د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

مجاهد: د افغانستان د سولې د عالي شورا تشکیل نوی شي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایې، د سولې د خبرو د موثریت لپاره دا اړینه ده چې د دغې شورا تشکیل نوی شي.

د دغې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد نن (چهارشنبې) د سولې د راتلونکې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د دغې شورا د غړیو ترمنځ د سولې په اړه یو واحد لید لوری نشته.

اخوا د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شینوارې وایي، د سولې اوسنۍ شورا نه شي کولای د سولې په خبرو کې د دولت استازیتوب وکړي او باید لغوه شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د سولې د عالي شورا کړنو ته انتقادونه متوجې دي، د سولې د عالي شورا مسوولین وایي د دغې شورا پر نوي تشکیل کار روان دی.

دا خبره د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د چهارشنبې په ورځ، په افغانستان کې د سولې د راتلونکې په اړه، په یوه غونډه کې وکړه.

ښاغلي مجاهد وویل، چې د دغې شورا غړي د سولې د بهیر پر وړاندې یو واحد لید لوری نه لري نو ځکه دا ضروري ده چې اوسنۍ تشکیل یې بدل شي:​"ډاکټر صاحب اشرف غني دا وعده کړې ده چې موږ به د سولې عالي شورا په یوه قوي میکانیزم باندې رامنځ ته کوو.

موږ دې ته انتظار یو چې کله به د سولې د عالي شورا نوی جوړښت رامنځ ته کیږي.

یو تعداد کسان دي چې له ابتدا نه غیرحاضر دي.

یو تعداد دي چې اصلاً د هغوی مزاج سولې سره نه دی جوړ. داسې عناصر باید د سولې د عالي شورا په چوکاټ کې راشي چې قلباً د سولې غوښتونکي وي."

نوموړي دا هم وویل چې د وسله والو طالبانو نوې مشرتابه د سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده خو زیاته یې کړه چې د جګړې د ښکیلو لورو ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا د دغه بهیر د بریالیتوب پر وړاندې یو اساسي خنډ دی.

ده وویل، اړینه ده څو نړېوال هم په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په هڅو کې مخلصانه همکاري وکړي.

خو د سولې د بهیر پر وړاندې یواځې د کورنیو عواملو یادونه نه کیږي.

افغان حکومت وایي، ترهغو چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي توګه پاکستان چې د حکومت د وسله والو مخالفینو کوربه هېواد بلل کیږي ریښتینی اقدامات ونه کړي، نو د سولې د بهیر بریا ته تمه نشي کیدلای.

په وروستیو کې د حکومت اجراییه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، تراوسه داسې کومه نښه نه لیدل کیږي چې پاکستان دې له طالبانو څخه خپل ملاتړ بند کړی وي.

تردې وړاندې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د امریکا متحده ایالتونو ته د سفر پرمهال وویل چې پاکستان نه شي کولای په یوه وخت هم طالبان ووژني او هم یې د خبرو مېز ته را وبولي.

نوازشریف ویلي، پاکستان چمتو دی چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

د پاکستان د صدراعظم د دغو څرګندونو په ځواب کې د افغانستان جمهوري ریاست هم وویل، له هغو کسانو سره سوله کوي چې د افغان حکومت شرایط ومني او د افغانستان ملي ګټو ته ژمن وي.

اخوا د ځوانانو په چارو کې د ولسمشراشرف غني سلاکارې ملالۍ شینوارې چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه وویل، چې د سولې شورا نه ده توانیدلې د دولت استازی توب وکړي او باید پرځای یې یو صلاحیت لرونکی هییت د سولې د خبرو د مخته بیولو لپاره وټاکل شي:"د سولې عالي شورا څه معنی؟ زه چې دغلته ناسته یمه نه یې منم چې دا دې بې طرفه وي. ایا دغه شورا دا صلاحیت لري چې د دولت په استازیتوب له مقابل لوري سره د سولې خبرې وکړي او هغه لازمې چنې ووهي چې تراوسه پورې یې نه دي کړي.

دولت باید دا شورا لغوه کړي او یو د سولې یو قوي هییت وټاکي چې وکړای شي د دولت په استازیتوب له مقابل لوري سره خبرې وکړي او په دې کې د ښځو شتون باید ډير برجسته وي."

د غونډې بل ګډونوال او د چارو کارپوه احمد سعیدي وایي، د سولې د ټینګښت لپاره لازمه ده چې په کوردننه او د نړۍ په کچه یوه اجماع راوبلل شي.

دی وایې، په ورته وخت کې باید د سولې د بهیرلپاره داسې یوه ستراتیژي غوره شي چې د افغانستان ملي ګټې په کې خوندي پاتې شي او بهرنیو هېوادونو ته د امتیاز ورکولو زمینه برابره نه شي.

XS
SM
MD
LG