په پروان ولایت کې له زده کړو یوې محرومې زده کوونکې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د طالبانو حکومت باید لومړی ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته راستنې شي او بیا دې په داسې غونډو کې برخه واخلي.
«یوازې زه نه بلکې زرګونه نورې نجونې هم د ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستو ته سترګې په لاره یو،خو په داسې حال کې دطالبانو معین ځي ناستو کې ګډون کوي او په نړیواله کچه د زده کړو په اړه خبرې کوي،هغه کسانو چې دوی خپله ښوونځياو پوهنتونونه تړلي دي نن ځي او د علمي پرمختګونو په اړه خبرې کوي، لومړی دې زموږ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزياو بیا دې ځي ځان ښودې دې وکړي او په ناستو کې دې ګډون وکړي»
په کابل کې له زده کړې محرومې یوې زده کوونکې، هما رجبي هم ازادي راډیو ته وویل چې طالبان غواړي په داسې غونډو کې د ګډون له لارې، دنجونو د زده کړو محرومیت د یوې کوچنۍ داخلي مسلې په توګه وښيي.
«دا له حاشیه روي، د وخت تېرولو او زموږ سترګو،د ښځو حقونو او نړیوالې ټولنې ته د خارو له شنیدولو پرته بل هېڅ هدفنه لري، دوی (طالبان) غواړي وښیي چې زده کړو ته له یو ستر او بنسټیز اړخه ګوري،خو په افغانستان کې د نجونو د زده کړوبندیز یوه کورنۍ ستونزه ده»
له زده کړې دا محرومې نجونې وايي چې دا غونډه باید په افغانستان کې د زده کړې د روانو ستونزو په اړه د بحث یو فرصت وي او د نجونو د زده کړو په برخه کې دې د طالبانو د حکومت د اصلي دریځ په پام کې وساتي.
دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د فشار، ملاتړ او همکارۍ له لارې په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو تهلاره هواره کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت علمي مرستیال د یکشنبې په ورځ، د جون په اتمه، د روسیې فدراسیون د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په دریم فورم کې د ګډون لپاره د تاتارستان کازان ښار ته سفر کړی دی.
دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه زیاته کړې چې ضیا الرحمن الاریوبي په دې فورم کې له ګډون سربیره به د بېلابېلو هیوادونو د لوړو زده کړو لهاستازو سره وګوري او د ګډو علمي پروګرامونو د جوړولو، د استادانو د جذبولو او نورو علمي مسلو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
په ورته وخت کې، یو شمېر مدني فعالان وايي چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت ګډون د نجونو او ښځو لپاره د تعلیمي محدودیتونو او دتدریس د نوي څرنګوالي او ځینو عصري مضامینو سره د دوی د مخالفت په اړه د طالبانو نظر نشي بدلولی.
له دې ډلې سید اشرف سادات ازادي راډیو ته وویل:
«په دې لیدلوري چې طالبان یې لري دا سفرونه یې د افغانستان تعلیمي نظام ته کومه لاسته راړونه نه لري،او نه هغه کړنلارې چې طالبانو د رامنځته شویو بندیزونو په اړه لري بدلې کړي، بلکې دا سفرونه د طالبانو لپاره د فرصتونو په توګه تلقي کیږيترڅو دوی د جګړې او سیاسي ډګر کې ډیر ښکیل وساتي، او یوازې یو سمبولیک اقدام ګڼل کیدی شي»
که څه هم د طالبانو د حکومت لوړو زده کړو وزارت دا فورم د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو غونډه بللې، خو د تاتارستان جمهوریت د رسمي دولتيخبري اژانس، تاتار-انفورم (Tatar-Inform) په ګډون ځینو روسي رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د "د پوهنې وزیرانو دریم نړیوال فورم" به د «راتلونکي جوړولو» په سرلیک غونډه د جون په ۱۱ او ۱۲ نیټه په کازان ښار کې له ۳۰ زیاتو هیوادونو د استازو په ګډون ترسره شي.
وړاندې راغلي چې په دې غونډه به له متحده عربي اماراتو، بیلاروس، ابخازیا، جنوبي اوستیا، میانمار، لاوس، د مرکزي افریقا جمهوریت، کامرون، بورکینا فاسو، زیمبابوې او د ځینو نورو هیوادونو د پوهنې وزیران ګډون وکړي.
تاتار-انفورم د روسیې د پوهنې وزیر سرګي کراوتسوف له قوله لیکلي چې دا فورم د هیوادونو ترمنځ د پرانیستو خبرو اترو ته زمینه برابروي، ترڅود تعلیمي نظام د پراختیا لپاره لارې مشخصې کړي او په ټکو یې ګډ هدف یې هر ماشوم ته د ودې فرصت برابرول دي.
په راپور کې راغلي چې "د پوهنې وزیرانو دریم نړیوال فورم" کې به د پوهنې په برخه کې د نړیوال بهیر او ننګونو، ډیجیټل بدلون او نوښتونو، دمصنوعي ټکنالوژۍ او آنلاین زده کړو رول، ټول شموله زده کړو او د زده کړو کیفیت، د ښوونکو د رول، د ملي تعلیمي سیسټمونو د اصلاحاتو او دپوهنې په نظام کې د نړیوالې همکارۍ په اړه بحث وشي.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېندو وروسته، له شپږم ټولګيو پورته نجونې له زده کړو راګرځول شوي او بیا د ۲۰۲۲کال په وروستیو کې له پوهنتون منع شوې.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو حقونه تامین شوي دي، خو دا ادعا ډیری افغانان او نړیواله ټولنه یې نه مني.