د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۸

د طالبانو حکومت: د نجونو پر زده کړو د محدودیت ختمولو لپاره شرعي جواز ته اړتیا ده چې دیني عالمان قانع شي


په داسې حال کې چې په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیت لا هم خپل ځای دی د طالبانو حکومت ویاند وايي، په دې مسله لا هم کار روان دي تر څو کره شرعي جواز ترلاسه شي.

ذبیح الله مجاهد پرون شنبه د اګسټ ۱۶ مه طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون ته ویلي:"د خوېندو عفت مهم دی، د هغوی تګ راتګ هم ارزښت لري. له شرعي اړخه باید کره جواز ترلاسه شي، څو ديني عالمان قانع کړو. "

خو له زده کړو راګرځول شوې یو شمېر نجونې ټینګار کوي چې زده کړې د دوی انساني او اسلامي حق دی او په اسلامي شریعت کې د نجونو له زده کړو سره هیڅ ډول مخالفت نشته.

په ټولو اسلامي کتابونو کې په واضح ډول راغلي چې د علم زده کړه پر هر مسلمان نارینه او ښځې فرض دی، او هره ښځه حق لري چې د نارینه وو غوندي زده کړې وکړي


د دغه نجونو له ډلې یوې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او په لوړو زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته اوس په یوه دیني مدرسه کې تدریس کوي ازادي راډيو ته یې وویل:"زه د مدرسې د یوې ښوونکې په توګه ویلی شم چې په قران عظیم الشان او نورو ټولو اسلامي کتابونو کې په واضح ډول راغلي چې د علم زده په هر مسلمان نارینه او ښځې واجب ده، او هره میرمن حق لري چې د نارینه وو په شان زده کړې وکړي، هڅه وکړي او یو مقام ته ورسیږي."

یوه بله نجلۍ چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو مخکې د نهم ټولګي زده کوونکې وه او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو په پلمه دوی له تیاره راتلونکې سره مخ کړي دي:"د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو د بندیز څلور کاله وشول، هغه نجونې چې باید اوس ډاکترانې شوې وايي د کورونو په تیاره کونجونو کې ناستې دي، هغه نجونې چې ټاکل شوې وه ښوونکې شي، اوس واده شوي دي او د دوه یا درې اولادونو مورګانې دي. "

د نجونو د زده کړو د شرعي جواز په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې داسې مهال دي چې له دې وړاندې ګڼ شمېر دیني عالمانو او د اسلامي همکاریو سازمان په وار وار د نجونو په زده کړو د اسلامي فریضې په توګه ټینګار کړی او د دې محدودیت د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د زده کړو د حقونو یو شمېر فعالان او دیني عالمان وايي طالبان د شرعي مسایلو په پلمه په حقیقت کې د نجونو د زده کړو مانع شوي دي.

د زده کړو د برخې فعال او اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې غړي یې فضل هادي وزین ازادي راډيو ته وویل:"اصلي خبره داده چې اسلام امارت یعنې طالبان، د نجونو په وړاندې د زده کړو د دروازو د پرانستلو لپاره هیڅ برنامه نه لري، او دوی چې هر څه وايي دا یوازې پلمې دي، دوی د نجونو د زده کړو د دوام اراده نه لري، که چېرې دا اراده وای په تېرو څلورو کلونو کې به یو پرمختګ شوی وايي، د دې لپاره به یو کمیسیون جوړی شوی و خو هیڅ کار ونه شو، دا یوازې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي."

په افغانستان کې د نجونو په زده کړو د طالبانو د بندیز پرېکړه له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې او ان د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په ګډون یو شمېر طالب چارواکو د نجونو د زده کړو د حق ملاتړ کړی او دا بندیز یې بې بنسټه بللی دی.

خو له دې هر څه سره سره د طالبانو حکومت تر اوسه په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی، او ادعا یې کړې په افغانستان کې یې د شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي کړي دي، داسې مهال چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له رسېدو وروسته یې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG