د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۳

خبرونه

له پاکستانه راکټي بريد په کونړ کې ٢ ښځې ووژلې

د کونړ ولایت چارواکي وايی ، د پاکستان له خاورې د راکټي حملو په وروستۍ پیښه کې په دي ولایت کې دوې ښځې وژل شوي او دوې نورې ټپیانې دي.

د کنړ والي سید فضل الله وحیدي نن ازادۍ راډيو ته وویل ، تیره ورځ ناوخته په مرورې ولسوالۍ اووه توغندي ویشتل شوي وو.

له بلې خوا، دتورخم ـ جلال اباد په لویه لاره د باروړونکو موټرو یو چلونکی مړ او بل یي شویدی.

د ننګرهار ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال آزادي راډيو ته وویل، نن سهار د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو پر تجارتي باروړونکو موټرو ډزې وکړي .

ددې پیښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: د افغانستان او پاکستان شخړه ( ډېر ژر) هوارولی شم

ټرمپ د کولا لومپور په هوایي ډګر کې
ټرمپ د کولا لومپور په هوایي ډګر کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا وویل، دی کولای شي د افغانستان او پاکستان کړکېچ " ډېر ژر " هوار کړي.

هغه نن په مالیزیا کې د تایلند او کمبودیا د اوربند د هوکړې په مراسمو کې د پاکستان د صدر اعظم شهباز شریف او د پوځ مشر لوی کسان یاد کړل او وې ویل، دوی د سیمې ثبات ته ژمن دي.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت چارواکي نن په دویمه ورځ په استانبول کې د شخړو د هواري په اړه خبرو ته سره ناست دي.

د ستانبول د غونډې جزییات لا رسنیز شوي نه دي، خو دا غونډه د دواړو لورو ترمنځ د دوحې د اوربند تړون په تعقیب جوړه شوې او د یوه ګډ میکانیزم په جوړولو خبرې کوي.

د دوحې د اوربند تړون د اکتوبر په اتلسمه وروسته تر هغه لاسلیک شو چې پاکستان پر کابل او پکتیکا بریدونه وکړل او وروسته طالبانو په غچ اخیستونکو بریدونو او د پاکستان له خوا ځوابي حملو کې دواړو خواوو ته لسګونه کسان ووژل شول.

پر کیف د روسیې په تازه بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي

پر کیف د تیرې شپې له یوه برید وروسته صحنه
پر کیف د تیرې شپې له یوه برید وروسته صحنه

د اوکراین پر پلازمېنه کیف د روسیې د تیرې شپې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه ټپيان شوي دي.

د تیرې شپې په بریدونو کې دوه لوړپوړې هستوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوي او په یوې کې یې چې نهه پوړیزه وه، اور هم لګیدلی دی.

د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونو له دغې اورلګېدنې څخه ۱۳ تنه ژغورلي دي.

تر دغو هوایي بریدونو مخکې د کیف او شاوخوا سیمو پر فضا د یو-یو نیم ساعت لپاره د هوایي حملو د خطر زنګ وهل کېده.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي له دغو بریدونو وروسته پر روسیې او متحدانو یې د پياوړو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلنو لوبډلې له ازبکستان وروسته بحرین ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال د اولس کلنو لوبډله له بحرین سره تر لوبې وروسته
د افغانستان د فوټسال د اولس کلنو لوبډله له بحرین سره تر لوبې وروسته

د افغانستان د اولس کلنو د فوټسال لوبډلې بېګا ناوخته د آسیا د ځوانانو د ۲۰۲۵کال د لوبو په لړۍ کې د بحرین لوبډلې ته اوه صفر ماتې ورکړه او دوهمه بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.

افغانستان د لوبو په دې لړۍ کې مخکې ازبکستان هم مات کړی و، او تمه ده چې نن به له چین سره مخامخ شي.

د آسیا د فوټسال د لوبو لړۍ تېره اونۍ په بحرین کې پیل شوه.

افغان لوبغاړی نصرت حقپرست له خپل اسټرالیايي سیال سره لوبه کې ناک اوټ شو

Nusrat Haqparast, Afghan UFC fighter
Nusrat Haqparast, Afghan UFC fighter

د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي نصرت حقپرست تېره شپه له خپل اسټرالیايي سیال کویلان سالکیلد څخه بېسارې ماتې وخوړه.

۲۵ کلن سالکیلد په ابوظبي کې د یو اف سي د سازمان په چوکاټ کې د لوبې د لومړي رونډ په ۲ دقیقو او ۳۵ ثانیو کې حقپرست ته د پښې په وسیله پر سر یو کلک ګوزار ورکړ او ناک اوټ یې کړ.

حقپرست د دې ضربې په پایله کې د څو شېبو لپاره بېسده شو او ریفري په داسې حال کې چې نوموړی لاهم د قفس پر غولي پروت و، سالکیلد د سیالۍ ګټونکی اعلان کړ.

ټرمپ: که پوتین له اوکراین سره موافقې ته چمتو نه وي خپل وخت به له هغه سره په کتنه ضایع نه کړي

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ
د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې که د ده روس سیال ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته چمتو نه وي نو دی به خپل وخت له هغه سره په کتنه ضایع نه کړي.

ښاغلي ټرمپ پرون (د اکتوبر ۲۵مه) د آسیا پر لور د خوځېدو او په دوحه کې د توقف پرمهال په خپله ځانګړې الوتکه ایرفورس ون کې خبریالانو ته وویل "تاسو باید پوه شئ چې موږ یو توافق غواړو خو خپل وخت به ضایع نه کړم."

هغه زیاته کړه "له ولادیمیرپوتین سره زما اړیکي تل ښه و، خو روان وضعیت مې ډېر مایوسه کوي، ځکه ما فکر کاوه چې دا مسئله به په منځني ختیځ کې د سولې له ټینګېدو مخکې حل شي."

په عین حال کې رویټرز خبري آژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د ټرمپ ادارې د روسیې پر اقتصاد د بندیزونو یوه بله کڅوړه چمتو کړې ده چې که پوتین د سولې له موافقې ډډه وکړي نو ښايي عملي شي.

ملګروملتونو افغانه نیلاابراهیمي د دوامدار پرمختګ لپاره د ځوان رهبرانو په ډله کې ونوموله

Nila Ibrahimi, Afghan refugee based in Canada
Nila Ibrahimi, Afghan refugee based in Canada

افغانه فعاله نیلا ابراهیمي د ملګروملتونو له خووا د دوامدار پرمختګ لپاره د اولسو ځوانو رهبرانو په ډله کې نومول شوې ده.

د دې دوه کلن پروګرام لپاره له ۱۵۰ هېوادونو څخه له ۳۳ زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې وه.

نیلاابراهیمي چې اوس په کاناډا کې اوسېږي، د شنبې په ورځ پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل، ډېره خوشاله ده چې کولای شي د دومره ډېرو الهام بښونکو فعالانو په ډله کې د افغان نجونو استازولي وکړي.

نوموړې وايي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به له ملګروملتونو او شریکانو سره یې په ګډه د دوامداره پرمختګ لپاره کار وکړي. آغلې ابراهیمي ویلي دي چې دا به به د هِر سټوري HerStory په نوم د بنسټ د ملاتړ له لارې له نادولتي ټولنو سره ګډ کار وکړي او د افغان نجونو او نورو محرومو ټولنو د هیلو لپاره به په نړیوالو سیاسي خبرواترو کې ګډون وکړي.

نیلا ابراهیمي د هرسټوري له موسسانو څخه ده. دا بنسټ د افغان نجونو د زړورتیا، مقاومت او هیلو داستانونه نړیوالو ته بیانوي.

د پوتین استازی: مسکو او واشنګټن د اوکراین د جګړې دیپلوماتیک حل ته نژدې شوي

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي: مسکو، واشنګټن او کییف د اوکراین جګړې د ختمېدودیپلوماتیک حل ته نژدې شوي دي

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کیریل ديميتريف ویلي چې متحد ایالتونه، اوکراین او روسیه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه دیپلوماتیک حل ته نژدې شوي دي.

ديميتريف له سي‌این‌این سره په مرکه کې وویل: «زه فکر کوم روسیه، امریکا او اوکراین رښتیا هم دیپلوماتیک حل ته په رښتیا ډېر نژدې شوي دي.»

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې ده هغه به نن (شنبه) په میامي کې د ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف سره وګوري. تاس خبري اژانس هم د ديميتريف له خولې لیکلي چې هغه به له نورو کسانو سره هم وګوري، خو د هغوی نومونه یې نه دي یاد کړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ د روسیې د تېلو پر دوو سترو کمپنیو بندیز ولګاوه، څو مسکو د اوکراین پر ضد د پراخ یرغل د پای ته رسولو لپاره تر فشار لاندې راولي.

د امریکا د خزانې وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې پر دولتي شرکت روس‌نفت او خصوصي شرکت لوک‌اویل یې بندیز لګولی دی. د دغو دوو شرکتونو صادرات د کرملین د بودجې مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

زیلنسکي له واشنګټنه وغوښتل: د روسیې د انرژۍ پر سیکتور دې بشپړ بندیز ولګول شي

د اوکراین ولسمشر له امریکا وغوښتل چې د روسيې د تېلو پر دوو شرکتونو محدود بندیزونه دې د روسیې د تېلو ټول سکتور ته وغځوي، څو فشارونه زیات شي او مسکو د سولې خبرو ته حاضر شي.

ولودیمیر زیلنسکي په لندن کې له څه باندې شلو اروپايي مشرانو سره وکتل. دغو مشرانو ژمنه وکړه چې که اوربند عملي شي او درې کلنه جګړه پای ته ورسېږي، نو اوکراین ته به د لازم پوځي ملاتړ زمینه برابره کړي، څو هېواد یې د روسیې له راتلونکو هر ډول ګواښونو او احتمالي یرغل څخه خوندي پاتې شي.

دا غونډه چې د بریتانیا د صدراعظم کې‌یر سټارمر په کوربتوب ترسره شوه، د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین د فشار د زیاتولو په موخه رابلل شوې وه. په دې غونډه کې د اروپايي اتحادیې او د امریکا د تازه بندیزونو یادونه وشوه چې د روسیې د تېلو او ګازو د عایداتو د کمولو په هدف لګول شوي دي.

د خبرو اترو پر مهال همداراز په دې اړه لارې چارې مطرح شوې چې څنګه د ژمي له رارسېدو سره د روسیې د نژدې ورځنیو ډرون او توغندويي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د برېښنايي شبکو ساتنه پیاوړې شي.

فلسطیني ډلې: د غزې له جګړې وروسته د مستقلو ټکنوکراتانو د کمېټې پر مشرتابه سره سلا شول

د فتح او حماس په شمول فلسطیني ډلو، اعلان کړی چې د غزې تر جګړې وروسته به د دې سیمې اداره یوې مستقلې تخنیکي (ټکنوکرات) کمېټې ته وسپارل شي.

له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې ژر به د غزې د اوربند د څارنې لپاره یوه نړیواله سوله‌ ساتې قوه جوړه شي.

فلسطیني ډلو د جمعې په ماښام (د لړم په ۲مه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی په قاهره کې د یوې ناستې پر مهال موافقه کړې چې:

«د غزې اداره دې یوې موقتې فلسطینۍ کمېټې ته وسپارل شي چې له مستقلو ټکنوکراتانو جوړه وي.»

د اعلامیې له مخې، دغه موقته کمېټه به د خلکو د ورځني ژوند او بنسټیزو خدماتو د برابرولو مسوولیت ولري او له عربي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره به همکاري کوي.

د فلسطیني ډلو ټینګار دا هم دی چې اوربند باید دوام ومومي او د غزې اداره دې تر نړیوالې څارنې لاندې پر مخ ولاړه شي.

اسرائیل او د حماس، سختدریځه ډله، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګر سازمان ګڼي، له دوه کلنې ورانوونکې جګړې وروسته د امریکا د طرحې پر بنسټ په اوربند سلا شوي، او د تلې د میاشتې له ۱۸مې راهیسې اوربند دوام لري.

خو د غزې د ادارې څرنګوالی د اوربند د پلي کېدو په دوام کې یوه مهمه اندېښنه ده. د امریکا د ۲۰ مادو وړاندیز وايي چې اداره باید داسې یوې مستقلې کمېټې ته وسپارل شي چې له فلسطیني ټکنوکراتو شخصیتونو او نړیوالو متخصصانو جوړه وي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې په استانبول کې پیل شوې

د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې نن (شنبه) د ترکیې په استانبول کې پیل شوې.

د دواړو خواوو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دواړه هېوادونه د کړکېچ په اړه د دوهم پړاو بېړنیو خبرو لپاره ترکیې ته روان دي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی له خوا د کورنیو چارو وزارت د مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ پلاوی ترکیې ته تللی دی.

د مجاهد په وینا، په دې ناسته کې به د پاتې مسائلو په اړه خبرې وشي.

پرون د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی طاهر اندرابي وویل، د استانبول د مذاکراتو هدف د دوحې د خبرو اترو له هدف سره یو دی، او تمرکز به پر دې وي چې د سرحدونو هاخوا د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د درولو لپاره یوه څرګنده لاره او میکانیزم رامنځته شي ــ په تېره بیا د پاکستاني طالبانو (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د مخنیوي لپاره.

پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې وسله‌والو ډلو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان دا تور ردوي. او وايي چې پاکستان خپلې کورنۍ ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي.

تېره اوونۍ د قطر او ترکیې په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند وشو. اوربند تر ډېره دوام کړی، خو د ډیورند کرښې په اوږدو کې لارې لا هم د پاکستان له لوري تړلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG