د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

افغان فلمي لوبغاړی رسول ایمان رسټورانټ کې کارکوي


افغان فلمي لوبغاړی رسول ایمان
افغان فلمي لوبغاړی رسول ایمان

افغان فلمي لوبغاړی رسول ایمان د افغانستان په سینما کې وروسته له ۲۰ کلونو کار، اوس په یو رسټورانټ کې کار کوي.

افغان فلمي لوبغاړی رسول ایمان تر ډېره له (برباد رفته) او (حسن ) فلمونو څخه یې خلک پېژني.

حسن چې د نوموړي ورستی فلم دی په هغې کې یې یو خیریه موسسه انځور کړې، چې له سختو کړاونو وروسته دغه موسسه له سقوط سره مخ کېږي، اوس د (حسن) فلم قیصه د رسول ایمان په واقعي ژوند بدله شوې.

رسول ایمان د (حسن) فلم په جوړولو کې ۱۰۰ زره امریکايي ډالره د یو شمېر بهرنیو بانکونو څخه پور اخیستی خو نوموړي دغه پېسې بېرته ددې فلم له خپرېدو وروسته ترلاسه نشوای کړای.

هغه اوس د دې لپاره چې خپل پورونه خلاص کړي د کاناډا هېواد په یوښار کې په یو رسټورانټ کې کار کوي.

رسول ایمان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "اوس له خیره باید څو کاله کار او هڅه وکړم چې حد اقل د خلکو پنځوس فیصده پورونه خلاص کړم، تر څو بېرته په خپلو پښو ودرېږم او خپل کارونه پیل کړم."

د حسن فلم په ۲۰۱۸ میلادي کال جوړاو بازار ته وړاندې شو، یاد فلم تر دا مهاله د جرمني، کاناډا، امریکا، هالنډ او اتریش هېوادونو په سینما ګانو کې نندارې ته وړاندې شوی دی خو د ښاغلي ایمان په خبره د دې فلم څخه دومره پېسې ترلاسه شوې چې همدې هېوادونو ته پرې سفرونو وشول.

د حسن فلم تر دا مهاله په یوټیوب کې ۴ سوه زرو کسانو لیدلی دی.

رسول ایمان چې په دې فلم کې مرکزی رول لوبولی وايي، د حسن فلم یې په افغانستان کې څو ټلویزیونونو ته د ډالۍ په توګه ورکړ خو هېڅ یو ټلویزیون هم خپور نه کړ.

هغه په کنایه ډول خندا کې وویل: "ځینو ټلویزیونونو هیله درلوده چې د دې فلم په خپرولو کې زه پېسې ورته ورکړم."

ښاغلی ایمان له حکومت او پانګه والو هم ګیله لري چې د دې فلم په خپرولو کې یې ورسره همکاری نه ده کړې.

له هغه پوښتنه وشوه چې، حکومت باید ستاسو څه ډول ملاتړ وکړي؟

هغه وویل: "حد اقل یې که راته ویلي وای چې که د ټول فلم مصرف نشو درکولای د نیم خو به یې درکړو تر څو ته په بل فلم کار پیل کړی."

رسول ایمان شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې د افغانستان په سینما کې کار پیل کړ، د هغه لوموړنی فلم برباد رفته دی چې د هغه په خبره تر اوسه د خلکو د ژبو پر سر دی.

د برباد رفته فلم یو انځور
د برباد رفته فلم یو انځور

رسول ایمان په خپل ۲۰ کلن سینمايي مزل کې شاوخوا ۲۰ فلمونه جوړ کړي.

خو حکومت ولې له ده سره مرسته نه ده کړې؟

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند وايي، دغه وزارت چمتو دی چې د افغان سینما له خصوصي برخې سره همکاري وکړي.

هغه وايي: "ښاغلي ایمان تر اوس مونږ ته خپل فلم نه دی راوړی، مونږ په افغان فلم کې یو کمېټه لرو چې فلمونه تر ارزونې لاندې نیسي له اروزنې وروسته هغه فلمونو کې چې زموږ افغانۍ کلتور په سمه توګه تمثیل شوی وي جایزه هم ورکوو."

د ښاغلي مومند په خبره، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت همدا شان چمتو دی چې له افغان فلم سره په فني برخه کې هم لازهمه همکاري وکړي.

خو د افغان فلم چارواکي وايي، چې رسول ایمان په کاناډا کې له دې هېواد څخه د پناه غوښتنه کړې.

د افغان فلم رئیسه صحرا کریمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د فلم په جوړلو کې پېسې مصرفول یو عادي کار دی.

نوموړې مریم، عایشه، او حوا خپل جوړ کړي فلمونو مثال راوړي او وايي چې په دې فلمونو یې شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالره مصرف کړي.

د اغلي کریمي په خبره، حکومت د فلم جوړونکو لپاره په خصوصي برخه ځانګړې بودیجه نه لري.

د "حسن" فیلم پوسټر
د "حسن" فیلم پوسټر

په همدې حال کې افغان فلمي لوبغاړې لینا علم چې د حسن په فلم کې له رسول ایمان سره رول لوبولی وايي حسن فلم ډير ښه جوړ شوی.

د اغلي علم په خبره، کله چې د حسن فلم په یوټيوب کې خپرو شو ډېر مینوال یې پیدا کړه، له همدې ښکاري چې حسن ښه فلم دی.

نوموړې کانآډا ته د رسول ایمان پناه غوښتنې په تړاو داسې وايي: "حیف د هغه ځوانانو او سینما ګرانو چې د پناه غوښتنې لپاره افغانستان څخه بهر ځي او دوی د دې لپاره ځي چې په دننه افغانستان کې ورته پاملرنه نه کیږي او دا حالت سخت د تاسف وړ دی."

XS
SM
MD
LG