د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۰

کابل کې د کافي شاپونو او رستورانونو ښځینه مراجعینې کمې شوي


کابل کې یو رستورانت، ارشیف
کابل کې یو رستورانت، ارشیف

د کابل ښار د ځینو رسټورانتونو او کافي شاپونو مسؤلین وایي د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا په عمومي ځایونو کې د ښځو پر ازاد تګ راتګ د محدودویتونو زیاتېدو یې پر کار او بار منفي اغېزې کړې دي.

د کابل د شهرنو سیمې د یوه کافي شاپ یا قهوه خانې مسؤل وایي د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د محتسبینو لخوا د ښځو او نجونو د "نیولو" له امله له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې یې کار او بار کمرنګه او په خبره یې د ښځینه پېرېدونکو شمېر یې په بې ساري ډول کم شوی دی.

له کوم وخته چې محدودیتونه پرې ډېر شوي، ستونزې یې زیاتې دي، مخکې مو چې څنګه پلور درلود، اوس هغسې نه لرو
د کافي شاپ یوه مسوله

ده چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې خپل او د قهوه خانې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د پلور برخه د ښځو لخوا مدیریت کېږي، ښځې حضوري هم راتلې، انلاین هم فرمایش راکوي، خو له کوم وخته چې محدودیتونه پرې ډېر شوي، ستونزې یې زیاتې دي، مخکې مو چې څنګه پلور درلود، اوس هغسې نه لرو او د تېر په شان په ښار او بازار کې هم ښځې ډېرې نشته، طبعاً پر پلور او د دوی پر تګ راتګ یې منفي اغېز کړی."

دی وایي چې اوس اړ دی چې قهوې یا ځینې ځانګړې کورنۍ شیرینیانې په انلاین ډول وپلوري او د خلکو تر کورونو یې ورسوي چې په خبره یې، په دې سره یې کار لاجنجالي شوی دی.

د کابل د قلعه فتح الله سیمې د یوې بلې قهوه خانې مسؤل چې ده هم د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په دې برخه کې یې له تېر یو نیم کال راهیسې په زرګونه ډالر پانګونه کړې چې په خبره یې تر دې مخکې یې د نارینه وو په پرتله کورنۍ او ښځینه پېردونکې ډېرې وې، خو وایي چې اوس د طالبانو لخوا په دې وروستیو کې د نجونو او ښځو نیولو په اړه خپرو شویو وېډیوګانو او راپورونو یې دا پېرېدونکې وېرولي او رسټورانتونو او چای او قهوه خانو ته یې د دوی تګ راتګ کم کړی دی.

ده وویل"خلک له دې اوسنیو شرایطو چې په هېواد کې روان دي، په زړه کې وېره او وحشت لري، نو موږ اوس انلاین کار ډېر کړی ځکه چې د خلکو حضور کم شوی، خصوصا د ښځو راتګ فعلاً زښته زیات کم شوی دی، واقعا دې شرایطو د کافه خونو او رسټورانتونو پر کار ډېر منفي اغېز کړی دی، زموږ غوښتنه له حکومت (طالبانو) دا ده چې یو څه دې شرایط اسانه کړي، خلک دې ژوند او کار ته پرېږدي، پر دوی ژوند نه سختوي، ځکه د ټولو خلکو هیله یې همدې کار او بار او د هېواد راتلونکي ته ده."

دوی وایي اوس یې د تېر په پرتله کار او عاید دومره کم شوی چې حتی په میاشت په اسانه نه شي کولای د خپلو رسټورانتونو او قهوه خانو کرایه او د خپل کارکوونکو تنخواګانې پوره کړي.

یوازې دوی نه، بلکې حتی هغه مېرمنې هم د ورته وضعیت ادعا او شکایتونه کوي چې په خبره یې، کافي شاپ یې د ښځو لخوا یوازې ښځینه وو او نجونو ته ځانګړی و.

څوک جرات نه کوي چې راووځي یا کافي خانې ته راشي
د یوه کافي شاپ مسوله

د کابل د درېیمې ناحیې اړوند پل سرخ سیمې د یو کافي شاپ یوې ښځینه مسؤلې د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط وویل: "په داسې حال کې چې زما په قهوه خانه کې هېڅ نارینه نشته او ټولې پېرېدونکې مې هم ښځینه وې، خو له هغه وخته چې ښځې د حجاب په دام (پلمه) له رسټورانتونو او کافي خانو ټولوي، له هغه مهاله هېڅ پېرېدونکې نه لرم، څوک جرات نه کوي چې راووځي یا کافي خانې ته راشي."

دې مېرمنې وویل چې تر دې وړاندې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، خو وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت له دندې لیرې کړه، د خپلې اته کسیزې کورنۍ د نفقې ګټلو لپاره یې د مېرمنو لپاره یو ځانګړی کوچنی کافي شاپ جوړ کړی دی.

د قهوه خانو او رسټورانتونو دا مسؤلین داسې وخت دا ډول ادعاګانې او شکایتونه مطرح کوي چې په دې وروستیو درې اوونیو کې د کابل له بېلابېلو سیمو لکه شهرنو، خیرخانه، پل سرخ، کوټې سنګي، دشت برچي او ګڼو نورو سیمو نه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو لخوا د بشپړ حجاب نه مراعتولو او محارمو نه لرلو په تور د لسګونو ښځو او نجونو د نیولو، بندي او نغدي جریمه کولو راپورونه خپاره او حتی پر خواله رسنیو داسې وېډیوګانې هم خپرې شوې چې په کې یو شمېر ښځې طالبانو ته د ژړاګانو او زاریو پر مهال په کې لیدل کېږي.

خو ازادي راډیو د دې وېډیوګانو دقیق وخت او ځای په خپلواکه توګه نه شي تأییدولی.

که څه هم د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر دې راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې ځینو نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې دا ادعاوې رد کړې وې او ټینګار یې کړی و چې دوی یوازې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د حجاب په اړه پیل کړیو کمپاینونو کې ښځو او نجونو ته په عامه ځایونو کې توصیې کوي.

خو دې راپورونو په نړیواله کچه د ځینو هېوادونو، ملګرو ملتونو او د ښځو او بشري حقونو ځینو سازمانونو سخت غبرګونونه هم راپارولي وو.

د یادونې ده چې له دې مخکې ځینو کابل مېشنو نجونو او ښځو هم ازادي راډیو سره خبرو کې په وار - وار ادعاوې وکړې چې د طالبانو د حکومت لخوا د حجاب او محرم نه لرلو په "پلمه" نیول، لنډ مهالې بندیانې او نغدي جریمه شوې دي.

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیزونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دوی پر فعالیتونو او ازاد تګ راتګ، تفریحي ځایونو، پارکونو او له محرم پرته له لیرې واټن سفرونو راوګرځولې، همدې رسټورانتونو او قهوه خانو ته له خپلو کورنیو او ملګرو سره تګ راتګ ورته تر ټولو لویه او یوازنۍ تفرېح پاتې وه چې دا هم پرې له څه مودې راهیسې محدوده کړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG