افغانستان
پاکستان: افغانستان د راکټي حملو په اړه له حده زیات جدي غبرګون ښودلی
وروسته له هغې، چې د پاکستان له خاورې د کنړ په سرحدي سیمې یو ځلې بیا راکټي حملې وشوې افغانستان په کوټه کې د پاکستان د پوځ په یوه تمرین د افغانستان د یولسو افسران ګډون لغوه کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري فرانس پرس آژانس ته ویلي، موږ په دې باوري یو چې افغانستان د یوې وړې مسلې په وړاندې زیات عکس العمل ښودلی دی.
د کونړ چارواکي وايي، چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د پاکستان له خاورې پر کونړ پنځوس توغندي ویشتل شوي چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: د افغانستان او پاکستان شخړه ( ډېر ژر) هوارولی شم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا وویل، دی کولای شي د افغانستان او پاکستان کړکېچ " ډېر ژر " هوار کړي.
هغه نن په مالیزیا کې د تایلند او کمبودیا د اوربند د هوکړې په مراسمو کې د پاکستان د صدر اعظم شهباز شریف او د پوځ مشر لوی کسان یاد کړل او وې ویل، دوی د سیمې ثبات ته ژمن دي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت چارواکي نن په دویمه ورځ په استانبول کې د شخړو د هواري په اړه خبرو ته سره ناست دي.
د ستانبول د غونډې جزییات لا رسنیز شوي نه دي، خو دا غونډه د دواړو لورو ترمنځ د دوحې د اوربند تړون په تعقیب جوړه شوې او د یوه ګډ میکانیزم په جوړولو خبرې کوي.
د دوحې د اوربند تړون د اکتوبر په اتلسمه وروسته تر هغه لاسلیک شو چې پاکستان پر کابل او پکتیکا بریدونه وکړل او وروسته طالبانو په غچ اخیستونکو بریدونو او د پاکستان له خوا ځوابي حملو کې دواړو خواوو ته لسګونه کسان ووژل شول.
د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلنو لوبډلې له ازبکستان وروسته بحرین ته په لوی توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان د اولس کلنو د فوټسال لوبډلې بېګا ناوخته د آسیا د ځوانانو د ۲۰۲۵کال د لوبو په لړۍ کې د بحرین لوبډلې ته اوه صفر ماتې ورکړه او دوهمه بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.
افغانستان د لوبو په دې لړۍ کې مخکې ازبکستان هم مات کړی و، او تمه ده چې نن به له چین سره مخامخ شي.
د آسیا د فوټسال د لوبو لړۍ تېره اونۍ په بحرین کې پیل شوه.
افغان لوبغاړی نصرت حقپرست له خپل اسټرالیايي سیال سره لوبه کې ناک اوټ شو
د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي نصرت حقپرست تېره شپه له خپل اسټرالیايي سیال کویلان سالکیلد څخه بېسارې ماتې وخوړه.
۲۵ کلن سالکیلد په ابوظبي کې د یو اف سي د سازمان په چوکاټ کې د لوبې د لومړي رونډ په ۲ دقیقو او ۳۵ ثانیو کې حقپرست ته د پښې په وسیله پر سر یو کلک ګوزار ورکړ او ناک اوټ یې کړ.
حقپرست د دې ضربې په پایله کې د څو شېبو لپاره بېسده شو او ریفري په داسې حال کې چې نوموړی لاهم د قفس پر غولي پروت و، سالکیلد د سیالۍ ګټونکی اعلان کړ.
ملګروملتونو افغانه نیلاابراهیمي د دوامدار پرمختګ لپاره د ځوان رهبرانو په ډله کې ونوموله
افغانه فعاله نیلا ابراهیمي د ملګروملتونو له خووا د دوامدار پرمختګ لپاره د اولسو ځوانو رهبرانو په ډله کې نومول شوې ده.
د دې دوه کلن پروګرام لپاره له ۱۵۰ هېوادونو څخه له ۳۳ زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې وه.
نیلاابراهیمي چې اوس په کاناډا کې اوسېږي، د شنبې په ورځ پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل، ډېره خوشاله ده چې کولای شي د دومره ډېرو الهام بښونکو فعالانو په ډله کې د افغان نجونو استازولي وکړي.
نوموړې وايي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به له ملګروملتونو او شریکانو سره یې په ګډه د دوامداره پرمختګ لپاره کار وکړي. آغلې ابراهیمي ویلي دي چې دا به به د هِر سټوري HerStory په نوم د بنسټ د ملاتړ له لارې له نادولتي ټولنو سره ګډ کار وکړي او د افغان نجونو او نورو محرومو ټولنو د هیلو لپاره به په نړیوالو سیاسي خبرواترو کې ګډون وکړي.
نیلا ابراهیمي د هرسټوري له موسسانو څخه ده. دا بنسټ د افغان نجونو د زړورتیا، مقاومت او هیلو داستانونه نړیوالو ته بیانوي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې په استانبول کې پیل شوې
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې نن (شنبه) د ترکیې په استانبول کې پیل شوې.
د دواړو خواوو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دواړه هېوادونه د کړکېچ په اړه د دوهم پړاو بېړنیو خبرو لپاره ترکیې ته روان دي.
د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی له خوا د کورنیو چارو وزارت د مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ پلاوی ترکیې ته تللی دی.
د مجاهد په وینا، په دې ناسته کې به د پاتې مسائلو په اړه خبرې وشي.
پرون د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی طاهر اندرابي وویل، د استانبول د مذاکراتو هدف د دوحې د خبرو اترو له هدف سره یو دی، او تمرکز به پر دې وي چې د سرحدونو هاخوا د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د درولو لپاره یوه څرګنده لاره او میکانیزم رامنځته شي ــ په تېره بیا د پاکستاني طالبانو (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د مخنیوي لپاره.
پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې وسلهوالو ډلو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان دا تور ردوي. او وايي چې پاکستان خپلې کورنۍ ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي.
تېره اوونۍ د قطر او ترکیې په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند وشو. اوربند تر ډېره دوام کړی، خو د ډیورند کرښې په اوږدو کې لارې لا هم د پاکستان له لوري تړلي دي.
د افغانستان، ایران او ترکیې د ریللارو د پراختیا او ترانزیت هوکړه لاسلیک شوه
د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت پرون (جمعه) وویل چې د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د رېللارې د پراختیا او د مالونو د ترانزیټ د زیاتوالي لپاره درېاړخیزه هوکړه لاسلیک شوې ده.
د دې وزارت ویاند «محمد اشرف حقشناس» ویلي، دغه توافق د ترکیې په کوربهتوب د رېللارې د نړیوالې اتحادیې (UIC) د ۳۶م کانګرس په څنډه کې نهایي شوی دی.
د هغه په وینا، د دې تفاهم پر بنسټ به د خواف–هرات رېللار پروژه تر مزارشریف پورې وغځول شي، او د دریو هېوادونو تخنیکي، مالي او بشري ظرفیتونه به د دې پروژې د پرمخ بیولو لپاره ګډ وکارول شي.
په دې هوکړه کې د پولو په کچه د مالونو د تېرېدو اسانتیا، د رېللارې د ظرفیت لوړول، او د ترانزیت د پیاوړتیا لپاره ګډ کار هم شامل دی.
د ایران د دولتي رېللارې مطبوعاتي دفتر هم اعلان کړی چې دا یادښت د ایران د رېللارې د ادارې له لوري «ډاکټر ذاکري»، د ترکیې د دولتي رېللارې له لوري «وېسي کورت» او د افغانستان د رېللارې د ادارې له لوري «محمد اسحاق صاحبزاده» لاسلیک کړی دی.
دا پنځه کلن تفاهملیک په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه دی، چې پکې د رېلپټلیو ساتنه او ترمیم، ډیجیټلي کول، د زیربناوو پراختیا او د بشري ځواک روزنه شامله ده. د دې درېاړخیزې همکارۍ اساسي هدف د موجودو رېللارو د ګټې اخیستنې لوړول او د درې هېوادونو ترمنځ د یو دوامدار ټرانزیټي دهلېز رامنځته کول بلل شوي دي.
افغان پيژندل شوی لوبغاړی نصرت حقپرست نن په یو اف سي کې لوبه لري
نصرت حقپرست د رزمي لوبو په تر ټولو معتبره سازمان کې له یوه اسټرالیايي لوبغاړي سره چې کیلیان سالکلېد نومیږي مخ شوی.
دا لوبه د یو اف سي په ۳۲۱مه دوره کې د ابوظبۍ په اتحاد سټډیوم کې ترسره کېږي.
نصرت حقپرست تر دې دمه اتلس لوبې ګټلي او پنځه یې بایللي دي.
د نصرت حقپرست سیال بیا نهې لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده.
نصرت حقپرست وروستی وار په یو اف سي کې د شپې تر ټولو غوره لوبې جایزې هم ګټلې.
نصرت که څه هم د یو اف سي د ۳۲۱مې دورې په اصلي کارډ کې نشته خو د مقدماتي لوبو مرکزي سیالي یې ده چې تمه ده د شنبې په ماښام د افغانستان په وخت شاوخوا شپږنیمې بجې پيل شي.
نصرت حقپرست وروستۍ څلور لوبې سر په سر ګټلي او وایي چې په یو اف سي کې له غوره ۱۵ لوبغاړو سره د لوبو مستحقه دی.
حقپرست په جرمني کې اوسیږي خو د دې او ګڼو نورو لوبو لپاره یې په بیلابیلو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، مراکش او متحده عربي اماراتو کې تمریني کمپونو ترسره کړي دي.
څوارلس تنه غیرقانوني کډوال د یوې کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي
د ترکيې چارواکي وايي چې د دې هېواد په جنوب کې، په سمندر کې د یوې ربړي کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې څوارلس کسان مړه شوي.
د موغله ولایت د والي دفتر نن وویل چې په دې کشتۍ کې ټول اتلس کسان سپاره وو. چارواکي وايي، د کشتۍ دوه سپرلۍ ژغورل شوي چې یو افغان هم پکې دی. د چارواکو په وینا دې افغان ځان په لامبو لامبو نژدې ټاپو ته رسولی و.
ویل شوي چې د پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
طالبان او پاکستاني چارواکي سبا استانبول کې ناسته لري
د طالبانو او پاکستان د اوربند د هوکړې په اړه دویم دور ناسته سبا په استانبول کې ترسره کېږي.
دواړو خواوو د اکتوبر په اتلسمه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په اوربند سلا کړې وه.
د طالبانو دفاع وزیر چې د افغانستان په استازولۍ د پاکستان له دفاع وزیر سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه وايي چې په استانبول کې به د اوربند د پلي کېدو په لارو چارو او داسې میکانیزم خبرې کیږي نه یواځې افغانستان او پاکستان بلکې سیمه کې دوامداره سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
د دوحې په هوکړه کې په سمدستي اوربند ژمنه شوې وه چې ورسره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو تر منځ سختې نښتې ودرېدې که څه هم له ځینو سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدونو راپورونه خپاره شول.
هلته طالبانو هوکړه کړې وه چې د پاکستان ضد ډلو څخه ملاتړ ونه شي.
احمدولي هوتک اتلولي وګټله
د رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک په بلاروس کې د اتلولۍ کمربند وګاټه.
احمد ولي هوتک په WKTF سازمان کې چې لوبې یې په مینسک کې وشوې مرکزي لوبه درلوده.
هغه وتوانېد خپل روسی سیال د سبمیشن په مټ مات او د اتلولۍ کمربند وګټي.
د دوی لوبه په اویا کیلو وزن کې ترسره شوه.
دا په حرفه يي لوبو کې د احمد ولي هوتک ۱۲مه بریا وه.