د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د مصالحې عالي شورا: حکومت او طالبان دې ژر تر ژره د بندیانو تبادله بشپړه کړي


د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالب بندیانو یوه ډله
د افغان حکومت له لوري د خوشې شویو طالب بندیانو یوه ډله

د مصالحې عالي شورا وایي، حکومت او طالبان دې نور له خنډ او ځنډ پرته د بندیادنو د تبادلې بهیر بشپړ کړي.

‎د دغې شورا ویاند فریدون خوځون نن ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې دواړه لورې دې یو بل سره په انعطاف او همکارۍ ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

‎د مصالحې عالي شورا وایي، افغان حکومت او طالبان دې د سولې پروسې په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خڼدونه نه جوړوي.

‎د دغې شورا ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې دواړه لوري دې ژرر تر ژره د بندیانو د تبادلې او خوشې کولو بهیر بشپړ کړي.

هغه زیاته کړه: "زموږ تمه دا ده چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره باید هېڅ لوری خنډ جوړ نه کړي او د دغو مذاکراتو د ژر پیل لپاره دې زمینه برابره کړي، له دغو زمینو یوه کړي د طالبانو له لوري د زرو تنو او د افغان حکومت له لوري د پنځو زرو بندیانو خوشې کول دي، چې په دې سره به موږ وکړای شو د بین الافغاني مذاکراتو په لور ولاړ شو."

فریدون خوځون
فریدون خوځون

‎هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره د بندیانو د خلاصون پروسه پر مخ بیایي نظر هم واخلو خو په دې اړه زموږ پوښتنې ته ځواب ونه ویل شو.

‎ ‎طالبان بیا د مصالحې د عالي شورا د ویاند د دغو څرګندونو په اړه وایي، دوی هم غواړي چې د بندیانو د تبادلې او خوشې کولو بهیر ژر تر ژره بشپړ او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د دوی په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او باید د خکومت له خوا ټول هغه پنځه زره هغه طالب بندیان خوشې شي چې په خبره یې نومونه یې په لېست کې شامل دي.

‎ولسمشرۍ ماڼۍ وایي دوی د سولې اړوند خپل حسن نیت ثابت کړی او اوس طالبانو ته په کار ده چې په دې برخه خپله اراده وښیي.

‎د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
‎د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

‎د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ تر هوکړې وروسته افغان حکومت اساسي او اړین ګامونه واخیستل، طالب بندیان خوشې شول، حکومت د سولې لپاره خپله اراده ثابته کړه، اوس د طالبانو وار دی چې په دې اړه اقدام وکړي او خپله اراده ثابته کړي."

‎ حکومت وړاندې ویلي چې د طالبانو له لوري د پنځه زره بندیانو په ورکړل شوي لېست کې شامل ۵۹۲ کسان به خوشې نه کړي.

‎د دوی په خبره دا شمېر کسان بېلابېلې جرمي دوسیې لري چې د افغانستان د اوسني قانون او عدلیي او قضایي سیسټمونو له مخې یې ازادول جواز نه لري.

‎خو طالبانو د دغو کسانو د جرمي دوسیو لرل رد کړي دي.

‎د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۹ مه نېټه چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه وشوه، په دې هوکړه لیک کې راغلي چې افغان حکومت به تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې باید د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

‎په دې لړ کې تر دې دمه افغان حکومت ۴۰۱۵ او طالبانو ۷۶۹ بندیان خوشې کړي، چې له دې شمېره ۱۷ تنه یې نن (شنبه) تازه ازاد شوي دي.

‎اوس چې دافغان حکومت او طالبانو تر منځ د ۵۹۲ بندیانو د خوشې کولو موضوع جنجالي شوی د افغانستان د بشر د حقونو سازمان یې د حل لارې وړاندیز کوي.

‎د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل وایي، دواړه لوري دې یو بې طرفه پلاوی وټاکي چې مسئله روښانه او د بندیانو د خوشې کولو بهیر دوام پیدا کړي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

هغه زیاتوي: "زموږ دواړو خواو ته وړاندیز دی چې یو بې پرې پلاوی دې د مدني ټولنو، د بشري حقونو دبنسټونو او د ملګرو ملتونو د استازو په ګ‌‌‌‌‌‌‌ډون وټاکي او دغه پلاوی دې د دې نږدې شپږ سوو بندیانو دوسیې وڅېړي چې معلومه کړي د حکومت ادعا سمه ده که د طالبانو، نو د دې قضیې د حل لپاره دوې لارې دي یا دې بې پرې پلاوی وټاکل شي او یا دې هم طالبان د دغو کسانو بدیل لېست حکومت ته وسپاري."

‎ښاغلی لعل ټینګار کوي چې په دې پروسه کې دې عدالت په نظر کې ونیول شي او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل لپاره دې دواړه لوري له زغم کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ویلي وه، چې د بندیانو د خوشې کولو په بهیر کې باید د جنګي مجرمینو په برخه کې محتاطانه چلند وشي.

XS
SM
MD
LG