د افغانستان په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د یوې ادارې کارکوونکې ده چې وايي د دوی په کار محدودیتونه خورا شدید شوي دي، چې هم یې د دوی چارې او هم اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر ستونزو سره مخ کړی دی.
دې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم، د ادارې نوم او مشخص کاري ادرس خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه چې ان اوس دوی له کوره کار کولو ته اړې شوې دي:
«زه چې په کومه برخه کې کار کوم هغه د ښځو د ژوند د اقتصاد پیاوړي کول دی، چې اکثره بې سرپرسته او کونډې ښځې په تر پوښښ لاندې نیسي، خو تازه بیا دا څو ورځې کېږي چې کاري سیمو او ولسوالیو ته د ښځینه وو کارکوونکو پر تګ بندیز لګېدلی، دوی (طالبان) وایي چۍ د ښځو فعالیت دې بالکل نه وي، د دولت د کسانو لخوا اجازه نه راکول کېږي چې ساحې ته ورشو، موږ څو ورځې مخکې یوې ولسوالۍ تللي وو چې کونډو ښځو سره مو د مرستو سروې وکړه خو د هغې ولسوالۍ والسوال وویل چې بیا تاسو ښځینه کارکوونکې رانه شئ، دې ختیځ کې خلک چې زلزلو ځپلي، دغو مرستو ته ډېره اړتیا لري.»
دا وايي کوي چې اوس د دوی پر ادارې ډونرانو (بسپنه ورکوونکو) مالي مرستې درولي دي.
په دې حوزه کې د یوې نړیوالې مرستندویه ادارې یوه ښځینه کارکوونکې هم ورته شکایت مطرح کوي او له نړیوالو غوښتنه کوي چې د عامو او اړمنو افغانانو د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره دې د دوی غږ واوري.
دې هم په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل:
«دلته اوسې ښځې یوازې په روغتیایي یا بشري برخه کې کار کولای شي خو هغه هم په ډیرو زیاتو محدودیتونو او ستونزو کې، دلته د ښځو کار ته ډېره اړتیا ده ځکه ښځې د نارینه وو په پرتله په سمه توګه کولای شي نورو (اړمنو) ښځو ته کار وکړي، ځکه ټولنه مو دودیزه ده، خو ښځې زیاتو ستونزو سره مخ دي، که ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي، دا به یوازې د دوی پر فردي ازادۍ نه، بلکې د ټولنې پر اقتصاد، پرمختګ او روغتیا هم منفي اغېزې ولري، نړیوال دې د افغان ښځو غږ واوري او هڅه دې وکړي چې دلته پر ښځو د لګول شويو بندیزونو لرې کېدو کې مرسته وکړي.»
دغه شان په غزني ولایت کې د ملګرو ملتونو د یوې بلې ادارې اړوند د یوې نړیوالې موسسې کارکوونکې بیا وویل چې وړاندې یې دې ادارې سره کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې د هېواد په ختیځه حوزه کې کار کاوه خو د په خبره یې د طالبانو د محدودیتونو له امله اړوندې ادارې خپل پلانونه پلي نه کړای شول چې په پایله کې ډونرانو پرې بودجه بنده او دوی بې دندو شول:
دې هم د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
«مخکې د همدې ستونزو له امله چې دولت نجونو ته د کار اجازه نه ورکوله، ډونرانو وویل چې که نجونو ته اجازه نه ورکوي نو نارینه وو سره هم کار نه کوي، بیا زموږ پروژې بندې شوې او دفتر ځواب کړم، زه په کور کېناستم او د خپلې کورنۍ یوازینی کس وم چې مالي ملاتړ مې ترې کاوه، بیا زه مجبوره شوم چې همدا زموږ د دفتر اړوند غزني ولایت کې یو پوسټ ته اپلای وکړم، هلته کامیابه شم، خو وروسته دا ډېره سخته وه چې کور دلته او زه تر هغه ځای سفر وکړم، ځکه لاره کې ستونزې دي، بې له محرمه اجازه نشته، ډېر تشویشونه یې راته پیدا کړل، تر اوسه مې هلته کار کاوه خو نور دا ستونزې نه شم زغملای، اوس مې پرېکړه کړې چې دا دنده هم پرېږدم.»
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې شکایتونو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو په تعلیم، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو پراخ محدودیتونو ولګول او دوی یې په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو راوګرځولې.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې ځینو نړیوال ادارو لکه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) هم په وار -وار په افغانستان کې د بشري وضعیت د بدتره کېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیزونه د نړیوالو ډونرانو لخوا پر دوی د بودجې د کمېدو یو ستر لامل دی.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې په نادولتي ادارو کې د ښځو په کار له بندیز وروسته ډیری هیوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې یا په بشپړ ډول ودرولې.
د راپورونو پر بنسټ دا اقدام په افغانستان کې د میلیونونه کسانو د خوراکي نه خوندیتوب او دغه شان د روغتیايي او زده کړو د خدمتونو د کمښت لامل شوی دی.