د بریټانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي هېواد یې د اوکرایین دوامداره ملاتړ ته متعهد دی. ښاغلي سټارمر شنبه ماښام د اوکرایین له ولسمشر ولودومیر زیلنسکي سره لیدلي. تمه ده چې د یکشنبې په ورځ په لندن کې د اوکرایین په اړه د اروپايي هېوادونو سرمشریزه جوړه شي.
د دغه مرکز مشر احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو رسنیو دوه کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي او دفترونه یې نه دي پرانیستل شوي. د طالبانو حکومت شنبه اعلان کړی وو چې بېګم او ځوانانو راډیو ته یې بیا د نشراتو اجازه ورکړې ده.
د فردریش مرتس په مشرۍ د جرمني مسیحي ډموکراټ ګوند سي ډي یو نږدې ۲۹ فیصده رایې خپلې کړي خو د حکومت د جوړولو لپاره به له نورو ګوندونو سره اییتلاف ته اړ وي. آلترنتیف د المان لپاره AfD ښي اړخي افراطي ګوند هم نږدې شل فیصده رایې ګټلي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ په اتلانو جام کې برخه اخلي. د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لومړنۍ لوبه به د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره وي. وروسته له انګلستان او اسټرالیا سره هم مخ کېږي. صفي الله ستانکزي په دې اړه رپوټ جوړ کړی دی.
د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو په پاکستان کې د اسیا د اوومې دورې ازادې سیالۍ وګټلې.
د جرمني د بایرن ایالت اعلی وزیر مارکوز زودر ویلي افغانستان ته د مجرمانو د استولو په باب باید ژر تر ژره له طالبانو سره خبرې وشي. مارکوز زودر په مونیخ کې د یوه افغان کډوال له خوا د ۳۹ کسانو د ټپیانولو د پېښې په اړه د غبرګونو په دوام دا خبره کړې.
روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر له اسراییلو پيل کړ او تر نتنیاهو وروسته یې یکشنبه ناوخته د اسراییلو له ولسمشر سره هم ولیدل.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې د حماس د سخت دریځې ډلې لخوا نیول شوي ټول اسراییلي یرغمل باید د شنبې تر غرمې پورې خوشې شي که نه د غزې د اوربند تړون باید لغوه شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي نن دوشنبه د فولادو او المونیمو په وارداتو ۲۵ فیصده تعرفه وضعه کوي. کاناډا تر ټولو زیات فولاد امریکا ته صادروي.
د ډله ییز امنیتي تړون سازمان ویلي د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او له دې هېواده د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق د ګواښونو په وړاندې مبارزه کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي هره میاشت ۵۵ افغان ملکیانو ته د ماینونو په چاودنو کې مرګژوبله اوړي. اوچا دا خبره په خپله ایکس پاڼه لیکلې او ټينګار یې کړی چې سږ کال د ماین پاکۍ او د عامه پوهاوي لپاره نږدې ۲۲میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ویلي د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او بشري او اقتصادي برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړي. سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د بشار الاسد پرضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.
د شنبې په ورځ د مصر، اردن، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، فلسطین او عرب ټولنې په ګډ بیان کې راغلي چې دوی له هر ډول طرحې سره چې په نتیجه کې یې فلسطینیان له خپلو اصلي مېنو بېځایه کېږي، مخالف دي.
د پاکستان د حکومت د لارښود په اساس، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پاکستان څانګې په خپل وټسپ چینل خپور کړی، د افغان تابعیت اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال باید له لاهور او راولپنډۍ ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې عظمت الله عمرزي ۲۰۲۴ کال په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې په ښي لاس چټک باولنګ کاوه او په غوره توپ وهنې سره یې د افغانستان د ټیم په بریاوو کې د پام وړ رول ادا کړ.
د اسراییلو پوځ د لبنان د لسګونو کليو اوسېدونکو ته ويلي چې تر بلې خبرتيا پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.
امريکا ته د افغانانو د انتقال يو بنسټ افغان اېويک وايي د کډوالۍ د پروګرامونو په ځنډ سره ۲۰زره افغانان او کورنۍ يې سمدستي اغېزمن شوي او له بې برخليکۍ سره مخ دي.
د ایران د سمندري ځواکونو قومندان علي رضا تنګسیري خبرداری ورکړی چې دا پوځي مانورنه د ده په خبره د هر ډول بهرني یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره ترسره کېږي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي هغه ۸۸۲ افغان کډوال بېرته د پاکستان له زندانونو راخلاص شوي چې د کډوالۍ له کارتونو سربېره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو. د دغه وزارت په بیان کې راغلي دا کسان همدا جنوري میاشت نیول شوي وو او د دوی په هڅو بېرته راخوشې شوي.
نور راوښيه