د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۲

ګڼ خوارځواکي ماشومان او میندې د راستنیدونکو کډوالو منځ کې دي


اسلام کلا کې یوه راستنه شوې مېرمن له خپل ماشوم سره
اسلام کلا کې یوه راستنه شوې مېرمن له خپل ماشوم سره

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اچ او) وايي ډیری هغه کورنۍ چې له ایران او پاکستانه په جبري ډول بیرته راستنیدو ته اړ شوي، ګڼ خوارځواکي ماشومان او میندې هم پکې دي.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۰مه» په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د بنسټونو او هېوادونو په همکارۍ، د کډوالو د منلو مرکزونو او پولو کې د میندو او ماشومانو لپاره د تغذیې خدماتو له لارې زیان ګالو کورنیو ته حیاتي مرستې چمتو کوي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې له دغو دواړو هېوادونو څخه له دوه نیم میلیونه زیات خلک افغانستان ته راستانه شوي دي.

یو افغان چې په دې وروستیو کې له ایرانه فاریاب ولایت ته راستون شوی او نه یې غوښتل چې نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو ماشومانو د پالنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی:

زموږ ماشومان کافي خواړه نه لري، نږدې ده چې له لوږې ومري، موږ کور هم نه لرو او پیسې هم نه لرو چې ماشومان مو ډاکتر ته یوسو
له ایرانه یو ایستل شوی افغان کډوال

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) دا خبرداری هم ورکړی چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه ښځو او نجونو تر منځ خوارځواکي وضعیت مخ په زیاتېدو ده او دا خطر د ژمي په راتلو سره لا ډیریږي.

«ډبلیو اف پي» وايي چې په لومړي ځل په لسیزو کې به په افغانستان کې ممکنه نه وي چې په بشپړه توګه ژمي ته رسېدنه وشي؛ هغه ناورین چې د دې ادارې په ټکو، د مخنیوي وړ دی او پر وخت یې ملاتړ کولای شي د افغانانو ژوند وژغوري.

خوراځواکی ماشوم له خپلې مور سره
خوراځواکی ماشوم له خپلې مور سره

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یوې ښځې، چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې اقتصادي ستونزو دا او د دې دوه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

«په لومړۍ امیندوارۍ کې مې کله چې کلینیک ته تلم، ډاکترانو راته وویل چې بایدښه تغذیه ولرم، خو د دې لپاره چې زما اقتصادي وضع ښه نه وه، ومې نه شو کړای په سمه توګه مې ځان ته رسېدنه وکړم، لومړی ماشوم مې همداسې خوارځواکی شو او د همدې ستونزې له امله مې دویم ماشوم هم په خوار ځواکۍ اخته شو.»

یو شمېر ډاکټران وايي چې کورنۍ کولای شي د ساده حل لارو او سیمه ییزو سرچینو په کارولو سره په ماشومانو او میرمنو کې د خوارځواکۍ مخه ونیسي.

د داخلي ناروغیو او ماشومانو متخصص ډاکټر قاسم علي شهریار ازادي راډیو ته وویل چې د اوسپنې، فولیک اسید، او ځینې ویټامینونو ټابلیټونه لاهم د امیندوارو او شیدو ورکوونکو میندو لپاره یې سپارښتنه کیږي:

«د شته امکاناتو استفاده کولای شي د خوارځواکۍ مخه ونیسي او یا یې کمه کړي؛ خصوصا د سبزیجاتو او حبوباتو کرل، د کلیوالي چرګانو فارمونه، او د هغو څارویو د شیدو او غوښې کارول چې ځینې خلک یې په خپلو کورونو کې روزي، په ورته وخت کې باید د حفظ الصحې ښه کولو ته پاملرنه وشي، د پاکو اوبو کارول او د لاسونو مینځل هم کولای شي د مختلفو ناروغیو مخه ونیسي.»

په ورته وخت کې، ورلډ ویژن افغانستان (World Vision Afghanistan) چې یوه نړیواله مرستندویه اداره ده، خبرداری ورکړی چې دغه هیواد د نړۍ یو له خورا بدو تغذیوي ناورینونو سره مخ دی، چې د ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ له پلوه په نړۍ کې څلورم ځای لري.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۰مه» په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې میرمنې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، پداسې حال کې چې د خدمتونو ملاتړ کم شوی دی.

راپور کې زیاته شوې چې په دغه هیواد کې ۳۰۵ د تغذیې مرکزونه د بودیجې د محدودیتونو له امله تړل شوي دي او اوسنۍ بودیجه یوازې شاوخوا ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره کولای شي.

دې ادارې د خوړو نړیوال پروګرام او نورو مرستندویه ادارو په ګډون د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف)، په نړیواله ټولنه غږ کړی چې ژر تر ژره اقدام وکړي.

ورلډ ویژن ټینګار کړی چې "وږي او خوارځواکي ماشومان په تمه کېدای نه شي.”

XS
SM
MD
LG