تمیم نوري د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وايي، سږکال له کندهاره شاوخوا ۲۳ زره ټنه انځر د شاوخوا ۱۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي.
ټاکل شوې د تورخم دروازې د پرانستې په اړه نن دوشنبه هم غونډه وشي. د دواړو لورو قومي مشران او سوداګر پرون په همدې هدف سره جرګه شوي وو چې په وینا یې خبرو کې یې پرمختګ کړی دی.
په افغانستان کې خوارځواکي هغه ناروغي ده چې میلیونونه ماشومان پرې اخته دي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، د ښار په واټونو کې د ریړۍ چلوونکو بې نظمۍ او د موټرونو غیر منظم پارکینګ د ترافیکي ګڼې ګوڼې د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.
په وروستیو کلونو کې په کندهار کې د غواګانو فارمونو په چټکۍ سره وده کړې، چې له لارې یې مالداران خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. خو د مناسب بازار نشتوالي له امله، د دغو فارمونو څښتنان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په کندهار کې ورځني مزدوران وايي، د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو یې ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، له سهار تر ماښامه د کار په لټه کې وي، خو اکثره ورځو د مزدورۍ په موندلو بریالي نهشي.
په کندهار کې د سرو زرو سوداګر وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د دوی کاروبار په بېساري ډول ټکنی شوی دی. د کندهار ښار د "چهارسو" بازار، چې د سرو او سپینو زرو د پلور مرکز ګڼل کېږي، اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د زړه ناروغانو شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی. د روغتون مسوولین وايي، یوازې په تېره یوه میاشت کې ۴۶ کسان د زړه د حملې له امله روغتون ته راوړل شوي، چې ځینې یې بستر شوي او ځینو ته د عاجلې درملنې اړتیا وه.
که څه هم په کندهار کې د زیتونو کښت تر اوسه عام نه دی، خو د عینو مېنې په دويمه سیمه کې یو لوی شخصي باغ شته چې زرګونه ونې لري او هر کال د پام وړ حاصل ورکوي.
د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته راغلي ناروغان او پایوازان د درملو او روغتیايي امکاناتو د کمښت شکایت کوي.
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي له کلونو راهیسې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.
په دې وروستیو کې په کندهار کې د فرنیچر د تولید صنعت په بېساري ډول پرمختګ کړی دی. اوس مهال د دې ولایت تر ۷۰ سلنه فرنیچر تولیدات محلي دي، چې پخوا به له بهرنیو هېوادونو واردېدل.
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
کندهار کې ژوبڼ؛ ښځینه لیدونکې یې نشته
په کندهار کې د هیواد په کچه د یوه خصوصي سهامي شرکت له خوا د "سندس نساجي" په نوم د ټوکر جوړولو ستره فابریکه جوړیږي.
د کندهار سرپوښ بازار چې د دغه ولایت د تاریخي ودانیو له ډلې دی، لا هم خپل رنګونه او جذابیت لري. دغه بازار چې د کندهاري کلتور او صنعت یو مرکز دی، دا مهال بیارغونې ته اړتیا لري.
نور راوښيه