د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۳

د هلمند بهرامچه کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو جګړه درېدلې، خو حالات ترینګلي بریښي


د افغانستان او پاکستان د تګ راتګ لویه لار تورخم ، ارشیف
د افغانستان او پاکستان د تګ راتګ لویه لار تورخم ، ارشیف

د هلمند په سرحدي سیمه بهرامچه کې د طالبانو او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو څو ورځنۍ نښتې کړي او له تېرې شپې راهیسې دغه جګړه دریدلې ده. ځایي اوسیدونکي وایي چې جګړې عام خلک بې ځایه کړي او حالات لا هم ترینګلي ښکاري.

د هلمند ولایت ځیني اوسېدونکي وایي د دغه ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوله ساتو او طالب پوله ساتو ترمنځ جګړه درېدلی، خو وضعیت لا هم ترینګلی دی.

"ډېر خلک له خپلو سیمو وتلي تر بېرته نه دي راغلي."

دا هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ د سفر بازار د اوسېدونکي محمد نبي خبرې دي چې وایي د حاجي حلیم په نوم سیمه کې د پاکستاني پوله ساتو او طالب ځواکونو ترمنځ له تېرو درې ورځو راهیسې روانه جګړه پرون ناوخته درېدلې، خو په خبره یې فضا لا هم ترینګلې ده."زه خپه فعلا د جګړې په سیمه کې یم، جګړه ځکه شوې چې مجاهدینو (طالبانو) غوښتل هاغاړې پوسته جوړه کړي او خپل کانټینران ځای پر ځای کړي، خو پاکستانیان یې نه پرېږدي، مجاهدین چې موټر ورولي هغوی پرې ډزې کوي، دا حاجي حلیم کړیدی پر پاروړ (سرحد) سیمې او علاقې یې ټولې په خلکو ایلا کړي دي، عام وګړي یې ټول د جګړې له امله ویستلي، د ښځو او ماشومانو چې له خپلو کورونو وتلي وضعیت ښه نه دی."

زه خپه فعلا د جګړې په سیمه کې یم، جګړه ځکه شوې چې مجاهدینو (طالبانو) غوښتل پوسته جوړه کړي
د بهرامچې یو اوسیدونکی محمد نبي

د بهرامچې ولسوالۍ د کلینیک یو ډاکتر چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا جګړه د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې پیل شوې وه او تېره شپه ناوخته ارامه شوې، خو په خبره یې دوی ته د جګړې له سیمې تر اوسه درې طالب ټپي ځواکونه وروړل شوي دي: "زه بهرامچه کې یم، د ماښام راهیسې بیا ټک نه دی شوی، پرون ټوله ورځ جنګ و، له ملکیانو څوک نه دي راوړل شوي، خو دوه درې طالبان برسېره ټپیان و چې دلته یې راوړي، زه کلینیک کې یم، له هغې ساحې نه مکمل خلک وتلي دي."

دوی وایي د جګړې د بیا دوام احتمال شته او خلک لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

هلمند ولایت کې ځینو ځایي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې دا جګړې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې پیل شوي او د تېرې شپې تر ناوخته یې دوام درلود، دوی ادعا کوي چې په دې نښتو کې تر پنځو زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، عام خلک ټپیان شوي او د ځینو کورونه هم ویجاړ شوي.

د طالبانو حکومت ځایي چارواکو په ځانګړې توګه هلمند کې د طالبانو د حکومت ویاند مولوي محمد قاسم ریاض په دې اړه ازادي راډیو ته جزییات ور نه کړل، خو یوازې یې دومره وویل چې جګړه اوس پای ته رسېدلې ده.

پر خواله رسنیو د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو د یوې غونډې داسې وېډیوګانې هم خپرې شوي چې ادعا کېږي د دې جګړو په ترڅ کې د دوی ترمنځ د دې ستونزې د حل پر سر خبرې اترې شوي، خو تر اوسه نه پاکستان او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي او مشخصه هم نه ده چې دا غونډه څه وخت شوې ده.

ازادي راډیو په خپلواکه دغه وېډیوګانې نه شي تأییدولی.

د بهرامچې ولسوالۍ کې د جګړې له سیمې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ګڼې وېډیوګانې هم استولي چې دوی ادعا کوي د پرونۍ جګړې دي.

په دغو وېډیوګانو کې دواړو لورو ته د ډزو، ویجاړۍ او جګړې حال ښکاري.

تر اوسه د پاکستان حکومت هم په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

دا جګړه په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو او پاکستان حکومتونو اعلان کړی چې خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې به د سفير کچې ته لوړوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مې پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه تر هغه څو ساعته وروسته دا اعلان وکړ چې د پاکستان مرستيال صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار وويل چې په افغانستان کې به د طالبانو له حکومت سره د سفارتي اړيکو کچه د سفير رتبې ته لوړوي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان-پاکستان تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې وخت ناوخت د دواړو لورو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي چې ډېری وخت د سیمې د خلکو د بې ځایه کېدو او د مرګ ژوبلو لامل ګرځي.

د ډېری دې نښتو لامل د نویو مورچلو جوړول بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG