د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۴

نړۍ

په فیلیپین کې په وروستۍ زلزله کې د مړو شویو شمیر زیات شو

د فیلپین له طبیعي پیښو سره د مبارزې دولتي ادارې نن چهارشنبې وویل چې په دې هیواد کې د وروستۍ زورورې زلزلې له امله د مړو شویو شمیر۲۶ ته لوړشوی. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د دغې زلزلې له امله چې د سې شنبې د ورځې ناوخته د سیبوټاپوته نژدې وشوه او قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۹ ثبت شوی، ۱۴۷ کسان ټپیان شوي او په تول فیلپین کې لږترلږه ۲۲ ودانۍ ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.

اسوشیتید پرس آژانس د یوشمیرچارواکو له قوله د وژل شویو کسان شمیر۳۱ ښیي او وایي فیلیپن چې د آرام سمندرپه خواکې پروت دی، یو د نړۍ له هغو هیوادونو دی چې اکثره وختونه پکې د زلزلې په ګډون نورې طبیعي پیښې ډیرزیانونه اړوي.

په سنا کې ډیموکراټانو د مالي کال د بودیجې د غزولو لایحه ردکړه

د امریکا په سناجرګه کې ډیموکراټانو د فدرالي بودیجې د غزیدو لایحې ته منفي رایه ورکړه چې په دې سره یې دولت د بندیدو لارې ته سیخ کړ. د سې شنبې په ورځ د سناجرګې غړیو د فدرالي بودیجې هغه لایحه د ۵۵ مثبتو او ۴۵ منفي رایو سره ردکړه چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال بودیجه یې د څو نورو اونیو لپاره غزوله. د امریکا مالي کال پرون سې شنبې د سپټمبرپه دیرشمه پای ته ورسید. د دې لپاره چې دغه لایحه په سناجرګه کې تصویب شي، د دې جرګې د ۶۰ غړیو مثبتو رایو ته یې اړتیا درلوده. دغه اقدام داسې مهال کیږي چې ډیموکراټانو ګواښ کړی چې که جمهوریپال ولسمشرډونالډ ټرمپ د روغتیا پالنې په برخه کې د دوی غوښتنو ته غاړه کښینږدي نو دولت به له دیوالي کیدو سره مخ کړي.

وسله والو په کوټه کې د پوځ پر مرکز برید کړی

د سپتمبر ۲ -۲۰۲۵ په کوټه کې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل- ارشیف
د سپتمبر ۲ -۲۰۲۵ په کوټه کې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل- ارشیف

د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن د امنیتي سرتیرو پر مرکز په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوې دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي وویل چې لومړی د موټر بم چاودنه د پوځ له مرکز سره وشوه بیا یوشمیر وسله والو تر دې چاودنې وروسته پر پوځي اډې برید وکړ.

د بلوچستان روغتیا وزیر بخت کاکړ رویټرز اژانس ته وویل چې په لسو وژل شویو کسانو کې د پوځیانو ترڅنګ ملکیان هم شته او درې دیرش تنه نور ټپيان شوې دي.

د ښځینه کرکټ نړیوال جام نن پیلیږي

د استرالیا کرکټ لوبډله، د تیر جام ګټونکې-ارشیف
د استرالیا کرکټ لوبډله، د تیر جام ګټونکې-ارشیف

د ښځینه کرکټ لوبغاړو نړیوال جام نن د هند او سریلانکا په کوربتوب پيلیږي.

د هند په ګوهاټي کې د اسام په کرکټ لوبغالي کې د پيل تر مراسمو وروسته د هند او سریلانکا لوبډلې سره مخامخیږي.

د پنځوس اورونو په دې اتلولۍ کې د کوربه هیوادونو ترڅنګ، د استرالیا، بنګله دیش، انګلستان، نیوزیلنډ، پاکستان او جنوبي افریقا لوبډلو برخه اخیستې ده.

هر ټیم به له بل سره مسابقه وکړي او په اخره کې به څلور مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبې ته ووځي. پایلوبه به بیا د نومبر په دوهمه ترسره شي.

امریکا په لسګونو ایرانیان له خپلې خاورې اخراج کړي

د امریکا او ایران بیرغونه
د امریکا او ایران بیرغونه

نیویارک ټایمز نن( د ډسمبر دیرشمه) راپور ورکړ چې د امریکا متحد ایالتونو شاوخوا سل ایرانیان له خپلې خاورې ایستلي.

ورځپاڼې د دوو ایراني چارواکو په وینا چې په خبرو کې ښکېل وو ا د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې له موضوع باخبره دی، دا راپور ورکړی دی.

د راپور له مخې د متحد ایالتونو یوې چارټر الوتکې د دوشنبې په ورځ له لوزیانا څخه دا کسان انتقال کړل چې تمه ده نن به د قطر له لارې ایران ته ورسیږي.

رویټرز اژانس د نیویارک ټایمز په وینا لیکلي چې دا کسان د واشنګتن او تهران ترمنځ وروسته له څو میاشتو خبرو اترو ایستل شوې دي او داسې خبرې د دواړو لوریو ترمنځ معمول نه دي.

دغه اژآنس ویلي دي چې تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې قضیې په تړاو د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې ټول غیرقانوني کډوال به له خپل هیواده وباسي.

ټرمپ او نتنیاهو د غزې جګړې د پای ته رسیدو پر سر هوکړې ته ورسیدل

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو ګډ کانفرانس
په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنیاهو ګډ کانفرانس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې د غزې جګړې د پای ته رسیدو د طرحې پر سر هوکړې ته رسیدلي.

تراوسه معلومه نه ده چې حماس به دغه شراېط ومني او که نه، هغه ډله چې د امریکا او اروپایي ټولنې د ترهګرو په لست کې ده.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د غزې جګړې د پای ته رسېدو او له جګړې وروسته جګړه ځپلي فلسطین کې د یوه حکومت د جوړېدو لپاره یوه شل مادییزه طرحه وړاندې کړه.

په دغې طرحه کې دا هم راغلي چې د جګړې له پای ته رسیدو سره سم به " د ثبات ساتلو لپاره لنډمهاله نړیوال ځواکونه" هم ځای پر ځای شي.

طرحه کې د یوه موقت حاکمه پلاوي جوړښت هم شامل دی چې مشري به یې ولسمشر ټرمپ کوي او د بریتانیا پخوانی صدر اعظم ټوني بلېر هم په کې دی.

طرحه کې له دواړو لورو د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسیدو او د برمته شویو د خلاصون غوښتنه شوې ده.

په هوکړه کې د حماس ډلې د بې وسلې کېدو شرط هم راغلی دی.

یوهان وادفول: د روسیې تحرکاتو ته ( پریکنده او سنجول شوی) غبرګون ښیو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د روسیې د وروستیو تحریک کوونکو فعالیتونو په وړاندې د " ارامۍ" غوښتنه کړې ده.

وادفول نن دوشنبه د پولنډ پلازمینې وارسا ته تر روانېدو مخکې ویلي، د روسیې دغو تحرکاتو ته باید " پریکنده او سنجول شوی" غبرګون وښودل شي.

د جرمني، پولنډ، فرانسې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران په وارسا کې داسې مهال جرګه کیږي چې روسیي الوتکو په وروستیو کې په پولنډ او استونیا کې د ناټو هوایي حریم ته ننوتلې.

د جرمني خبري اژانس د ښاغلي وادفول په حواله لیکلي" مونږ یو د بل څنګ کې ولاړ یو، خپله ارامي مو ساتلې او اجازه نه ورکوو چې نانندرۍ د زیاتېدو خواته ولاړې شي."

دغه جرمن چارواکي په ورته وخت کې ویلي، دوی چمتو دي هر ډول ګواښ دفع کړي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې پر اوکراین د برید پر مهال د روسیې ګڼ شمېر بې پيلوټه الوتکې د پولنډ خاورې او بیا د ناټو هوایي حریم ته ننوتلې.

هغه مهال د لومړي ځل لپاره د ناټو متحدانو او د پولنډ هوایي ځواکونو دغه الوتکې نسکورې کړې.

په امریکا کې یوه بریدګر ۲ کسان مړه او ۸ نور ټپیان کړي

د میشیګن یوې کلیسا کې ډزې شوي او اور هم لګېدلی
د میشیګن یوې کلیسا کې ډزې شوي او اور هم لګېدلی

د امریکا په مېشیګن ایالت په یوه کلیسا کې په ډزو سره لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پېښه د «تاوتریخوالي وبا» یاد کړې ده.

د پولیسو یوه مشر ویلیم ریني رسنیو ته ویلي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک دی.

د دغه چارواکي په خبره پولیسو تر پېښې اته دقیقې وروسته بریدګر په یوه پارکنګ کې هدف وګرځاوه.

پېښه د مورمون په کلیسا کې شوې او رسنۍ راپور ورکوي چې په سیمه کې اور هم لګېدلی.

پر ایران بیا د ملګرو ملتونو بندیزونه پيل شول

د تهران انقلاب میدان
د تهران انقلاب میدان

د ایران له اټومي پروګرام سره تړلي ټول بندیزونه بېرته په دغه هېواد له سره پیل شول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه چې د ایران او د نړۍ د اټومي قدرتونو تر منځ د یوه تړون په اساس ځنډېدلي وو تر یوې لسیزې وروسته بېرته پیل شول.

د پاسني تړون دریو لاسیکوونکو اروپايي هېوادونو فرانسې، جرمني او بریټانیا په یوه ګډ بیان کې ایران ته خبرداری ورکړ چې له پاروونکو کارونو لاس واخلي.

هند او پاکستان نن د آسیايي جام په فاینل لوبه کې سره مخامخ کېږي

د هند او پاکستان لوبډلې د سپټمبر په ۱۴مه د آسیايي جام په مخکینۍ لوبه کې هم سره مخ شوې
د هند او پاکستان لوبډلې د سپټمبر په ۱۴مه د آسیايي جام په مخکینۍ لوبه کې هم سره مخ شوې

په پام کې ده چې د کرکټ د آسیایي جام په فاینل کې نن هند او پاکستان لوبه سره وکړي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو د ډوبی د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دې جام د پیل په پړاو او وروسته د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې د پاکستان او هند لوبډلې دوه ځلې سره مخامخ شوې چې دواړه ځلې پاکستان ماتې وخوړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG