د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۹

افغانستان

د انګورو اډې لاره له دوه کلن ځنډ وروسته یوځل بیا پرانیستل شوه

د انګورو اډې لاره پکتیکا ولایت د خیبرپښتونخوا له جنوبي وزیرستان سره نښلوي.
د انګورو اډې لاره پکتیکا ولایت د خیبرپښتونخوا له جنوبي وزیرستان سره نښلوي.

د افغانستان او خیبرپښتونخوا ایالت ترمنځ د انګورو اډې له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه بیا پیل شوه..

د نېشن ورځپاڼې د پاکستان د لوژستیک ادارې NLC په حواله راپور ورکړ چې په یوه بیان کې یې ویلي، د حکومت د دې پالیسۍ په اساس چې غواړي سرحدي ټرمینلونه پراخ کړي او د قومي مشرانو غوښتنو ته په پام پریکړه وشوه چې د انګورو اډې دروازه پرانیستل شي.

نوموړې ادارې ویلي دي چې د طالبانو حکومت او پاکستان د روان کال په جولای میاشت کې موافقه وکړه چې دا لاره به خلاصوي.

د انګورو اډې لاره چې د پکتیکا ولایت او جنوبي وزیرستان ترمنځ پرته ده له نژدې دوو کلونو راهیسې بنده وه.

په افغانستان کې د شري ناروغۍ پرضد د واکسین د ملي کمپاین لپاره چمتووالی روان دی

بادغیس ولایت- د شري په ناروغۍ اخته ماشومه (آرشیف)
بادغیس ولایت- د شري په ناروغۍ اخته ماشومه (آرشیف)

د طالبانو حکومت په هېواد کې د شري د ناروغۍ پرضد د واکسین د کمپاین لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي، د دې ساري ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسیناسیون د ملي کمپاین غونډه نن ترسره شوه چې د طالبانو پر چارواکو سربېره د روغتیا د نړیوال سازمان او د م. م د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یونیسف استازو هم ګډون پکې درلود.

په بیان کې راغلي چې د شري پرضد د واکسین ملي کمپاین به د هېواد په ټولو ولایتونو کې په دوو پړاوونو کې او هرځل په ۱۷ ولایتونو کې ترسره شي.

په بیان کې د دې کمپاین د پیل نېټه نه ده ښودل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO د روان کال په اپریل میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه زیاتې شوې دي.

افغانستان ته د هوايي شرکتونو الوتنې بیرته پیل شوې

د ترکیش ایرلاین، فلای دوبۍ او کام ایر هوايي شرکتونو اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲مه، افغانستان ته خپلې عادي الوتنې بیا پیلوي.

د کام ایر هوايي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نن څخه به یې الوتنې له پلان سره سم ترسره شي.

همدارنګه ترکیش ایرلاین او فلای دوبۍ په خپلو رسمي وېب‌پاڼو کې خبر ورکړی چې د دوی الوتکې به نن غرمه د کابل په هوایي ډګر کې کښیني.

تر دې وړاندې د آریانا افغان هوايي شرکت د چهارشنبې په ماښام اعلان کړی و چې "الوتنې به یې له همدې شپې څخه دوبۍ او جدې ته بیا پیل شي".

دا پروازونه وروسته له هغه ودرول شول چې د دوشنبې په ماښام، په ټول افغانستان کې انټرنېټي او مخابراتي شبکې د ۴۸ ساعتونو لپاره پرې شوې.

د طالبانو ویاند: هغه راپورونه ردوي چې د انترنیټ د بندیدو د علت په اړه د ده له قوله ورکړل شوي دي

AFGHANISTAN-TALIBAN-INTERNET-BAN
AFGHANISTAN-TALIBAN-INTERNET-BAN

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه رد کړي چې د انټرنېټ د ۴۸ ساعته بندېدو لامل یې یاد کړي دي او ویلي یې دي چې تر اوسه په دې اړه هېڅ رسمي دریځ نه دی غوره شوی.

تر دې مخکې اسوشیتد پرس په یوه راپور کې د طالبانو د ویاند له خولې ویلي و چې د انټرنېټ د بندېدو لامل د نوري بایبر د کیبلونو زړښت دی.

خو ذبیخ الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ده له قوله ورکړل شوی خبر سم نه دی.

د دوشنبې له ورځې چې په ټول افغانستان کې تېز انترنیټ پرچاو شوی، د طالبانو مسولو چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د نوري فایبر د بندیدو په اړه ویلي و چې دا کار یې د منکراتو د مخنیوي لپاره کړی دی.

