د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

صدیقي: پاکستان د افغانستان پرخاورې راکټي بریدونه نه دي بند کړي


د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه ردوي چې وایې؛ پاکستان د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه بند کړي دي.

د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي سند له لاسلیک کېدو پوره یوه اونۍ تیره شوه؛ خو لا هم پاکستان د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه نه دي درولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د ځينو رسنیو هغه راپورونه رد کړه چې؛ ګڼي د دغه سند له لاسلیک کېدو سره سم پاکستان د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه درولي دي.

صدیق صدیقي وویل، نه یوازې دا چې پاکستان راکټي بریدونه نه دي درولي، بلکې له تیرې اونۍ راهیسې یې څه باندې یونیم سل راکټونه د افغانستان پر ختیځو سیمو را توغولي دي.

"تاسو په دې وروستیو کې د ځینو راپورونو شاهد وئ؛ چې ګڼې راکټي بریدونه دریدلي دي په ځانګړي توګه دا موضع له امنیتي تړون سره تړلې بلل کیده. خو کوم راپورونه چې موږ یې لرو د تلې د میاشتې له اتمې یعنې د سې شنبې ورځې راهیسي د پاکستاني پوځيانو له لوري د افغانستان پر خاوره یو سل او څلور پنځوس راکټي بریدونه شوي دي."

له تیرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسي د ډیورنډ د کرښې له آخوا د افغانستان پرختیځو سیمو په ځانګړي توګه د کونړ پر سرحدي ولسوالیو راکټي بریدونه کیږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د ګڼو مالي زیانونو تر څنګ، شاوخوا سل ملکي وګړي وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دې اړه شکایت وکړ، خو دې شکایت هم د پام وړ نتیجه نه درلوده.

په ورته وخت کې یو شمیر کارپوهان وایې، تر هغو چې د افغانستان حکومت د پاکستان پر وړاندي یوه مشخصه او جدي پالیسي تعقیب نکړي، دغه بریدونه به دوام وکړي.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل د افغانستان نوي حکومت ته خوشبینه دی او وایې چې دغه حکومت باید د پاکستان پر وړاندي خپله پالیسی په جدي توګه عملي کړي.

"زموږ نوی ولسمشر دي د پاکستان پر وړاندي یوه مشخصه پالیسي غوره کړي. داسي نه چې یوه ورځ ورور ورته و وایې او بله ورځ دښمن. یوازې دي یوه مشخصه پالیسي پر وړاندي غوره کړه چې پاکستانیانو ته دا واضح کړي چې افغانان له خپلې خاورې دفاع کولی شي."

پاکستان ظاهرا وایې چې دوي دا بریدونه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر پټن ځایونو کوي.

خو افغان حکومت دا ردوي چې پاکستاني طالبان دي د افغانستان په خاوره کې پټن ځایونه ولري.

د چارو کتونکو او عامو خلکو د پاکستان د پوځ د دا ډول بریدونو پر وړاندي تل د افغانستان د حکومت پر اقداماتو انتقادونه کړي دي.

خو دوي تمه لري چې نوی حکومت به د پاکستان پر وړاندي خپل سیاست بدل کړي او پر وړاندي یې جدي چلند غوره کړي.

XS
SM
MD
LG