د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۲

د افغان کډوالو له جبري ایستلو سره سره د پاکستان مرستیال صدراعظم کابل ته تللی


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان مرستیال صدراعظم
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان مرستیال صدراعظم

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اوج کې د دغه هېواد مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار کابل ته تللی. اسحق دار لومړی د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د افغان کډوالو په جبري ایستلو باندې خپله ژوره خواشیني او اندېښنه څرګنده کړې.

امیر خان متقي همداراز له ښاغلي دار غوښتي چې هلته د مېشتو افغان کډوالو د حقونو د ضایع کېدو مخه ونیسي.

د اسحق دار په حواله ویل شوي چې اجازه نه ورکوي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وشي. هغه همداراز هوډ ښوولی چې د افغان کډوالو شتمنۍ به څوک نه شي ایسارولی او پاکستاني پوځیان به د هر ډول خپلسري عمل مخه ونیسي.

تر متقي وروسته ښاغلي دار په ارګ ماڼۍ کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره پر سوداګرۍ، امنیت او سیمه ییز اتصال باندې خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو خواو په لوړه کچه د تماس پر دوام ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته تللی چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱۰۰۰ ښيي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG