د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۲

د زلزلې د مړو شمېر ۲۲۰۵ ته ورسېد


زلزله کې د وژل شوي کس د کورنی غړی
زلزله کې د وژل شوي کس د کورنی غړی

د افغانستان په ختیځ کې د تیرې یکشنبې د ورځې د مرګونې زلزلې د مړو شمېر ۲۲۰۵ تنو ته ورسېد. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، دغه شان د ټپیانو شمېر هم ۳۶۴۰ ته پورته شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري. د زلزلې د ځینو قربانیانو کورنۍ او د دې سیمو اوسېدونکي وایي، لا هم ځینې کسان تر خاور لاندې پاتې دي.

د زلزلې د ځینو قربانیانو کورنۍ او د دې سیمو اوسېدونکي هم وایي، لا هم ځینې کسان تر خاور لاندې پاتې دي.

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د اورک کلي اوسېدونکی ۶۲ کلن حسن جان وایي د کورنۍ ۱۷ غړي یې د دوشنبې په شپه زلزله کې مړه شوي او تر ۷ نور ټپیان شوي دي.

حسن جان خپله هم سخت ټپي دی او دا مهال د ننګرهار ولایت په صحت عامې روغتون کې بستر دی.

د کابل په هوايي ډګر کې د یوې لوړپوړې قطرۍ چارواکې حضور؛ طالب چارواکو یې هرکلی وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

ده ازادي راډیو ته وویل چې لا یې هم د کورنۍ ځینې غړي د ویجاړ شوي کور تر خاورو لاندې پاتې دي:

«دې ۱۷ کسانو کې مې ۴ زامن، ۳ مې لمسیان، یوه مې مېرمن شامل دي»
د کونړ د مرګونې زلزلې ژوندی پاتې کس

هغه زیاته کړه چې:

«۳ مې ورېرونه، او د یوه وراره مېرمن او یوه لور یې، یو د تره زوی مې، مېرمن او یوه لور یې، بل د تره زوی مې دوه یې زامن او یوه یې لور وه وژل شوي. سرپناه مو نشته، ټول کورونه هوار شول، خلک په سپېره ډاګ کې ناست دي، اوس مو هم ځینې شهیدان تر خاورو لاندې پاتې دي، درې یې پرون رایستلي، ځینو نور مو تر خاورو لاندې پاتې دي ځکه لاسرسی ورته نشته.»

د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ، نورګل ولسوالۍ ته د مرستو او ژغورنې لپاره ځینې ورغلي خلک وایي چې لا هم په ځینو هغو سیمو او درو کې چې د زلزلې له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوي او د وسایطو د تګ راتګ لارې په کې نشته د ګڼو کورونو اوسېدونکي تر خاورو لاندې پاتې دي.

زلزله کې ټپي ماشوم
زلزله کې ټپي ماشوم

له دې ډلې د ناړۍ ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالرحیم سالارزی چې له خپلو نږدې څلور سوو کلیوالو سره نورګل ولسوالۍ ته د زلزله ځپلو مرستو ته ورغلی، ازادي راډیو ته یې وویل:

«ځینې کورونه لا هم شته چې دا خلک یې یا جسدونه یې تر خاورو لاندې دي، هلته چې هوایي ځواک ونه رسېږي او پلټنې ونه وکړي هلته خو درې او غرونه دي عام خلک چې ولسوالیو نه ورځي هغوی هېڅ نه شي کولای، زموږ غوښتنه دا ده چې د والي او هر مسول دفترونه او نړیوال دې هلته هوایي ځواک ور ولېږي چې هغه سیمې وڅېړي او تر خاورو لاندې د خلکو هغه پاتې شوني اجساد راوباسي او خاورو ته یې وسپاري تر څو د خلکو تسلي وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبه «د سپټمبر په ۴مه» هم د افغانستان ختیځې سیمې یوځل بیا زلزلې ولړزولې.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې- د وږي په ۱۳مه وویل دا زلزله چې د افغانستان په وخت د سهار په لس بجو او ۵۲ دقیقو وشوه مرکز یې د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ کې دی، ژوروالی یې لس کیلومتره او شدت یې د ریښتر په کچه ۴،۷ درجې دی.

ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د طالبانو حکومت ځایي چارواکو او د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو او ولسوالانو ازادي راډیو ته وویل چې نننۍ زلزلې چا ته کوم زیان نه دی اړولی.

خو د روغتیا نړیوال سازمان هم د پنجشنبې په ورځ پر خپله وېب پاڼه تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې د ژغورونکو عملیاتو په پرمختګ او د اجسادو په رایستلو سره به په راتلونکو ورځو کې د کونړ د مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر لوړ شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) استازي مرستیال، او د بشري چارو همغږي کوونکي اندریکا راتوت بیا ویلي، چې په کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله اغیزمنو شویو ځینو سیمو سره "هیڅ" اړیکه نشته.

نوموړي چهارشنبه د سپتمبر په څلورمه په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، سیمې ته ان د هليکوپترو لیږلو او هلته د ناستې لپاره هم ستونزې موجودې دي چې د ژغورونې عملیات یې سخت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبې «د اګست په ۳۱ مه» د شپې ناوخته یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶ درجې و، د ننګرهار او کونړ ولایتونو بېلابېلو ولسوالۍ ولړوزولې.

دې زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې لا هم د طالبانو حکومت هوایي ځواک او مختلفې ادارې، بېلابېل نړیوال سازمانونه، خیریه بنسټونه، عام ولسونه او روغتیایي ټیمونه په سیمه کې په ژغورونکو عملیاتو او اغیزمنو ته په مرستو رسولو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG