نړۍ
پنځه سویسي پولیس ټپیان شوي

د سویس په جنوا ښار کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۵ پولیس ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي اړ شول چې په لاریونوالو یې اوښکی بهوونکی ګاز او اوبه وشیندي.
لاریونوال د غزې د بحري کاروان په ملاتړ راوتلي وو خو وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښتل چې په جنوا کې یې د ټرافیکو بهیر په ټپه ودراوه. پولیسو ادعا کړې چې لاریونوالو شیان غورځول او ملکیتونو ته یې زیان رساوه.
د لاریون کوونکو شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته رسېده.
اسراییلي ځواکونو پرون سلګونه هغه فعالان ونیول چې په شاوخوا ۴۰ کښتیو کې د غزې د محاصرې د ماتولو په هدف غزې تړانګې ته نږدې شوي وو.
په نیول شویو کې مشهوره فعاله ګریتا تونبرګ هم شامله ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
فلسطیني چارواکي وايي چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره اسراییل بمباریو او حملو ته دوام ورکوي

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي د حملو د درولو لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سره په غزې ښار کې د اسراییلو حملې روانې دي.
د دې ادارې ویاند محمود بسال فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په غزه کې بېګانۍ شپه ډېره سخته تېره شوه او اسراییلو لسګونه بمبارۍ او د توپونو حملې وکړې.
په غزه کې لږ تر لږه اویا کسان یواځې د جمعې په ورځ په بریدونو کې وژل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر اسراییلو غږ وکړ چې سمدستي پر غزې بمبار ودروي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې حماس د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.
ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې لیکلي، اسراییل باید پر غزې بمباري سمدستي ودروي ترڅو یرغمل شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره خوشې شي.
که څه هم حماس پرون ماښام د ټرمپ د شل فقره يي پلان ځینې برخې ومنلې خو د وسلو د کېښودو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.
ایران اوه نور بندیان چې په سیاسي او امنیتي دلایلو محکوم شوي وو، اعدام کړل

د ایران قضا نن سهار د اوو نورو سیاسي او امنیتي بندیانو د اعدام حکمونه تطبیق کړل.
د ایران د قضا د خبري آژانس میزان د راپور له مخې شپږ اعدام شوي هغه کسان دي چې تجزیه غوښتونکي او د خوزستان په خرمشهر ښار کې د تروریستي حملو تنظیموونکي بلل شوي. د دې کسانو نومونه تراوسه نه دي اعلان شوي. میزان ویلي دي چې دوی خپل جرمونه منلي وو. د میزان د خبر له مخې دې کسانو له اسراییلو سره هم اړیکي درلودل.
د میزان د خبر له مخې اووم تن یو کرد دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت پلوه سني دیني عالم ماموستا شیخ الاسلام د وژنې په تور نیول شوی دی.
د دې کسانو د محاکمې جریان نه دی خپور شوی او د بشري حقونو ډلو بیا بیا د ایران پر حکومت د تورنو کسانو له حقونو د سرغړونو له کبله انتقاد کړی.
پاکستان وايي، د غزې د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان د اسلامي هېوادونو له طرحې سره توپیر لري

پاکستان وايي د غزې د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر پلان د اسلامي هېوادونو له وړاندیز سره سمون نه لري.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار نن پارلمان ته په وینا کې وویل کوم پلان چې ټرمپ په روانه اونۍ کې اعلان کړ له هغه شل فقره یې طرحې چې سره چې د څو اسلامي هېوادو مشرانو د سپټمبر په ۲۲مه هغه ته وړاندې کړه توپیر لري.
دې ډلې اسلامي هېوادونو ټرمپ ته وړاندیز کړی و، چې اسراییلي ځواکونه باید په بشپړ ډول له غزې څخه وځي په داسې حال کې چې د ټرمپ په اعلان شوې طرح کې د اسراییلو د قسمي وتلو خبره شوې څو په نتیجه کې یې د حماس ډلې له خوا برمته شوي اسراییلي وګړي خوشې شي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف مخکې د ټرمپ د سولې پلان ستایلی و.
مانچسټر کې د پروني برید عامل د بریتانیا تبع دی، دوه مشکوک کسان نیول شوي

د بریتانیا پولیس وایي، منچسټر کې د یهودانو پر یوه عبادتځای برید کوونکی سوریایي الاصله بریتانوی دی.
دغه کس پرون پنجشنبه پر دغه عبادتځای برید کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل.
برید کوونکي، چې د پولیسو له خوا وژل شوی، د عبادتځای مخې ته پر عبادت کوونکو موټر وخيژوه او وروسته یې پر یوه امنیتي ساتونکي د چړې ګزار کړی دی.
پولیس وایي، پيښه ترهګریزه وه او په تړاو یې لږ تر لږه دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي دي چې د برتانیا ټولو کنیسو ته اضافي ځواکونه استول شوي څو د یهودانو ټولنه د امنیت احساس وکړي.
اروپایي ټولنې دغه برید غندلی دی.
د برتانیا په مانچستر ښار کې د یهودانو عبادتځای ته نژدې درې کسان وژل شوي دي

د برتانیا په مانچسټر ښار کې د یهودانو د یوه عبادتځای (کنیسې) مخې ته په ډزو درې کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په وژل شویو کې مشکوک بریدګر هم شامل دی چې پولیسو په ډزو ویشتلی.
د برتانیا پولیسو ویلي چې بریدګر لومړی یوشمېر پلي کسان تر موټر لاندې کړل او بیا یې یو امنیتي ګارډ په چاړه وواهه.
دا پېښه د “کیپور په ورځ” چې د یهودانو په کلیز کې له ډېرو مهمو جشنونو څخه دی شوې ده.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي دي چې د برتانیا ټولو کنیسو ته اضافي ځواکونه استول شوي څو د یهودانو ټولنه د امنیت احساس وکړي.
د اسراییل سفارت په یوه بیان کې د دې پېښې له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د مانچسټر له یهودي ټولنو او برتانوي چارواکو سره په تماس کې دی او وضعیت له نژدې څاري.
د اوکراین ولسمشر د روسیې د راتلونکو سرغړونو په اړه اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړ

د اوکراین ولسمشر نن اروپايي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې روسیه دا توان لري چې د دې لویې وچې د هر هېواد هوايي حریم تر پښو لاندې کړي.
ولودیمیر زیلینسکي د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډې ته په وینا کې وویل، د جګړه ځپلي اوکراین کارپوهان د روسیې د احتمالي سرغړونو د مخنیوي لپاره له اروپايي هېوادونو سره مرستې ته چمتو دي.
ښاغلي زیلینسکي وویل چې که روسیه دا جرات لري چې پر پولنډ توغندويي برید وکړي یا د شمالي اروپا د هېوادو هوايي حریم ته ننوځي، دا کار په بل هر هېواد کې هم کولای شي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې اروپايي مشران که په لویدیځ کې دي که جنوب کې، یوه چټک او اغیزمن غبرګون او داسې یوه دفاعي ځواک ته اړتیا لري چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو مخه ونیولای شي.
اسراییلو د فلسطینيانو د خواخوږو فعالانو کشتۍ د مدیترانې په سمندرګي کې درولې دي

اسراییلي ځواکونو په مدیترانې سمندرګي کې د هغو ګڼو کشتیو مخه نیولې ده چې د بشري مرستو د یوه پروګرام په ترڅ کې غزې ته روانې دي.
هغې خیریه ټولنې چې د غزې له اوسېدونکو سره د خواخوږۍ په پار یې دا پلان جوړ کړی د اسراییلو دا کار غیرقانوني بللی دی او د یونان له حکومت څخه یې غوښتي چې د دې کشتیو د مجموعې امنیت تضمین کړي.
د برتانیا حکومت ویلی چې د اسراییلو د دې اقدام له کبله خورا زیاته اندېښنه لري. د برتانیا د بهرنیوچارو وزارت نن په یو بیان کې وویل چې اسراییلو ته یې دا خبره په ډاګه ویلې ده چې دا مسئله باید په سم ډول حل شي.
اسپانیا د دې اقدام په خاطر د اسراییلو استازی احضار کړ او اسټرالیا له ټولو اړخونو غوښتي دي چې په دې مسئله کې ښکېلو کسانو سره سم چلند وکړي.
اسراییلو ویلي دي چې د فلسطینيانو د خواخوږو فعالانو د کشتۍ سورلۍ به د اروپا ته ډیپورټ کړي.
د دې پلان تنظیموونکو چې په کشتیو کې یې غزې ته د مرستې مواد او دارو درمل بار کړي ویلي چې د دوی نورې کشتۍ لاهم د فلسطیني قلمرو پر لور روانې دي.
امریکا وايي، پر قطر برید پر واشنګټن برید ګڼي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا متحد ایالتونه به پر قطر هر ډول وسلهوال برید د واشنګټن پر وړاندې ګواښ وبولي او د خلیج دې هېواد ته به امنیتي تضمینونه ورکړي.
په یوه اجرایي فرمان کې چې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د تلې/ میزان په ۷ مه نېټه لاسلیک کړی، راغلي: «د قطر پر وړاندې دوامدارو ګواښونو ته په پام، د امریکا د متحدو ایالتونو تګلاره د هر ډول بهرني برید په وړاندې د دې هېواد د امنیت او مځکنۍ بشپړتیا تضمینول دي.
په فرمان کې ویل شوي: «امریکا به د قطر پر قلمرو، حاکمیت یا حیاتي بنسټونو هر ډول وسلهوال برید د امریکا د سولې او امنیت پر وړاندې ګواښ وګڼي.»
فرمان زیاتوي: که پر دوحه برید وشي، امریکا به « د دیپلوماتیکو، اقتصادي او که اړتیا وي پوځي اقداماتو په شمول د امریکا او قطر د ګټو د دفاع او د سولې او ثبات د بېرته راوستلو لپاره هر راز قانوني او مناسب اقدامات وکړي.»
دغه اجرایي فرمان وروسته له هغه لاسلیک شو چې د وږي/ سنبلې په ۱۸ مه د اسراییل جنګي الوتکو د قطر په پلازمېنه کې پر یوې ودانۍ برید وکړ او د حماس د توندلارې ډلې د مشرانو استوګنځي او د هغوی د کورنیو غړي یې په نښه کړل.
په ایران کې سږ کال له ۱۰۰۰ اعدام شویو څخه ۵۸ افغانان دي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د سې شنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۲۵ کال په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي چې لږ تر لږه ۵۸ افغانان هم په کې شامل دي.
هغوی دا لړۍ د «بېسارې اعدامونو» په توګه وغندله او ویې ویل چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
کارپوهانو، چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بینټ هم پکې شامل و، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «په ایران کې د اعدامونو پراخوالی حیرانوونکی دی او د ژوند د حق جدي سرغړونه ښيي. یوازې په تېرو اوونیو کې په اوسط ډول هره ورځ نهه کسان په دار ځړول شوي، چې دا ډول اعدامونه د انساني حقونو د منل شویو معیارونو خلاف ترسره کېږي.»
دوی ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه په ثبت شويو اعدامونو کې ۵۷ افغان نارینه او یوه افغان ښځه شامل دي.
د هغو اکثره د مخدرو موادو اړوند جرمونو او وژنو په تورونو او ورپسې د امنیتي تورونو او جنسي تیریو په قضیو کې د لاس لرلو له کبله اعدام شوي دي. یوازې د نشهيي موادو د جرمونو له امله لږ تر لږه ۴۹۹ کسان اعدام شوي دي، چې دا شمېر د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ ترمنځ د کلنیو ۲۴ تر ۳۰ قضیو پرتله خورا لوړ دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «د نشهيي موادو اړوند جرمونو لپاره په پراخه کچه د مرګ سزا خورا د اندېښنې وړ ده.»
کارپوهانو زیاته کړه چې د نړیوالو قوانینو له مخې د مرګ سزا باید یوازې «تر ټولو جدي جرمونو» لپاره وکارول شي، چې مانا یې د قصدي فتل قضیې دي. «د نشهيي موادو جرمونه دې کچې ته نه رسېږي.»
کارپوهانو همداراز وویل چې د ایران اعدامونه زیاتره پر حاشیهيي ټولنو اغېز کوي، په ځانګړي ډول د قومي لږکیو پر کورنیو، چې د خپلو عزیزانو له اعدام وروسته خپلې محدودې شتمنۍ لکه کورونه او کرنیزې ځمکې له لاسه ورکوي.