په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریاله
که څه هم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چین د افغانستان مهم اقتصادي شریک بولي او له دوی د پراخې پانګونې غوښتنه کوي، خو ځینې افغان اقتصادپوهان او پخواني ډیپلوماتان وایي چې دغه هېواد په افغانستان کې لا هم په عملي بڼه خپل کړي تړونونه نه دي پلي کړي.
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، د دغې ولسوالۍ د څو بېلابېلو سیمو ځنګلونو کې لګېدلی اور لا هم مهار شوی نه دی.
د طالبانو حکومت وايي، په قطر کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې پروسې څلورمې غونډې لپاره چمتووالی نیسي.
له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو بېمخینې ستنېدو ته په پام، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې حساس وخت کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ځوانان وایي، سره له دې چې د پسرلي موسم دی او د هېواد اکثره سیمې شنې او مېله ځایونه زرغون شوي خو رواني اقتصادي ستونزې یې د مېلو او منظرو مخه نیسي.
له پاکستانه افغانستان ته د ځینو راستنو شویو کورنیو ښځې او نجونې چې د کډوالو په پنډغالو او خیمو کې اوسېږي، وایي هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي. ځوانې نجونې بیا شکایت کوي چې د میاشتنۍ دورې پر مهال له سختو ننګونو سره مخ وي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي اندېښنه ښیي چې ګوندې د یو شمېر بستونو په له منځه وړلو به له دندو ګوښه شي. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، که له دندو لرې شي نو سخت اقتصادي ناورین سره به مخ شي.
په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغان سفارت سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د افغان کډوالو د مالونو د لوټېدو شکایتونه ور رسېدلي او دوی یې د پاکستان له حکومت سره څېړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، له یوې اوږدې وقفې وروسته، له افغانستان سره د لوړې کچې دوه اړخیز تعاملات پیل شوي دي.
په افغانستان کې ځینې ځایي سرچینې او عام وګړي ادعا کوي چې لا هم د وړو وسلو او پوځي تجهیزاتو د پېر او پلور تور بازارونه فعاله دي.
یو شمېر زده کوونکي او کورنۍ یې وایي، د طالبانو حکومت یې یونیفورم بدل او جبري کړی دی.
په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي، د کډوالو د اېستلو د غیر منظم اقدام له امله یې کورنۍ ویشل شوي دي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه چې د بېلابیلو کورنیو غړي نیم په پاکستان کې پاتې دي او نیم افغانستان ستانه کړل شوي دي.
نور راوښيه