په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریاله
یوناما د ملکي مرګژوبلې په اړه د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی.
فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل، بهتره ده چې دواړه لوري د بندیانو د خلاصون بهیر په سوله ییزه توګه بشپړ کړي.
ښاغلی محب وايي، دښمن غواړي په دغو راکټي حملو د په افغانستان کې پوستې جوړې کړي.
افغان حکومت ادعا کوي چې طالبان له امریکا سره تر هوکړې وروسته هم له یو شمېر تروریستي ډلو سره پراخ اړیکي لري.
په دغه اعلامیه کې یاد کمېسیون له حکومت او طالبانو غوښتي چې د جګړې اړوند بندیانو د وضعیت په اړه دې له خلکو سره پوره معلومات شریک کړي.
طالبانو د سولي د خبرو اترو او د خپلو جنګیالیو د ښې ادارې کولو لپاره په خپلو سیاسي او نظامي برخو کې بدلونونه راوستي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي له طالبانو سره د بینلافغاني خبرو لومړی پړاو مذاکرات به په قطر کې وشي.
د نېکلسن دغې مقاله ته په پام، یو شمېر افغان پخواني لوړ رتبه امنیتي چارواکي په دې باور دي چې روسیه د خپلو ګټو لپاره له طالبانو ملاتړ کوي.
تازه هغهیې تېره ورځ (دوشنبه) د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د ملي اردو درېیم کنډک سرتېرو د ډرون په نوم یوه کمره راغورځولې.
هغه مهال د ولسي جرګې غړې حبیبې دانش خپل زوی بېګناه بللی او ویلي یې و چې زبیر دانش خپلې وسلې د ثبتولو لپاره کورنیو چارو وزارت ته وروړلې.
د مصالحې عالي شورا وایي، افغان حکومت او طالبان دې د سولې پروسې په ځانګړي ډول د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خڼدونه نه جوړوي.
محمد اشرف غني دا خبرې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۹» په کابل کې د 'سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نړیواله ناسته' کې وکړې.
د چهارشنبې په سهار د کابل شمال کې خیرخانې سیمې اړوند د پولیسو یو رېنجر موټر د یو مقناطیسي ماین هدف وګرځول شو.
ښاغلي نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۸» ازادي راډیو ته وویل چې دوه پېښې په هلمند او یوه هم په کندهار کې ثبت شوې ده.
مېرمن دادرس وایي د ټولو ۳۴ ولایتونو د ټولنیزې برخې اوسني برحاله نارینه مرستیالان لرې او پر ځای بهیې ښځينه مرستیالانې ګمارل کېږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ازادي راډیو ته وویل د طالبانو له لوري د پنځه زره طالب بندیانو په ورکړل شوي لېست کې ۵۹۲ هغه کسان دي چې په شدیدو جرایمو تورن دي.
د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي، په داسې حال کې چې دلته قانوني مرجعې شته د اقتصادي پروژو په هکله طالبانو سر د امریکا بحث د افغانستان او امریکا تر منځ د سټراټیژیک تړون خلاف چاره ده.
بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپه ټویټرپاڼه منځنۍ اسیا ته د سفر په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سرهیې د افغان سولې په اړه خبرې کړي.
د ده په خبره، په همدغه عنوان یو شمېر کتابونه هم د نړیوال بانک له پروژې، د لګښت په تفاوت تر ۸۰ زره افغانیو دغه پوهنتون ته پېرل شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني تازه لارښوونه کړې چې لومړی مرستیال یې امرالله صالح په لویو ښارونو کې د جنایاتو د مهارولو، په مالي نظام کې په ځانګړې توګه په ګمرکونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه او په کلیو ولسوالیو او ولایتونو کې د سیمه ییزې حکومتوالۍ څارنه وکړي.
نور راوښيه