د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

له ولسمشر حامد کرزي سره ځانګړې مرکه واورﺉ


ولسمشر حامد کرزی د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د ازادۍ راډیو د مشر اکبر ایازي پوښتنو ته ځوابونه وايي.
ولسمشر حامد کرزی د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د ازادۍ راډیو د مشر اکبر ایازي پوښتنو ته ځوابونه وايي.

د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته له کاندیدانو سره د مرکو په لړ کې دا اونۍ د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد کرزي سره چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بیا هم ددې څوکۍ کاندید دی مرکه لرو.

له ولسمشر حامد کرزي سره دا مرکه د ازادۍ راډیو مشر اکبر ایازي کړې. چې دلته یې تاسو هم متن لوستلی شۍ او هم يې په غږ کې اوریدلی شۍ.
محترم جمهور رييس ډېره مننه چې دې ته حاضر شوی ازادۍ راډیو سره، په داسې یو حالت کې چې د افغانستان یوه تاریخي مرحله ده او انتخاباتو ته يوازې څو ورځې پاتې دي مرکه وکړﺉ او د افغانستان په وضعه باندې موږ سره خبرې وکړئ.

محترم رييس صاحب د انتخاباتي مبارزې په جريان کې موږ د جمهوري رياست ټولو کاندیدانو ته دا حق ورکړی دی چې مصاحبه وکړي او دا هم ستا حق دی.


پوښتنه:

د انتخاباتي مبارزې په ارتباط مې لومړی سوال داسې دی چې تاسو خو اووه کاله حکومت وکړ اول موقتي اداره وه، بيا انتقالي ادره، وروسته خلکو انتخاب کړﺉ، نو بیا ولې تاسو غواړئ چې پنځه کاله نور حکومت وکړئ دلیل او علت یې څه دی؟

حامد کرزی :
بسم الله الرحمن الرحیم.


اووه کاله رييس جمهور وم، کار مې وکړ. د قدرت شوقي سړی نه یم، د جاه او جلال شوقي نه یم او په دې اووو کالو کالو کې دا معلومه شوه. خو په دا اووو کالوکې مې ډېر څه وليدل، ډېرې تجربې مې ترلاسه کړې.

د ملت په توګه څه ارمانو ته ورسېدو او لا څه ارمانو ته نه یو رسیدلي. غواړم چې په راتلونکي پنځو کلونو کې افغانستان ته سوله او امنيت راشي. د سولې او د امن د راتګ لپاره ځان مناسب سړی بولم، غواړم چې نور په افغانستان کې ملکي تلفات نه وي، د دې لپاره ځان مناسب سړی بولم، غواړم چې د افغانستان وګړي د خارجیانو له خوا ونه نيول شي، د دې لپاره ځان مناسب سړی بولم، غواړم چې همسايه ګانو سره مو رابطه نوره هم ټینګه شي، د دې لپاره ځان مناسب سړی بولم، غواړم چې افغانستان لاډېره ترقي وکړي، د دې لپاره مناسب سړی ځان بولم.

کوشش مې همدا دی چې د افغانستان راتلونکي پنځو کالو ته نوی زعامت پیدا شی، نوی مشران پیدا شي، ترڅو دا مملکت پر مخ ولاړ شي.
غواړم چې پنځه کاله نور هم خدمت وکړم، چې د افغانستان د خلکو دا ارزو پوره شي، سوله راشي، امن راشي او ترقي وکړو او له دنیا سره مو ر ابطه پر یو ښه ټینګ بنسټ استواره کړو

نو د افغانستان د سولې او د امن لپاره او د هغې ارزو د رسېدو لپاره چې زموږ د ټولو خلکو ده، زه یې باید ترسره کړم چې هغه سوله او امن دی او لا ښه ترقي ده. غواړم چې پنځه کاله نور هم خدمت وکړم، چې د افغانستان د خلکو دا ارزو پوره شي، سوله راشي، امن راشي او ترقي وکړو او له دنیا سره مو ر ابطه پر یو ښه ټینګ بنسټ استواره کړو او دا رابطه پنځه کاله وروسته نور مشران پر مخ بوځي.


پوښتنه :

تاسو په دې تېرو اوو کلونو کې د خپل حکومت په اجراتو او ټولو هغو لوړو ژورو څخه چې ستاسو په دې اووو کلنه دوره کې راغلي دي، د فلم د یو تصویر په شکل سره يې راوګرځوﺉ او هېواد اوسنی اقتصادي او امنيتي حالت هم په نظر کې ونيسئ، تاسو څومره ډا ډه یاست چې د افغانستان خلک به بیا تاسو ته رايه درکړي.

حامد کرزی :
کله چې د بن غونډه په جرمني جې جوړه شوه او په هغه غونډه کې یې زه د موقتې اداره مشر وټاکلم زه په ترینکوټ کې د ارزګان په غرو کې وم او کله چې کابل ته راغلم دلته په هېواد کې هېڅ هم نه وو، نه اداره وه ، نه حکومت و، نه بیت المال و او نه پیسې وې او دا د دېرش کاله بې اتفاقۍ، دربدرۍ جنګ او مداخلې زموږ د بدبختیو عوامل وو.

د افغانستان د ادارې په جوړولو مو بنا وکړه. اول کار مو چې وکړ بیت المال مو جوړ کړ، په داسې حال کې مو بیت المال جوړ کړ، چې موږ سره دومره پیسې نه وې چې د دولت د هغه وخت د مامورينو معاشات وکړو.

د معاشاتو لپاره خارجیانو نغدې پیسې راوړلې او ماليه وزارت ته یې ورکړې. هغه وخت د ټول افغانستان د پیسو او طلا ذخیره ۱۸۰ میلونه ډالره وه، لا به څه کمه وه.

الحمدالله، نن زموږ د پیسو او د طلا پس انداز یا ذخیره ۳۷۰۰ میلونه ډالره ده، یانې له ۱۸۰ میلونه ډالره څخه ۳۷۰۰ میلونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د افغانستان تجارت، د افغانستان توليد او د افغانستان داخلي عواید ټول، درې، درې واره او څلور، څلور واره پورته تللي دي.

په ټول هېواد کې یو کلیو متر پوخ سړک نه و،اوس موږ له ۵۵۰۰ کیلومترو زیات پوخ سړک لرو.

دا نن غرمه د ننګرهار د انکشافي شورا ګانو رييسان راغلي وو او دوی ډېره جالبه خبره راته وکړه، دوی ویل چې په ننګرهار کې داسې کلی نه دی پاتې چې هلته دې د بیا جوړونې او پرمتخګ کار نه وي شوی.

افغانسنان دوباره د خپل شناخت او هویت خاوند شو، پر دنیا یې بیرغ ورپېده، د عزت خاوند شو، د حکومت خاوند شو د نظام خاوند شو، د ملي خاوند شو. دا دردېدلې، ځورېدلې خاوره دوباره د ټولو افغانو کور شو، دا په لنډه توګه وه چې ومې ویل، نورې کامیابي هم ډېرې وې لکه معارف، مکتب او صحت.

اوس په ټول افغانستان کې کلینکونه شته، د پامیر غرو ته مو کلینک ورساوه چې د افغانستان په تاريخ کې هلته کلینک او ډاکټر نه و تللی، سیار کلینک مو وررسولی دی، سیار موټر له ډاکټرانو سره وررسیدلي دي ، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې مکتبونه جوړ شوي دي، حکومتي پوهنتونونه تر اولسو واوښتل، شخصي هم په کې جوړ شول.

اوه کاله مخکې د پوهنتونو محصلين درې یا څلور زره وو اوس اویا زرو ته رسيدلي دي. خو له دې سره سره موږ ډېر مشکلات هم درلودل، ناکامۍ مو هم درلودې، تر ټولو لوی مشکل او د افغانستان د خلکو تر ټولو لويه غوښتنه، په هېواد کې سراسري سوله او امن و چې رانغله.
یو کال دوه کاله کراري وه، بېرته د همسایه ګانو مداخلې شروع شوې، بېرته بربادي شروع شوه او د افغانستان په هغو سیمو او ولایاتو کې چې د پاکستان سره په همسایه توپ کې دي، هلته جنګ او دربدري شروع شوه، مکتبونه مو بېرته وتړل شول، ماشومان مو له مکتب نه و شړل شول، ميندې تهدید شوې، پلرونه تهدید شول، مشران مو شهیدان شول، علما مو شهیدان شول.
د ايتلاف قواوو، ناټو او تروریستانو تر منځ زموږ ډېر خلک وځپل شول، کورنه مو بمبارد شول، خلک مو بندیان شول، درد راپېښ شو، نو سراسري سوله مو ترلاسه نه کړه.


د ايتلاف قواوو، ناټو او تروریستانو تر منځ زموږ ډېر خلک وځپل شول، کورنه مو بمبارد شول، خلک مو بندیان شول، درد راپېښ شو، نو سراسري سوله مو ترلاسه نه کړه.

ترقي مو ترلاسه کړه، ژوند مو ښه شو، اقتصاد مو ښه شو. خو خپله اوله ارزو مو چې سوله ده ترلاسه نه کړه.

پوښتنه :
ښاغلی رييس جمهور ډېره زیاته مننه چې د خپلو لاسته راوړنو په اړه او دا چې به هېواد کې کوم کارونه شوي دي خبرې وکړې.
خو ستاسو د اوسني حکومت دوره لږه پاتې ده چې پای ته ورسيږي، تاسو خو ځان کاندید کړی، موږ هم د انتخاباتو د نتیجې په تمه یو، دا چې تاسو د دویم ځل لپاره بریالي کیږی یا نه.
غواړم په دې وپوهېږم چې، ستاستو د حکومت په اوه کلنه دوره کې داسې کومې لاسته راوړنې لری چې تاسو پرې ویاړی او ایا داسې څه شته چې تاسو پرې پښیمانه يئ؟

حامد کرزی :
هو! ویاړم پر دې چې زما د حکومت په اوه کلنه دوره کې افغانستان یو ځل بیا د ټولو افغانانو کور شو، د افغانستان بیرغ په ټول افغانستان کې رپي، د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه افغانان بېرته خپل وطن ته راستانه شول. د افغانستان شورا، د افغانستان د ملي وحدت څرګندوی دی. ټولې ډلې، ټولې مفکورې، ټول قومونه، د افغانستان ټولې ژبې دلته په ملي شورا کې راغونډ شوي دي، د افغانستان حکومت د دې څرګندوی دی، د هېواد اقتصادي وضع ښه شوه.
که تاسو وخت درلود او لوستلي مو وي، پرون د امریکا د (ای، ار، ای) ادارې يوه سروې خپره کړې وه، په هغه کې یې لیکلي وو چې ۶۳ په سلو کې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعه ښه شوې ده، سم نه پوهیږم چې ۶۳ په سلو کې يې لیکلي او یا تر هغې هم زیات چې د ښه راتلونکي په تمه دي، نو د افغانستان خلک د ښه ژوند خاوندان شول، د ښه صحت او تعليم خاوندان شول، د ښه سړک خاوندان شول او د ښه راتلونکي په تمه هم شول او زموږ خلک د ملي وحدت خاوندان شول چې ډېر ورته خوشحاله یم.

نور کارونه هم وشول، لکه د ادارې خاوندان شو، د حکومت خاوندان شو، د خپلې پېژندنې او بیرغ خاوندان شولو.
خو ځینې هیله مو پوره نه شوې، د افغانستان هغو سیمو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، ناامنۍ پیل شوې او دا نا امني د افغانستان شمالي سیمو ته رسیدلي دي، زموږ خلکو چې د سراسري سولې هیله درلوده، نه یو ورته رسیدلي، هم د طالبانو له خوا او هم د بهرنیانو له خوا چې د طالبانو پر ضد جنګېدل تلفات مو درلودل، ملکي تلفات مو درلودل. دا د افغانستان ستونزې دي، هيله مند یم چې په راتلونکي پنځو کلونو کې دا ستونزي حل کړو، که وروسته مو وخت راکه تفصیل به یې درته وړاندې کړم.


پوښتنه :

ډېره مننه رييس صاحب. په اوسني شرايطو کې داسې ښکاري چې د افغانستان او نړېوالې ټولنې تر منځ، په ځانګړي توګه هغه هېوادونه چې په افغانستان کې عسکر لري روابط اوس لکه نوک او اورۍ په شان شوي دي، یو بل سره تړل شوي دي. دوی دلته راغلي دي، دلته عسکر لري، اوس دلته نړیواله ټولنه شته، د تروریزم پرضد مقابله روانه ده. که تاسو د دوهمې دورې لپاره بیا وټاکل شئ، له دغو ملکونو سره د روابط لپاره تاسو څه ستراتیژي لرئ؟


حامد کرزی :
موږ خوشحاله یوو چې دوی له افغانستان سره مرسته کړې ده، موږ د دې مرستې ادامه غواړو، موږ د دوی له مرستې ډېره، ډېره مننه کوو. خو موږ په تېرو څلورو پنځو کلونو کې په دغه رابطه کې، زموږ د ملکي تلفاتو په باب، زموږ د کورنو د تالاشۍ او دا چې زموږ خلک یې بندیانول، څه د نظر اختلاف او تشنج موجود و.

په دې هلکه څو څو ځلې دوی سره ځیني تفاهماتو ته رسیدلي یوو، ځینی توافقاتو ته رسيدلي یو چې متاسفانه عمل نه پرې کیده.

له دتېر یو یو نیم دوو کالو کې دا رابطه پر دې مواردو کې د تشنج سره مخامخ شوله او موږ خپلې غوښتنې په صراحت ورته وویلې او هم مو دا مسایل مو مطبوعاتو ته راوویستل.

بیا پرې دې موضوع څه کار وشو او اوس د ملکی د تلفاتو به حصه کې، کورونو د تالاشۍ په حصه کې دهغه تفاهم او توافق له لورې چې تېر منی مو سر وکړ وضع څه بهتره شوې ده.
موږ په هېڅ صورت کې خپل ملکی تلفات نه منو او دا بیا هم په تکرار وایم چې د تروریزم په خلاف جنګ په افغانستان کې نه دی، دا جنګ نه زموږ په کورو کې دی، نه زموږ په کلي کې دی او نه زموږ د خلکو په ګرفتارۍ کې دی.


خو دا غواړو چې دا وضع نوره هم بهتره شي، موږ په هېڅ صورت کې خپل ملکی تلفات نه منو او دا بیا هم په تکرار وایم چې د تروریزم په خلاف جنګ په افغانستان کې نه دی، دا جنګ نه زموږ په کورو کې دی، نه زموږ په کلي کې دی او نه زموږ د خلکو په ګرفتارۍ کې دی.

دا جنګ د تروریزم په ځالو کې دی، په تربیتګاه کې دی او د دوی د تمویل په ځای کې دی چې هغه له افغانستان څخه بهر دی او اوس ثابته هم شوه، نو موږ له دنیا سره رابطه غواړو، خو په دغه رابطه کې موږ خپل شرایط لرو.
شرایط مو دا دی چې د افغانستان کور، بچی، ميندې، ښځې دې په دې کې خوندي وي.

موږ هېڅ کله په دې خوا نه بدوو چې زموږ عسکر شهید شي، یا مو پولیس شهید شی او یا د امنيت کسان شهیدان شي. زموږ میندې چې خپل بچي، عسکرو ته یا پولیس ته ورکوي، که شهید شي خوا نه بدوي.

خو زموږ میندې په دې خوا بدوي چې هغه زوی یې چې په دفتر کې دی، خاوند یې او لور یې چې نا امنه وي، نو موږ د خپل ملکي خلکو په تلفاتو او په ازار خوا بدوو او د دې بندېدا غواړو.

دوهم: موږ غواړو چې په افغانستان کې افغان حکومت واکمن وي ورسره موازي حکومت بل نه وي. خارجیان دې دلته زموږ د میلمنو او همکار په توګه ژوند وکړي، د دوی ګټې موږ په نظر کې نیسو او دوی دې زموږ ګټې په نظر کې ونیسي او دا ربطه ټینګه ورسره غواړو، د دوی موجودیت زموږ په خیر دی، موږ دوستي ورسره غواړو او ټینګه یې ورسره غواړو.
نو که انشاء الله په انتخاباتو کې کامیاب شوم او د افغانستان ولس رایه راکړه، موږ به خارجیانو سره، خصوصاً له امریکا سره ورو ورو په هغه توافقاتو غریږو دا اقدامات به کوو او بل د سولې لپاره به زموږ لومړنی اقدام وي چې په ټوله خاوره کې سراسري سوله راشي او دا سوله به له طالبانو سره، د حرب اسلامي سره د افغانستان دلویې جرګې د راغوښتو د لارې وشي ترڅو د افغانستان ټول ملت په کې حاضر وي او پر طالبانو او حزب اسلامي غږ وکړي چې د دې خاورې بچیان دې خپلې خاورې ته راشي او تر خپل قانون لاندې، تر اساسي قانون لاندې، د دې خاورې د دين، عنعنې او رسم او رواج سره سم ژوند وکړي او دې خاورې ته امن راوړئ.
د سراسري سولې د راتګ لپاره به لویه جرګه را وغواړم چې په کې په اسلامي حزب او طالبانو ته هم بلنه ورکړو

په دې کې اوس امریکا راسره موافقه ده او په دې اړه مو د سعودي عربستان له حکومت سره خبرې هم کړي دي، خادمين الحرمین الشریفین سره مو هم خبرې کړي دي او دا به زموږ اول اقدام وي، په هر قیمت چې وي دې خاورې ته به سوله راولو انشاء الله تعالی، له انتخاباتو وروسته.
دوهم اقدام به مو دا وي چې د پاکستان سره مو رابطه همدې سولې په باب لا ښه شي او اعتماد مو ډېر شي او د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن جرګه چې اوله یې دوه کاله مخکې په کابل کې جوړه شو، دوهمه به انشاء الله تر انتخاباتو وروسته ژر په اسلام اباد کې جوړوو چې دا پروسه هم ګړندۍ شي او ټینګه شي.

موږ به نړۍ سره هم په ټولو اړخو کې روابط ولرو،خصوصا د امریکا سره، د اسلامي نړۍ سره، او همسایه ګانو سره به مو رابط قوي شي، یعنې په دا دوو کلو کې دازموږ اختلاف د نظر د دې معنی نه درلوده چې موږ دوی سره رابطه نه غوښته، موږ رابطه غوښتله او اوس یې هم غواړو، خو غوښتل مو چې داسې یوه رابطه ولرو چې په هغې کې د افغانستان عزت او ژوند خوندي وي او دنیا سره هم داسې رابطه چې د دوی منفعت په افغانستان کې او دوی سره زموږ منفعت پر یو ښه اساس بنا شوی وي.

پوښتنه :

مننه رييس صاحب، تاسو مخکې وویل او تل مو دا یادونه کړې چې د تروریزم پر ضد جنګ په افغانستان کې نه بلکې له افغانستان څخه بهر دی. په دې وروستیو څو میاشتو کې جنګ نه یوازې په افغانستان کې زور اخیستی بلکې د ډیورنډ د کرښې پورې غاړې پاکستان کې هم زیات شوی دی، ستاسو په نظر د دې علت څه دی یو؟ بله دا چې ایا داسې کومه نړیواله ستراتیژي چې موږ ترې خبر یوو، په منطقه کې وجود لري چې پیاده شي، که په دې اړه مو څه معلومات راکړل ؟

حامد کرزی :
له بده مرغه هغه حالت چې په پاکستان کې دی، له درېو لسیزو راپه دېخوا وه چې د پاکستان د ځینو کړیو له خوا افراطیت هڅول کېدل، او هغه افراطیت افغانستان ته رالېږل د هرې غوښتنې لپاره چې وه د افغانستان لپاره یوه غټه بدبختي وګرځېده.
غواړم یادونه وکړم چې، هېڅ کله افغانستان کې سراسري امن نشي راتلای ترڅو چې پاکستان کې د تروریزم ځالې له منځه لاړې نه شي.

دا تشویق او هڅونې په خپله پاکستان کې هم کېدلې او په پای کې مو اغېزې هلته هم ولیدې او له بده مرغه د ډیورنډ ته نږدې سیمو کې مو وليدل او د پاکستان پښتانه په کې اغېزمن شول چې د هغو دمصیبت باعث شو.

په ورستیو جنګونو کې د سوات ۳ میلونه اوسیدونکی مهاجر شول، ښوونځي یې وتړل شول او ځینې یې وران شول، نږدې ۸۰۰ قومي مشران په کې ووژل شول، ۸۰ زره هغه نجونې چې ښوونځیو تلې، له زده کړې څخه بې برخې شوې.
هیله من یو چې هغه ښې اړیکې چې د پاکستان له حکومت سره لرو او د وضعې په اړه پوه دي، په دواړو هېوادونو کې د ورونو په څېر د افراطیت پر ضد ګډې هڅې وشي څو موږ دواړه له دغو حوادثو څخه په امن کې شو.

افغانستان نه غواړي چې بېرته شاته لاړ شي، افغانستان غواړي چې له پاکستان یې یو ځای همکاري وکړي چې د افراطیت او ترویزم مخه ونیسي، څو هم افغانستان په امن کې وي او هم پاکستان.

غواړم یادونه وکړم چې، هېڅ کله افغانستان کې سراسري امن نشي راتلای ترڅو چې پاکستان کې د تروریزم ځالې له منځه لاړې نه شي، روزنیز مرکزونه یې له منځه ولاړ نشي او د پاکستان دولت یو ځای له موږ سره د دغو په ورکولو کې مرسته ونه کړي او نړیواله ټولنه په دې اړه موږ سره ريښتنی مرستې ونه کړي.

افغانستان دې همکارۍ ته چمتو دی او ريښتیني همکارۍ ته چمتو دی او موږ حاضر یو چې قیمت یې هم ورکړو.


پوښتنه :

د ګاونډیانو په اړه خبرې کوو، غواړم یوه بله پوښتنه په دې اړه وکړم، هغه دا چې، نړیوال ځواکونه، په ځانګړي توګه امریکایانو د ګاونډیانو پر وړاندې سخت عسکل العمل هم ښودلی خصوصا د ایران پر وړاندې، ځکه د ایران او امریکا تر منځ وضع مخ په خرابېدو ده. که چېرې تاسو بیا واک ترلاسه کړﺉ، ګاونډیانو سره د ستونزو د هوارولولپاره کوم ځانګړی پلان لري او کنه؟

حامد کرزی :


په وروستیو اوو کلنو کې زموږ بله لویه بریا د ناټو، امریکا تعادل ساتل له ګاونډیانو سره په ځانګړي توګه ایران سره وه. دا تعادل مو د خپلې پالیسۍ په صراحت او د خپلې دوستۍ په صداقت سره ساتلی دی.

هم د امریکا له حکومت سره ښکاره دا خبرې وکړې چې ایران زموږ ګاونډی دی، دین مو سره یو دی او ژبه مو هم سره یوه ده او په زرګونو کلونو راپه دېخوا ګډ ژوند مو سره درلوده، څو چې ژوند وي افغانستان او ایران به ګډ ژوند سره ولري، نو موږ نه شو کولای چې دا اړیکه د نورو اړیکو لپاره له منځه یوسو، ځکه دا اړیکه د دوو مسلمانو ورونو ګاونډیانو ترمنځ اړیکه ده او دې ته به دوام ورکوو.

خپل ورور هېواد ایران ته مو هم دا څرګنده کړه چې موږ د ایران او امریکا تر منځ د ښو اړیکو غوښتونکي یوو او د امریکا شتون په افغانستان کې د افغان په ګټه دی نه د ایران په تاوان او افغانستان د امریکا مرستو ته اړتیا لري او له امریکا سره ټینګه سټراټیژکې اړیکې د افغانستان په ګټه دی او کیدای شي د ایران په ګټه هم وي.

دا چې موږ له امریکا سره د دې اړیکو غوښتونکي یوو، په دې خبرو کې ریښتنولي او صراحت موجود و، او دا ددې سبب وګرځېد چې دواړوه هېوادونه د افغانستان موقف وپېژني او په خپلو کې سره جوړ راشي.


افغانستان خپلې اړتیاوې لري، جیوپوليټیک شرايط لري، د هغه له مخې به نړۍ سره اړیکې ولري، تعریف یې داسې دی چې، موږ د سیمې د زړه په شان یو، له ګاونډیانو سره دوستي غواړو او په هر قیمت یې غواړو، په سیمې کې ازاد تجارت او اړیکې غواړو او د ټولو په ګته یې غواړو.
په عین حال کې له اسلامي نړۍ سره ښې اړیکې لرو، په ځانګړي توګه له سعودي عربستان سره ښې او نېږدې اړیکې لرو، امریکا سره یوه سټراتیژیکه اړیکه غواړو او اساسي یې غواړو، ځکه موږ په تېرو دوو کلونو کې د ملکي تلفاتو په اړه ځینې اختلافات درلودل، دا خبرې واضع شوې، مطبوعاتو ته هم راووتلې. خو دا په دې معنی نه وه چې زموږ اړیکې کمزورې شوې وې، ځکه د دې اړیکو تهداب قوی دی او زه غواړم چې له امریکا سره مو دا اړیکې نورې هم ټینګې شي. نو هم له امریکا او د نړۍ له هر هېواد سره ټنګې اړیکې غواړو او د ادامې غوښتونکي يې هم یو، له ګاونډیانو سره هم د دوستۍ ټنیګې اړیکې غواړو او د ټولو په خیر او ګټه بولو.


پوښتنه :

د همسایه ګانو حالت کله کله په افغانستان باندې هم اغېزه لري، داسې شایعات موجود دي چې په افغانستان کې به هم د انتخاباتو په نتیجه کې، د ایران د انتخاباتو په څیر ځیني سیاسي بحرانونه رامنځته شي، فعلا تاسو د افغانستان د دولت د مشر په حیث په دې باره کې څه اندېښنه لرئ او که نه؟

حامد کرزی :

نه زه په دې اړه هېڅ اندېښنه نه لرم، د افغانستان خلک دې په بېغمه زړه، په اطمینان، ټول هغه خلک چې کارټونه لري او سن یې د رای ورکولو لپاره پوره وي، انتخاباتو کې دې ګډون وکړي. په دې انتخاباتو کې چې د افغانستان ولس څومره پرا خ ګډون وکړي هومره د افغانستان په خیر دی. په دې انتخاباتو سره به افغانستان د ثبات یو نوې پړاو ته ورشي. په دې خاوره کې به یو نوی تحرک پیدا شي او د سولې وخوا ته به په دې انتخاباتو سره اقدامات لا ګړندي شي .