په افغانستان کې د انترنیټ بندېدو پراخ غبرګونونه وپارول او خلکو د هغو کړاوونو او مالي تاوانونو یادونې وکړې چې د انترنیټ د بندېدو په درو ورځو کې دوی ته رسیدلي.

د سره صلیب او سره میاشت فدراسیون: لسګونه زره افغان زلزله ځپلي بې سرپناه دي

د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون (IFRC) خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ختیځ لسګونه زره زلزله ځپلې کورنۍ لا هم بې سرپناه دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د IFRC او شریکانو له خوا یې ملاتړ شوی، تر اوسه نژدې ۹۰ زره کسانو ته د بیړنیو روغتیایي خدمتونو، سرپناه، خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې رسولې دي – خو اړتیاوې خورا سترې دي.

د سره صلیب او سره میاشت فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې روغ پاتې شوي خلک د سخت ژمي له ننګونو سره مخامخ دي.

دغه بنسټ وایي، د ژمي له رانژدې کېدو سره سره لسګونه زره کورنۍ په زلزله‌ځپلو سیمو کې سرپناه نه لري.

زلزلې چې د کونړ او ننګرهار ولایتونه یې سخت ځپلي او ګاونډي لغمان او نورستان ولایتونه یې هم اغېزمن کړي، تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژلي او تر ۸۰۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ کړي یا زیانمن کړي دي. په لرې پرتو غرنیو سیمو کې ټول کلي له منځه تللي دي. تر ۱.۳ میلیونو زیات کسان په مستقیم یا غیرمستقیم ډول اغېزمن شوي او ګڼې کورنۍ اوس هم په خیمو، لنډمهالو سرپناه‌وو او یا تر خلاص آسمان لاندې ژوند کوي.

متحده عربي اماراتو افغان زلزله ځپلو ته نوره مرسته واستوله

متحده عربي اماراتو د افغانستان د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو ته نورې بشري مرستې ولېږلې. له دې مرسشتو سره افغان زلزله خپلو ته د متحده عربي اماراتو ټولې مرستې تر درې زره او ۶۸۱ ټنه واوښتې. د اماراتو په مرستو کې خوراکي توکي، موقتي استوګنځایونه او طبي وسایل شامل دي.

د اماراتو دولتي خبري آژانس (وام) د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دغه مرستې د افغانستان د ختیځو ولایتونو زرګونو اغېزمنو کورنیو ته رسول شوي دي.

دا د اماراتو د بشري مرستو درېیم پېټی دی چې له زلزلې وروسته د افغانستان ختیځ ته استول کېږي. دغه هېواد تر دې وړاندې د ژغورنې یو ټیم هم زلزله‌ځپلو سیمو ته استولی و.

متحده عربي امارات د نړۍ له هغو ګوته په شمېر هېوادونو څخه دی چې د افغانستان په ختیځ کې له وروستي زلزلې وروسته یې د نظامي او ملکي الوتکو له لارې د مرستو لېږد پیل کړی دی.

په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې ټکانونه بیا احساس شول

کونړ
کونړ

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه صفر و، پرون مازدیګر د افغانستان د ختیځ زلرله ځپلې سیمې یو وار بیا ولړزولې.

د زلزله پېژندنې د ویبپاڼې، واکانو ډیسکوري د راپور له مخې، د دې زلزلې، چې په ځايي وخت د مازدیګر په ۴ بجې او ۱۲ دقیقې وشوه. مرکز د جلال اباد ښار د شمال په ۶۳ کیلومترۍ کې په نورستان ولایت کې د مځکې تر سطحې ۱۲ کیلومتره لاندې و.

د تېرې میاشتې تر شپږ ریښتره زیاتې زلزلې په کونړ کې تر ۲ زره ډېر کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل. له هغه مهاله پهدې سیمه کې پر له پسې زلزلې کېږي.


په ایران کې سږ کال له ۱۰۰۰ اعدام شویو څخه ۵۸ افغانان دي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د سې شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۲۵ کال په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي چې لږ تر لږه ۵۸ افغانان هم په کې شامل دي.

هغوی دا لړۍ د «بې‌سارې اعدامونو» په توګه وغندله او ویې ویل چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

کارپوهانو، چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بینټ هم پکې شامل و، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «په ایران کې د اعدامونو پراخوالی حیرانوونکی دی او د ژوند د حق جدي سرغړونه ښيي. یوازې په تېرو اوونیو کې په اوسط ډول هره ورځ نهه کسان په دار ځړول شوي، چې دا ډول اعدامونه د انساني حقونو د منل شویو معیارونو خلاف ترسره کېږي.»

دوی ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه په ثبت شويو اعدامونو کې ۵۷ افغان نارینه او یوه افغان ښځه شامل دي.

د هغو اکثره د مخدرو موادو اړوند جرمونو او وژنو په تورونو او ورپسې د امنیتي تورونو او جنسي تیریو په قضیو کې د لاس لرلو له کبله اعدام شوي دي. یوازې د نشه‌يي موادو د جرمونو له امله لږ تر لږه ۴۹۹ کسان اعدام شوي دي، چې دا شمېر د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ ترمنځ د کلنیو ۲۴ تر ۳۰ قضیو پرتله خورا لوړ دی.

په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د نشه‌يي موادو اړوند جرمونو لپاره په پراخه کچه د مرګ سزا خورا د اندېښنې وړ ده.»

کارپوهانو زیاته کړه چې د نړیوالو قوانینو له مخې د مرګ سزا باید یوازې «تر ټولو جدي جرمونو» لپاره وکارول شي، چې مانا یې د قصدي فتل قضیې دي. «د نشه‌يي موادو جرمونه دې کچې ته نه رسېږي.»

کارپوهانو همداراز وویل چې د ایران اعدامونه زیاتره پر حاشیه‌يي ټولنو اغېز کوي، په ځانګړي ډول د قومي لږکیو پر کورنیو، چې د خپلو عزیزانو له اعدام وروسته خپلې محدودې شتمنۍ لکه کورونه او کرنیزې ځمکې له لاسه ورکوي.

د کانګریس غړي ټیم بروچیت د انټرنیټ بندېدا د افغانانو پر حقونو تېری وباله

د امریکا د کانګریس غړي ټیم بروچیت د طالبانو له لوري په افغانستان کې د انترنیټ بندېدا د افغانانو پر اساسي حقونو بې رحمانه تېری بللی دی.

بروچیت، په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازي مایکل جي والڅ ته په یوه لیک کې ویلي چې طالبانو د انترنیټ په بندولو مخالف غږونه غلي کوي، افغانستان انزوا ته بیايي، او له زده کړو څخه افغان ښځې او نجونې محروموي.

ده همداراز ویلي چې دا اقدام نه یوازې افغانستان لا ویجاړوي، بلکې د سیمې بې ثباتۍ ته لمن وهي، او د امریکا ملي امنیتي ګټې له خطر سره مخامخوي.

د طالبانو له لوري د انترنیټ پرچاوي، د ملګروملتو په شمول د ګڼو ټولنو او عامو افغانانو له انتقاد سره مخامخ شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان: د انترنیټ بندېدا د افغانانو بشري کړکېج نور هم زیاتوي

د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د انټرنټ عمومي بندیز وغانده او هغه یې «یو غیرمسئولانه اقدام» وباله چې د هېواد بشري کړکېچ نور هم ژوروي او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د بخښنې ړ نړیوال سازمان د جنوبي آسیا سیمه‌ییزې مشرې، سمریتي سینګ، ویلي: «په ټول هېواد کې د طالبانو له‌خوا د انټرنټ بندول یو غیرمسوولانه اقدام دی چې د بشري مرستو پر رسولو، روغتیایي خدمتونو او نورو حیاتي خدماتو پراخ منفي اغېز کوي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې افغانستان له څو بشري کړکېچونو سره مخامخ دی چې نژدې نیمایي وګړي یې اغېزمن کړي دي.»

هغې زیاته کړه چې اړیکې او معلوماتو ته لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري، او د طالبانو دا پرېکړه د معلوماتو پر ازاد بهیر فشار لا پسې زیاتوي، څو نړۍ د روانو سرغړونو څخه ناخبره پاتې شي.

سینګ خبرداری ورکړی چې دغه بندیز تر ټولو ډېر افغان ښځې او نجونې زیانمنوي؛ هغه کسان چې لا هم له شپږم ټولکي پورته زده‌کړې محرومې دي او ډېرې یې یوازې د انلاین زده‌کړو له لارې خپلو درسونو ته دوام ورکوي. هغې ټینګار وکړ: «دغه بندیز د هغوی د زده‌کړې وړتیا ګډوډوي او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.»

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG