په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریاله
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یوې ۱۷ کلنې ناوې؛ مړینې د ښځو د حقونو فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي. د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، یوه ۱۷ کلنه نوې ناوې په کابل کې له واده شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته په "مشکوک" ډول مړه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اچ او) وايي ډیری هغه کورنۍ چې له ایران او پاکستانه په جبري ډول بیرته راستنیدو ته اړ شوي، ګڼ خوارځواکي ماشومان او میندې هم پکې دي.
د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکې نجونې او مېرمنې وایي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر چارواکو د دغه ولایت ښځو او نجونو ته امر کړی چې روغتونونو، دولتي ادارو او حتی له کوره بهر له برقعې/چادرۍ پرته لاړې نه شي. ځینې ان په دې لړ کې د تاوتریخوالي ادعاوې هم کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د زلزلې له امله ۲۰ کسان مړه او ۹۴۵ نور ټپیان شوي دي.
د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې نن ورځ د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول له خورا مهمو او پیچلو ننګونو څخه دي.
د ملګرو ملتونو او بېلابېلو بشري نړیوالو ادارو یو شمېر افغان ښځینه کارکوونکې وایي چې، په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت لخوا د کاري محدودیتونو د شدیدېدو له امله ځینې له دندو لرې شوي او ځینې یې کاري سیمو ته نه پرېښودل کېږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمشاد راډیو ټلویزیون د فعالیتونو د بیا پیل د هرکلي تر څنګ، دوه ورځنی ځنډ یې د یوې آزادې رسنۍ د بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده. د شمشاد راډیو ټلویزیون پرون ماسپښین اعلان وکړ چې له یو ځنډ وروسته یې خپرونې بیا پیل کړې.
د سپټمبر ۳۰مه د ژباړې نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه ژباړه په نړۍ کې د ادبي یا علمي چارو لپاره د نړیوالو خبرو د تفسیر برخه کې مهمه بولي، خو ځینې افغان ژباړونکي چې له بېلابېلو ژبو یې د افغانستان رسمي او نورو ژبو ته کتابونه ژباړلي وايي، د طالبانو حکومت یې په ځینو ژباړل شویو کتابونو بندیزونه لګولي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې یو بنسټ نن د طالبانو د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفینو د غونډې کوربه توب کوي. دا غونډه، چې سرلیک یې "د یووالي او باور په لور" دی، د افغانستان لپاره د ښځو (WFA) په نوښت جوړه او د سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ لخوا یې کوربه توب کیږي.
د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په جوزجان ولایت کې یې د طوطي میدان ګازو د کشف او استخراج عملي کار د ازبکستاني شرکت "اریل کام" په همکارۍ پیل کړی دی.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سیف ده چلډرن) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي چې دا د ټولو قربانیانو له نیمایي ډیره برخه جوړوي.
په کونړ کې یو شمېر زلزله ځپلې نجونې، ښځې او د نویو زېږېدلو ماشومانو او امېندواره میندې وایي، هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان ختیځ، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له تېرې شپې راهیسې شویو زلزلو تر ۴۰ ډېر نور کسان ټپیان کړي او ګڼ کورونه یې نړولي دي.
د افغانستان په ختیځ کې د تیرې یکشنبې د ورځې د مرګونې زلزلې د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنو ته ورسېد. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، دغه شان د ټپیانو شمېر هم ۳۶۴۰ ته پورته شوی دی.
د کونړ ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې یو شمېر رضاکاران وايي، عاجلو مرستو ته سخته اړتیا ده، خو د لارو خرابوالي زیانمنو ته د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
"پاکستان کې د افغان کډوالو جبري ایستلو پر ضد د ګډ اقدام کمیټې غږ اوچت شو
نور راوښيه