروت وکړ.

په دې تالار کې وسله‌والو په لسګونو کسان برمته کړل؛ بیا فرانسوي ځواکونو برید پرې وکړ او یو شمېر راپورونه وایي چې وسله‌والو دا برمته شوي یو په یو ووژل.

د فرانسې ولسمشر تر حملې وروسته دې تالار ته څېرمه د امنیتي ځواکونو د قوماندې مرکز ته ورغی او ویې ویل چې وسله‌والو د امریکا د راک کنسرت ډله او په لسګونو لیدونکي یرغمل کړي وو چې ځانګړو ځواکونو پر دې تالار حمله وکړه. البته تر اوسه د امریکایي کنسرټ ډلې برخلیک معلوم نه دی.

د فرانسې د ځانګړو ځواکونو د برید پر مهال د هال دننه ډزې او چاودنې اورېدل کېدې. پولیس وایي، د تالار د کنټرول پر مهال دوی درې وسله‌وال ووژل.

په ورته وخت کې یو شمېر چاودنې د ښار په منځ کې د (ستاد دو فرانس) د فوټبال له لوبغالي سره اورېدل شوي دي؛ په دې سټیډیوم کې د جرمني او فرانسې د فوټبال لوبډلو لوبه روانه وه.

چاودنې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې وشوې چې لیدونکي یې اندېښمن کړل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر چې د لوبې لیدو ته ورغلي وو، له لوبغالي واېستل شول.

د فوټبال لوبه ونه درول شوه خو له لوبې وروسته لیدونکي د سټیډیوم په منځ کې له ویرې راغونډ شول او کله چې دوی ته خبر ورکړل شو چې وضعیت ارامه شوی، ورو ورو له سټېډیوم څخه راووتل.

د سینا په نوم یوه ایراني عیني شاهد ازادي راډيو ته وویل:

"د لوبغالي دننه دوې چاودنې واورېدل شوې. د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله موبایلونو سم کار نه کاوه. دا خلک دوی په لوبغالي کې وساتل او د میټرو تګ راتګ هم بند شو."

د عباس په نوم له پاریس څخه یوه بل عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل:

"په پیل کې مو داسې فکر وکړ چې ځوانان پټاکۍ الوزوي، بهر چې راغلم د خلکو بیروبار و، نارې وې او رنګونه یې الوتي و. ور مو پرانیست، پناه یې راوړه او یو ټپي مو ساعت مخکې د اور وژنې د څانګې کسانو روغتون ته وېوړ، د ده پر کین لاس مرمۍ لګېدلې وه."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل:

"هغه کسان چې فکر کوي چې دوی د فرانسې د خلکو تر منځ وېره او ترهه پيدا کولای شي یا د فرانسې ارزښتونه تهدیدولای شي، دوی خطا فکر کوي. امریکایان له فرانسویانو دا زده کوي چې د فرانسې خلک ژوند ته، ازادي ته او د خوشالۍ لپاره هڅو ته ژمن دي."

ولسمشر اوباما بیا له فرانسویانو سره ژمنه وکړه او زیاته یې کړه:

"موږ به هر څه چې ممکن وي د فرانسې له خلکو او د نړۍ له نورو ملتونو سره همکاري وکړو څو دغه ترورېستان د عدالت مېز ته راوکاږو او په هرې هغې ترورېستي شبکې پسې به ورشو چې زموږ په خلکو پسې ځي."

په امریکا کې سربېره پر دې چې چارواکو ویلي دي چې داسې نښې نه تر سترګو کېږي ترڅو په دغه هېواد کې ورته بریدونه وشي، خو بیا هم په ماساچوست، نیویارک او واشنګټن ډي سي کې امنیتي تدابیر د ګڼه ګوڼې په سیمو کې سخت شوي دي.

په پاریس کې ۱۰ میاشتې وړاندې هم ترورېستانو د چارلي ابدو مجلې پر مرکز حمله کړې وه چې لږ تر لږه ۱۲ تنه په کې وژل شوي وو.

په پاریس کې تېره شپه په یوه رسټورانټ کې د کنسرټ پهتالار کې او د فوټبال په سټېډیوم کې وسله‎والو ډزې او ځان وژونکې حملې وکړې چې په کې تر ۱۲۰ ډېر کسان ووژل شول.

د پاریس د بریدونو په اړه د نړیوالو عکس‌العملونه:

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې د فرانسې او امریکا ولسمشرانو ژمنه وکړه چې د تروریزم ضد مبارزې کې به همکارۍ زیاتوي. دا ژمنه د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په پاریس کې له ترورستي بریدونو وروسته وکړه.

دواړو مشرانو وویل چې دوی به د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم په ګډه د ترورېستانو د ماتې لپاره کار وکړي.

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د پاریس د بریدونو په اړه وویل چې دا حملې یوازې د فرانسې پر خلکو نه دي شوي، دا بریدونه پر ټول بشریت او نړیوالو ارزښتونو دي.

د چین ولسمشر شي جینپینګ د فرانسې ولسمشر ته په ټیلفون کې وویل چې چین دې ته چمتو دی څو له فرانسې او نړیوالې ټولنې سره یو ځای د امنیت په برخه کې همکاري وکړي او له تروریزم سره ګډه مبارزه وکړي.

شي جینپینګ د پاریس بریدونه وغندل او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون د پاریس بریدونه وغندل او ویې ویل چې دا وحشي بریدونه د ټیټو کسانو کار دی.

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل وویل چې د پاریس بریدونو او پېښو حیرانونکی ټکان ورکړی دی.

د بریتانیا صدراعظم ډېوېد کامرون په ټویټر کې ولیکل چې فکرونه او دعاوې یې د پاریس له خلکو سره دي.

د کاناډا صدراعظم جاستين ترودو وویل، په دې تیاره او وحشي ماحول کې زموږ دعاوې او فکرونه له فرانسوي تربورانو سره دي.

XS
SM
MD
LG