نو زما غوښتنه له ټولو افغانانو څخه ، هغوی چې په امنو سېمو کې دی او هغوی چې په ناامنو سېمو کې دی که طالبان دي که هر څوک دي دا ده :
چې وروڼو خویندو د خدای روی وګورﺉ او ددې موقع څخه ډېره لویه استفاده وکړﺉ.

په ځانګړې توګه طالبانو ته وایم چې خلک هم پرېږدﺉ چې رایې ورکړي او خپله هم راشۍ په انتخاباتو کې برخه واخلۍ او دا خاوره د امن او ثبات خواته بوځۍ .
په ځانګړې توګه طالبانو ته وایم چې خلک هم پرېږدﺉ چې رایې ورکړي او خپله هم راشۍ په انتخاباتو کې برخه واخلۍ او دا خاوره د امن او ثبات خواته بوځۍ .


نو زه په دې برخه کې هېڅ اندېښنه نه لرم په انتخاباتو کې چې هر څوک کامیاب و د افغانستان ملت به یې نتېجه مني او له هغ سره به ملګرتیا کوي نو زه په دې برخه کې هېڅ تشویش نه لرم ، هېوادوال دې مطمین وي چې انتخابات به خیر ترسره شي او دوی دې په کې پراخ ګډون وکړي.
د دوی هره رایه د افغانستان د ثبات او ترقۍ په ګټه ده ، او دا هېواد به د سوکالۍ او پرمختګ په لورې بیايي .
دوی دې ددې وړو وړو پېښو په اړه اندېښنه نه کوي، وروسته له انتخاباتو به انشاالله په هېواد کې کراره کراري شي، ډاډه دې رايې ورکړي .

د هر افغان رایه خپل ارزښت لري ، حیاتي ارزښت لري ، هر کاندید ته یې چې خوښه وي رایه دې ورکړي .

پوښتنه:

ستاسو د انتخاباتي کمپاین په دوران کې داسې شیاعات رامنځ ته شوې چې تاسو د مختلفو ډلو او اشخاصو سره د مختلفو څوکیو ژمنه کړې. زه دا نه شم ویلی چې دا شایعات څومره رېښتیا دي ، خو که بیا ولسمشر انتخاب شۍ دا وعدې پوره کولای شۍ ؟

حامد کرزی :

موږ په تېرو کلونو کې په افغانستان کې یوه ډېر لوی بریالیتوب درلود چې هغه د هر افغان بریالیتوب و، هغه بریالیتوب دا و چې افغانستان د هر افغان کور شو. نن د افغانستان د پامیراتو توردیا خان سناتور دی ، اول ځل دی د افغانستان په تاریخ کې چې راغلی دی . نن د افغانستان ټول خلک ځانونو تر یو بل زیات افغانان بولي ، هغه که د هر قوم دي، د هر ګوټ دي او که د هرې سېمې دي. که اجازه راکړﺉ زه به تاسو ته یوه کېسه وکړم :

داسې لس شپې د مخه ما ته د کونړ خلک راغلي و، له دوی څخه یو تن پورته شو او په داسې روانه او ښه پښتو یې راته شروع وکړه چې فکر دې نه کاوه دا به دده مورنۍ ژبه نه وي. ویل یې :

ریس صیب، زه چې کله ملي سرود اورم او دا خپل بچیان راسره ناست وي نو احساس ددې وکړم چې زه ولې په کې نه یم ؟
ما ترې وپوښتل څنګه؟
هغه ویل:
زه د یو وړ قوم یم ، چې د ګوارو قوم نومېږي او په افغانستان کې یې ښايي ډېر خلک و نه پېژني په کونړ کې یې ځینې خلک پېژني د ګوارو یا کوهستانیانو په نوم مشهوره یوو ، هلته په کونړ کې د پښتنو سره نېږدې پراته یو او ډېر ښه ژوند ورسره لرو. په ژبه هم دا دی ګوري چې ورسره پوهېږو، خو موږ خپله ګواري ژبه لرو او زما ډېره دا هېله ده چې د ګوارو د قوم نوم هم د افغانستان په ملي سرود کې راشي.
دا ماته ډېره ښکلې خبره وه ،دا دا معني لري چې د افغانستان هر قوم ، هر سړی ، که کوچنۍ دی که غټ دی ، که په کابل کې دی که په هرات کې دی که په کندهار کې دی ، که په پامیر کې دی ، که په کونړ کې دی که په فاریاب کې دی ، که په بادغیس کې دی ، که په خوست کې دی .... او که د افغانستان په بل هر ګوټ کې دی ځان ددې خاورې خاوند بولي .او د افغانانو همدا احساس زموږ تر ټولو لوی بریالیتوب دی .

نو خدای دې وکړي چې زه د افغانانو په رایو بیا ولسمشر شم ، نو زه به لویه جرګه راغواړم او دغه د ګوارو د قوم نوم به د افغانستان ملي سرود ته ورزیاتوو، او بل کوم قوم یې کې غواړي د هغوی هم .

په تېرو اوو کلونو کې زما د حکومت کامیابي په دې کې وه چې ټولو افغانانو ځان په دې حکومت کې ولېده. ځان یې په شورا کې ولېد ، په سنا کې یې ولېد او ټول سره کیناستل. ټوپک یې وغورځول ، شخړې یې یوې خواته کړې .

د هر قوم او هر مفکورې خویندې وروڼه راغلل ، ان له بهره خلک راغلل هلته یې کارونه پرېښودل چې دلته د شورا وکیلان شي. نو دا ډېره لوی بریالیتوب دی زه به د مشارکت لارې ته ادامه ورکوم ،زه دا د افغانستان په حکومت کې د ټولو افغانانو ګډون لا تقویه کوم . څو چې هر افغان او ددې خاورې هر وګړی ددې احساس وکړي چې زه ددې خاورې یم .
زه په دې تېرو اوو کلونو کې کې بیا بیا پر دې تورن شوی یم چې دا مصلحتونه ډېر کوي ، بلکل يې کوم ، د افغانستان د خیر او ګټو لپاره مصلحت کوم، د افغانستان د امن او ورورولې لپاره مصلحت بالکل کوم. که بیا ضرورت وي بیا یې کوم ، که زور وار ضروروت وي زر وار یې کوم دا زه ددې هېواد په خیر بولم .


دا په دې معنې نه ده چې چا ته،یاګوندونو ته خاص ځای ورکوو ، بلکې دا د ګډون معامله ده ، دا د افغانستان د جوړې معامله ده ، او هغه افراد به دلته د افغانستان له هر قوم او هرې شاخې څخه راځي چې توان ولري . قدرت ولري او کار وکړی شي .

ګوره وروره ، زه په دې تېرو اوو کلونو کې کې بیا بیا پر دې تورن شوی یم چې دا مصلحتونه ډېر کوي ، بلکل يې کوم ، د افغانستان د خیر او ګټو لپاره مصلحت کوم، د افغانستان د امن او ورورولې لپاره مصلحت بالکل کوم. که بیا ضرورت وي بیا یې کوم ، که زور وار ضروروت وي زر وار یې کوم دا زه ددې هېواد په خیر بولم .

پوښتنه :

وروستۍ پوښتنه مې دا ده کرزی صیب ، چې که چېرې تاسو بیا هم د پنځو کلونو لپاره انتخاب شۍ نو فکر کوم د افغانستان اساسي قانون د د ریمې دوری اجازه نه درکوي زه نه پوهېږم چې تاسو اوس څوکلن یۍ ، خو که شل کاله وروسته تاسو خپل کور کې ناست یۍ او خپلې سترګې پټې کړﺉ د افغانستان څه ډول یو تصویر وینۍ؟

حامد کرزی :

زه اوس یو پنځوس کلن یم .

شل کاله وروسته به افغانستان له اوس څخه ډېر یو پرمختللی هېواد وي ، د ډېر ارام ژوند خاوند به وي، هغه ماشومان چې اوس پنځه کلن دي دوی به شل کاله وروسته پنځه ویشت کلن وي ، دوی به په یو ډېر ارام افغانستان کې ژوند ولري. داسې یو افغانستان به وی چې له اوس نه په ډېره مرفع وي، څوک به بهر ته د علاج لپاره د تلو اړتیا نه پیدا کوي ، داسې افغانستان به وي چې هر څه به خپل لري ، داسې افغانستان به وي چې نړ ۍکې به ښه نوم لري خلک به يې د پرمختللو هېوادونو د وګړو په شان بهر ته د سیاحت لپاره ځي ، د کار خلک به ولري ځوان مسلکي کدرونه به ولري ، هر څه به زیات وي ، سړکونه به پاخه وي ، او یو د ډیمکراسۍ څښتن اباد او سوکاله هېواد به وي. ښه ادره به ولري ، قانون به په کې حاکم وي او ادري فساد به ورک وي .
XS
SM
MD
LG