د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

خلک: په کابل کې د البرزپلازې کورونه څو لاسه پلورل شوي


د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې شاوخوا مرنجان تپې ته څیرمه د البرز پلازا یو شمېرهستوګن شکایت کوي چې په دغه پلازا کې د دوی کورونه په نورو کسانو هم پلورول شوي دي.

دوی وایي، د دې پلازا جوړونکی شرکت چې البرز نومیږي یو کور ان په پنځو کسانو هم پلورلی دی.

بل خوا د افغانستان د کارګرانو ټولنه وایي، د البرز شرکت له خوا په جوړو شویو کورونو کې د دوی کارګران هم څلویښت فیصده ونډه لري خو تراوسه پورې یې خپل کورونه نه دي ترلاسه کړي.

دوی وايي، لویې څارنوالۍ او نورو اړوندو اداروته یې په دې اړه خپل شکایتونه کړي خو تراوسه پورې یې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

د کابل د مرنجان تپې په لمن کې جوړشوي هستوګن بلاکونه که څه هم کوم نوم نه لري خو جوړونکي شرکت یي ځیني کورونه څو واره په خلکو پلورلي دي.

د البرزد هستوګن بلاکونو یو اوسیدونکی حاجي احمد فهیم وايي، اووه کاله مخکې یې د البرزله شرکته څلور کورونه اخیستي او سندونه یې هم په لاس کې دي خو تر اوسه د یواځې دوو کورونو څښتن شوی دی او دوه نور کورونه یې یاد شرکت په نورو خلکو پلورلي دي:

″څلور اپارتمانونه مې اخیستې وه ټولو یې دغه ډول دوسیې درلودلې اول یي پر ما خرڅ کړي وه بیا یي پر بل کس پلورلې وه، که به زه کورته تلم چې په کې کار وکړم یا المارۍ جوړه کړم، دوې ورځې وروسته به د کوریو بل مالک پیدا شو او جنجال به شروع شو.″

ښاغلی فهیم وايي، نه یواځې دی بلکې اتیا په سلوکې هغوکسانو چې له البرزشرکت نه یې کورونه اخیستي له ورته برخلیک سره مخ دي.

د دغو هستوګن بلاکونو د سي بلاک وکیل عبدالرازق وایي چې ځیني کورونه ان پرپنځو کسانو هم خرڅ شوي دي او اوس هم پر یو شمېر اپارتمانونو جنجالونه روان دي:

″یو کورنه دی دوه نه دي، هرکور یي پر پنځو کسانو خرڅ کړی دی.

اوس هم د اولې ځیني په څلورم منزل کې پرکور جنجال دی.″

د البرزپه پلازا کې تراوسه د څلورو بلاکونو کارونه بشپړشوي چې په مجموعي توګه 272 اپارتمانونه په کې شامل دي او ډېرو ته یې خلکو کډې راوړې دي.

بل خوا د افغانستان د کارګرانو ټولنه یا امکا وایي چې د دې پلازا ځمکه د دوی ده او په جوړو شویو کورونو کې د دوی کارګران څلویښت فیصده ونډه لري چې باید ورکړل شي.

د دې ټولنې مشرمعروف قادري ازادۍ راډيوته وویل چې البرزشرکت یومتقلب شرکت دی او د هغه پروتوکول پرمعاهدو یي عمل نه دی کړی چې په 1384 کال کې یي له دوی سره لاسلیک کړی و.

نوموړی وایي، د شرکت مالک چې د حاجي توریالی په نوم مشهوردی یو متمرد او سرغړونکې انسان دی چې په ځینو ادارو کې د موجود فساد څخه ګټه اخیستې چې له امله یې دوی تراوسه نه دي توانیدلي چې خپل حق تر لاسه کړي.

د ښاغلي قادري په خبره د شوي پروتوکول له مخې د البرز شرکت باید دوی ته څلویښت فیصده کورونه ورکړي چې خپله دا ژمنه یې نه ده پوره کړې.

د کارګرانو ټولنې رییس وايي چې د لویې څارنوالۍ له خوا البرز شرکت مسوولینو ته څلورجلبه هم لیږل شوي خو د دغه شرکت رییس نه لا نه دی حاضرشوي چې دغو ستونزو ته ځواب ووایي:

″د پنځلسمې کمیټې او په ادارې فساد کې څلورجلبه ورکړې او تر څیړنې لاندې يي نیولي دي خو دغه سړی نه حاضریږي، ځیني کسانو ته یي ویلې ما ځینو زورواکانو او دولتي کارمندانو ته کورونه ورکړي دي ستاسو په ما زورنه رسیږي.″

قادري وایي چې د یادې موضوع په اړه د افغانستان د پارلمان عدلي او قضایي کمیسیون هم د البرز ساختماني شرکت له مشرحاجي توریالي څخه ځواب غوښتی خو د دې شرکت مشرپارلمان ته د ځواب ورکولو په خاطرنه دی ورغلی.

د دې پلازا یوبل اوسیدونکی احمد بلال بیا یوه نوې خبره یادوي.

دی وایي، په یادوهستوګن بلاکونوکې د څارنوالۍ کارکونکي ژوند کوي.

ډېرې هڅې مو وکړې چې لویې څارنوالۍ ته دا خبره هم ورسوو او ځواب یې ترلاسه کړوخو په دې اړه د دې ادارې چارواکو له څه ویلو ډډه وکړه.

د البرز شرکت مسوولانو لکه څنګه چې لویې څارنوالۍ او پارلمان ته د ځواب ورکولو لپاره نه دي ورغلي د یادو ستونزو په اړه یې زموږ پرله پسې تماسونه هم ځواب نه کړل.

په افغانستان کې د اداري فساد د لویو دوسیو او لانجو تر څنګ ځیني وخت داسې قضیې هم مخ کیږي چې له پامه لویدلي وي خو د عامو خلکو په لکونو لکونو پیسې په کې تري تم شوي وي.

د ملي وحدت د حکومت مشرانو په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې له ټولو ادارو به فساد ورکوي خو د خلکو او کارپوهانو په خبره ترهغو چې شعارونه په عمل نه وي بدل شوي دا ژمنې به یواځې ژمنې پاتې کیږي او عام افغانان به ورځ تربلې د ځمکو د مافیا او نورو زورواکانو په لوموکې ګیرپاتې وي.

XS
SM
MD
LG