د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

کورمه ايجنسي: بمي چاودنې ٨ کسان ووژل


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د کورمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې د ملکي وګړيو پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې دوى ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په کورمه ايجنسۍ کې امنيتي چارواکي وايي، چې د سه شنبې په ورځ سهار ددې ايجنسۍ په خومته نومي سيمه کې د ملکي وګړيو پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ کې لږ تر لږه ٨ کسان مړه او د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې ٧ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي همداراز وايي، چې د ملکيانو په موټر هغه مهال د سړک غاړې بمي چاودنه شوه، چې دا موټر له يوې لرې پرتې سيمې څخه پاړه چنار ته راروان و.

دوى وايي، چې د پېښې ټپيان يې د پاړه چنار او پېښور روغتونونو ته لېږدولي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د کورمې ايجنسۍ يوې سيمه ييز خبريال منير حسين، چې پېښه يې له نزدې څارلې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" سهار وختي پاړاچنار ته يو ګاډى راتلو، چې د څمکنيو په خومتو نومي سيمه کې پرې د سړک غاړې بم چاودنه وشوه. دا بم مخکې له مخکې د نامعلومو کسانو له خوا په دې ځاى کې ځاى پرځاى شوى و. په دې چاودنه کې ٨ اتنه مړه شوي او د يوې ښځې او ٢ ماشومانو په ګډون پکې ٧ نور ټپيان شوي دي."

کورمه ايجنسۍ د ډيورنډ کرښې ته پرته قبايلي سيمه ده، چې وخت ناوخته پکې د وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.

ويل کېږي، چې په دې ايجنسۍ کې د وسله والو پاکستاني طالبانو په ګډون د القاعدې شبکې غړي او ځينې نور بهرني وسله وال مېشت دي، چې پر پاکستانيو سرتېرو سربېره د ډيورنډ کرښې اخوا په افغان خاوره کې دننه هم وسله وال بريدونه ترسره کوي.

ددې ترڅنګ په دې ايجنسۍ کې د مذهبي تاوترېخوالي پېښې هم ډېرې کېږي، چې له امله يې تر دې دمه لسګونو کسانو خپل ژوند لا له لاسه ورکړى دى.

ازادي راډيو هڅه وکړه، چې په کورمه ايجنسۍ کې د نننۍ بمي چاودنې په اړه د ځايي امنيتي چارواکيو نظر هم له ځان سره ولري، خو پر بيا بيا تماس سربېره څوک خبرو ته حاضر نه شول.

د يادونې وړ ده، چې د کورمې ايجنسۍ ځايي خلکو او د سيمې سياسي مشرانو د ملکيانو پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه غندلې ده.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG