د مهدي انصاري د اعتراف ویډیو ته د رسنیو د ملاتړ سازمانونو له پراخو غبرګونونه سره هم مهاله، یو شمېر هغه افغان خبریالان چې مخکې د طالبانو حکومت بندیان کړي، ادعا کوي چې دوی هم د طالبانو لهخوا د جبري اعترافونو کولو ته اړ شوي دي.
دغو خبریالانو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې طالبان د جبري اعترافونو په اخیستلو سره هڅه کوي پر رسنیو فشار راوړي او خبریالان له کار کولو منع کړي.
یوه خبریاله چې تازه د طالبانو له بنده خوشې شوې، خو د موضوع د حساسیت له امله یې ونهغوښتل نوم ازادي راډیو ته وویل:
طالبانو غوښتل چې موږ ومنو چې د دوی پر ضد مو تبلیغ کاوه. رواني او فزیکي فشارونه دومره زیات وو چې ډېری کسان مجبورېدل هغه خبرې وکړي چې هېڅ یې نه وې کړي.د طالبانو له زندانه یوه تازه خوشې شوې افغان خبریاله
هغې زیاته کړه: «هغوی زه اړ کړم چې په یو سند لاسلیک وکړم چې پکې لیکل شوي وو ما له یوې بهرنۍ رسنۍ سره کار کړی، حال دا چې ما هېڅکله له کومې بهرنی رسنۍ سره کار نه و کړی.»
یو بل خبریال چې ده هم ونهغوښتل نوم او غږ یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ادعا وکړه، سره له دې چې له یوې کورنۍ ورځپاڼې سره یې کار کاوه، طالبانو بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور ونیوه او وروسته یې د جبري اعتراف کولو ته اړ کړ.
دغه خبریالان زیاتوي چې د دغو جبري اعترافونو خپرول نه یوازې د بیان ازادي تر پوښتنې لاندې کوي، بلکې په خبره یې د دوی کورنۍ هم له ګواښ او فشار سره مخ کوي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د یو افغان خبریال مهدي انصاري، چې د تېر کال د میزان میاشتې په ترڅ کې د طالبانو لهخوا د دشت برچي په سیمه کې نیول شوی او د طالبانو لومړۍ محکمې «د طالبانو پر ضد تبلیغ» په تور یو نیم کال بندي کړی، د اعتراف یوې تازه ویډیو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
په دې ویډیو کې هغه ویلي چې له بهرنیو رسنیو سره یې همکاري درلوده.
موږ هڅه وکړه د د دغه اعتراف په اړه د مهدي انصاري له کورنۍ سره خبرې وکړو، خو بریالي نه شو.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ملاتړي سازمانونو د مهدي انصاري جبري اعتراف اخیستل او خپرول له قضايي اصولو او د خبریالانو له حقونو سرغړونه بللې ده.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسؤلې سمیې وليزاده، ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:
«د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو دغه کار د عادلانه محاکمې له اصولو او د دغه خبریال له حقونو ښکاره سرغړونه بولي او غندنه یې کوي. دا ورځ بلې ته د رسنیو د ځپلو او د خبریالانو د محدودولو د بهیر یوه برخه ده چې د رسنیو د حرفوي کار او د هېواد د وګړو د حقونو لپاره جدي خطر رامنځته کوي.»
نوموړې زیاته کړه چې دا مهال لږ تر لږه شپږ خبریالان د کابل، غزني او پروان په ولایتونو کې د طالبانو په بند کې دي، او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې ژر تر ژره ټول بندي خبریالان خوشې کړي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان هم د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په دوهمه، په یو اعلامیه کې د طالبانو دا کار د بشري حقونو، د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب د اصل ښکاره نقض بللی، او د مهدي انصاري او نورو بندی خبریالانو د بې شرطه او ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په اعلامیه کې دغه شان د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او د رسنیو د ازادۍ له ملاتړو ادارو غوښتي چې د افغانستان د خبریالانو د بېځایه نیونو، د دوی پر وړاندې د فشارونو او ورنه د جبري اعترافونو د اخیستلو د پای ته رسېدو لپاره بېړني او جدي اقدامات وکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلو، خو ویاند یې ذبیحالله مجاهد، د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.
خو طالبانو تل ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دي، او هېڅ خبریال د خپل رسنیز فعالیت له امله نه دی نیول شوی.
هغه ادعا چې تل د خبریالانو او د بیان د ازادۍ او بشري حقونو د ملاتړ سازمانونو لهخوا رد شوې ده.