د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

وزيري: په ننګرهار کې داعش ته سخته ضربه ورکړل شوې


د افغان حکومت چارواکي وايي؛ په ننګرهار کې د داعش ډلې او وسله والو طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي؛ په ننګرهار کې به د داعش ډلې پر وړاندې پوځي عمليات تر هغو روان وي چې دغه ډله په بشپړه توګه ختمه شوې نه وي.

دفاع وزارت وروسته له هغې دا خبره وکړه چې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پرون په جلال اباد کې يوه کنفرانس ته وويل؛ د داعش ډلې د ملاتړ لپاره له پاکستانه او د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره له لوګر او نورو سيمو جنګيالي دغه ولايت ته ورغلي دي.

د ننګرهار په څو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو تحرکات له زياتې مودې راهيسې روان وو؛ خو داعش ډلې په وروستيو کې په کې حضور پيدا کړى دى. داعش او وسله والو طالبانو په خپلو کې هم سختې جګړې کړې دي.

د دفاع وزارت يوه وياند دولت وزيري ازادي راډيو ته وويل چې داعش ډلې ته يې په دې ولايت کې سخت ګوزارونه ورکړي دي:

”په ننګرهار کې خو پر داعش کلک ګوزارونه شوي دي؛ هغوى زيات تلفات ليدلي دي. په دا شپږو – اوو - اتو ورځو کې هغوى دومره تلفات ليدلي چې حتى د محاسبې وړ نه دي.“

دولت وزيري وايي په ننګرهار کې به دغه عمليات تر هغو روان وي چې سيمې په بشپړه توګه د داعش ډلې له موجوديته پاکې شوې نه وي.

د ننګرهار چارواکي وايي، په تېرو دوو اوونيو کې په ننګرهار کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د داعش او طالب وسلوالو شا و خوا سل غړي وژل شوي دي.

د ملي امنيت عمومي رياست په ننګرهار کې د يوې مياشتې په موده کې د داعش ډلې د څو کليدي غړو حقيار، جهاديار، ګلزمان، شاهد الله شاهد او حافظ سعيد خان د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

ملي امنيت وايي، حافظ سعيد مخکې د تحريک طالبان پاکستان مهم غړى و چې د داعش له عمومي مشر ابوبکر البغدادي سره د اړيکو پر اساس د افغانستان او پاکستان يا د دوى په اصطلاح ”خراسان“ لپاره د دې ډلې د امير په توګه ټاکل شوى و.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي؛ په وروستيو کې هم د طالب وسله والو او هم داعش ډلې په وړاندې هوايي او ځمکني عمليات شوي دي:

”د دې دواړو ډلو ترمنځ نښتې يوازې په اچين، ده بالا او نازيانو ولسوالۍ پورې محدودې شوې دي. په تېرو اوو اوونيو کې د دواړو ډلو په وړاندې ځمکني او هوايي عمليات پيل شوي دي.

د راپورونو له مخې په دغو عملياتو کې د دواړو ډلو نژدې سل تنه وسله وال وژل شوي دي.“

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي بيا ادعا کوي چې په تېرو څو ورځو کې يې په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده چې ملکيانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې او ګڼ کسان له خپلو سيمو کډه شوي دي.

د ننګرهار چارواکي تاييدوي چې داعش ډله د دې ولايت په شپږو ولسواليو کې حضور لري او د دوى په وړاندې جګړه ځکه اوږده شوې چې دغې ډلې ته له نورو ځايونو دوامداره مرستې رسیږي.

ملي امنيت داعش ډله د افغانستان لپاره يو خطر ګڼلى دى.

XS
SM
MD
LG