د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۳

 د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی


په بندرعباس کې د چاودنې لوګي
په بندرعباس کې د چاودنې لوګي

 د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی دی. دا خبره د فرانسې خبري اژانس د سیمه ییزو ایراني رسنیو په حواله راپور کړې ده. چاودنه د بندرعباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې، د چاودنې غږ ډېر لوړ وو.

چاودنه د غرمې شاوخوا دولس بجې او شل دقیقې شوې.

د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنې شدت دومره ډېر و چې د څو کیلومترو لرې د ودانیو کړکۍ یې ماتې کړې او ځمکه یې ولړزوله.

د ایران د بیړنیو پېښو د مدیریت د سازمان ویاند حسین ظفري فارس خبري اژانس ته وویل: «د شهید رجایي بندر په سیمه کې د چاودنې ځواک دومره لوی و چې غږ او ټکانونه یې لږ تر لږه ۵۰ کیلومتره لرې احساس شول، تر دې چې ځایي خلکو حتی د ځمکې د لړزېدو راپور ورکړ.»

د تسنیم خبري اژانس ویلي چې د چاودنې ځای د شهید رجایي بندر کې یوه اداري ودانۍ وه، خو د پیښې لامل لا هم تر څېړنې لاندې دی.

د پېښې اصلي لامل لا تر اوسه معلوم نه دی، خو ویل کېږي چې د خطرناکو او کیمیاوي موادو په ډیپوګانو کې شوې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ګمرک ویلي دي چې د ټولو هغو لاریو د ایستلو بهیر روان دی چې ګمرکي پروسې یې بشپړې شوي دي.

د بندر فعالیتونه تر هغه وخته پورې ځنډول شوي چې وضعیت د امنیتي او مرستندویه ځواکونو په بشپړ کنټرول کې نه وي راغلی.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG