د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

خبرونه

په چمن کې څلور افغانان ووژل شول

د راپورونو له مخې، کوټې ته نژدې په چمن سیمه کې پرون یوې چاودنې څلور کسان ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.

چارواکي وايي چې چاودېدونکي مواد او وسله په يوه ودانۍ کې ځای پرځای شوي وو چې وچاودېدل.
په سیمه کې یوه مقام ویلي چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول هغه افغان کډوال وو چې په دې ودانۍ کې اوسېدل.

ګومان کېږي د وسله والو طالبانو مرکزونه په بلوچستان صوبه کې دي چې د افغانستان پولې ته نژدې چمن ښارګوټی یې یوه برخه ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سویلي افریقا په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ افغانستان وګټله


د افغانستان او سویلي افریقا له لوبو یو انځور
د افغانستان او سویلي افریقا له لوبو یو انځور

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ سيالۍ کې د ۷ وېکټو په تفاوت افغانستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ ۲ـ۱ افغانستان وګټله.

سیالي چې نن یکشنبه د سپټمبر په ۲۲مه نېټه د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ نیمې بجې پیل شوې وه، افغانستان د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۳۴ اورونو کې ۱۶۹ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې رحمن الله ګربز ۸۹ او الله محمدغضنفر ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې لونګي اینګېډي، پيټر او پیلیکوایو دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

سویلي افریقا ورکړل شوی هدف په ۳۳م اور کې د درې لوبغاړو تر سوځېدو وروسته بشپړ کړ.

په نننۍ سیالۍ کې سویلي افریقا ته ایډم مارکرم ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د ویلو ده چې په دې لوبه کې د راشدخان، فضل حق فاروقي او ریاض حسن پر ځای عبدالمالک، فرید احمد او نوید ځدراڼ ته د لوبې چانس ورکړل شوی و.

افغانستان سویلي افریقا ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ

افغان لوبغاړی رحمن‌الله ګربز د لوبې پر مهال. ده نن ۸۹ منډې وکړې.
افغان لوبغاړی رحمن‌الله ګربز د لوبې پر مهال. ده نن ۸۹ منډې وکړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له سویلي افریقا سره د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې ۱۶۹ منډې وکړې.

دغه سیالي چې نن یکشنبه د سپټمبر په ۲۲مه نېټه د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰نیمې بجې پیل شوې وه، افغانستان د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

په افغان توپوهونکو کې رحمن‌الله ګربز ۸۹ او الله محمد غضنفر ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې لونګي اینګېډي، پيټر او پیلیکوایو دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

مېلمه لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

د ویلو ده چې دا لوبلړۍ له وړاندې افغانستان ګټلې ده.

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه.

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس نن یکشنبه د فوټسال نړیوال جام د ګروپي سیالیو پایلو وښوده چې افغان لوبډله د ښو امتیازیاتو لرلو له امله له سيC ګروپ څخه د درېیمې لوبډلې په توګه بل پړاو ته لار پیدا کړه.

افغانستان په ګروپي پړاو کې یوازې یوه سیالي ګټلې وه او دوه نورې یې بایللې وې.

د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې به په ډېر احتمال سره افغانستان له پارګوای سره سیالي وکړي.

دغه سیالي به د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د ازبکستان په کوربه‌توب ترسره شي.

د ایران د سکرو کان کې د شوې چاودنې له کبله د مړو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی

د ایران په طبس کې د سکرو کان کې دغه چاودنه پرون شپه شوې ده او ژغورنکې د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.
د ایران په طبس کې د سکرو کان کې دغه چاودنه پرون شپه شوې ده او ژغورنکې د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.

د ایران په طبس کې د سکرو د کان په یوه ورکشاپ کې له چاودنې وروسته، د جنوبي خراسان والي اعلان وکړ چې د مړو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی دی.

خو داسې ښکاري چې د دې پېښې د قربانیانو شمېر به نور هم زیات شي.

په خبرونو کې د بې درکه شویو کسانو په اړه هم معلومات ورکړل شوي چې تر دې دمه یې شمېر ۲۲ تنه ښودل شوی دی.

نن یکشنبې سهار د جنوبي خراسان والي جواد قناعت د پېښې د قربانیانو شمیر ۳۰ او د ټپیانو شمیر ۱۷ اعلان کړی و.

چاودنه پرون شپه شاوخوا ۹ بجې وشوه، او ایراني رسنیو په لومړیو کې د یوه تن د مړینې او د کان کیندنې په تونل کې د پاتې کارکوونکو د بې درکه کېدو راپور ورکړ.

د جنوبي خراسان د والي په وینا، چاودنه په دوو بلاکونو کې شوې، ۲۲ کسانو په بي‌B بلاک کې او ۴۷ کسانو په سيC بلاک کې کار کاوه.

د امریکا الاباما کې ډزې؛ لږترلږه څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

ارشیف
ارشیف

د امریکا د الاباما ایالت په برمنګهم ښار کې د ډزو په یوه پېښه کې لږترلږه څلور کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د برمنګهم ښار د پولیسو په وینا، څو تنو برید کوونکو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې پر خلکو ډزې وکړې.

په دې پېښه کې دوه نارینه او یوه ښځه وژل شوي او څلورم کس په روغتون کې سا ورکړه.

پولیسو ویلي چې لسګونه کسان نور ټپیان شوي چې د ځینو حال نازک دی.

تر دې دمه هیڅ برید کوونکی نه دی نیول شوی او پولیسو له خلکو غوښتنه کړې چې که په دې تړاو هر ډول معلومات لري له دوی سره دې شریک کړي.

د وسله‌وال تشدد په نوم د مرکز د احصایې پر اساس، سږ کال په امریکا کې لږترلږه ۴۰۳ تنه په لویو وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي.

د دې ادارې د تعریف له مخې، "لوی بریدونه" هغو قضیو ته ویل کېږي چې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي وي.

د همدې احصایو له مخې، د دې کال په تېرو نهو میاشتو کې په متحدوایالتونو کې په ډزو لږترلږه ۱۲ زره ۴۱۶ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان په بلوچستان کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه

ارشیف: په پاکستان کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په پاکستان کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوه.

ځايي چارواکي وايي چې پرون شنبه په قلعه عبدالله کې د یوه ۱۵ میاشتني ماشوم د پولیو ویروس تایید شو.

له دې سره سږ کال په پاکستان کې د پولیو پېښې ۲۱ ته ورسېدې.

په دغو پېښو کې ۱۴ په بلوچستان کې ثبت شوي دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیسو ویروس په‌کې له منځه نه دی تللی.

ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران دې د افغان ښځو د حقونو غوښتنې واوري

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون شنبې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخته له یو شمېر ښځو او نجونو سره یوځای شوه چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د غوښتنې لپاره راټولې شوې وې.

ملالې یوسفزۍ پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې دې د دوی غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.

اغلې یوسفزۍ په یوه ویډیو کې، چې پر خپله ایکس‌پاڼه یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو منع شوي، په غزه کې نجونې تر بمباریو لاندې ژوند کوي او په نایجریا کې نجونې له طبیعي پېښو کړېږي.

د افغانستان د بشري مرستو صندوق سره د هالند د ۱۶ میلیون ډالرو مرسته؛ اوچا له دې مرستو مننه کړې

د هالنډ بیرغ
د هالنډ بیرغ

د ملګرو ملتونو یوې ادارې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د هالنډ د مرستې مننه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۳مه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې هالنډ له دې صندوق سره له ۱۶ میلیونو ډالرو زیاته مرسته کړې ده.

د اوچا پر اساس، هالنډ له ۲۰۱۶م کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستو درېیم ستر تمویلوونکی هېواد دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایف‌پي په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان او سوډان هغه دوه هېوادونه دي چې تر شپږ میلیونه زیات وګړي یې د لوږې له لوړې کچې سره مخامخ دي.

په راپور کې ویل شوي چې د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي، ۱۹ میلیونه او ۹۰۰ زرو ته ورسېد، چې د دغه هېواد د ټول نفوس ۴۶ سلنه جوړوي.

حزب‌الله د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي ویشتلي

حزب الله نن سهار وختي د اسراییلو په لور لسګونه توغندي ویشتلي چې له کبله یې زیانونه اوښتي دي.
حزب الله نن سهار وختي د اسراییلو په لور لسګونه توغندي ویشتلي چې له کبله یې زیانونه اوښتي دي.

د لبنان حزب‌الله نن سهار وختي د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي وویشتل.

دې ډلې، چې د متحدوایالتونو له‌خوا یوه تروریستی ډله بلل کېږي، وویل چې ځینې توغندي یې د حیفا ښار ته نږدې لګېدلي دي.

داسې ښکاري چې د جګړې ښکېل اړخونه د تاوتریخوالي له زیاتوالی وروسته د بشپړې د پراخې جګړې په لور روان دي.

د تېرې شپې له توغندويي برید وروسته د اسراییل په شمال کې د هوایي بریدونو لپاره د خطر زنګ ووهل شو او په زرګونه خلک پناه ځایونو ته ولېږدول شول.

د اسراییل پوځ ویلي چې توغندي د ملکي سیمو په لور ویشتل شوي دي.

کرکټ؛ نن د افغانستان او جنوبي افریقا وروستۍ سیالي ده

د افغانستان جنوبي افریقا له مخکېنیو لوبو یو انځور
د افغانستان جنوبي افریقا له مخکېنیو لوبو یو انځور

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې نن د درې یو ورځنۍ لوبلړۍ په وروستۍ سیالۍ کې مخامخ شي.

افغانستان د دې لوبلړۍ دوې سیالۍ ګټلي او که نن درېیمه سیالي وبایلي هم، د لوبلړۍ ګټونکی دی.

د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو د شارجې د کرکټ په لوبغالي کې د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور نیمې بجې پیلېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG