د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

د سپین بولدک اوسیدونکي د اوبو د کمښت او وچکالۍ له کړاو سره مخامخ دي


په کندهار کې د فصل ټولولو دا عکس د ۲۰۲۳ م کال دی.
په کندهار کې د فصل ټولولو دا عکس د ۲۰۲۳ م کال دی.

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي له کلونو راهیسې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي د څښاک پاکې اوبه نه لري او د کښتونو لپاره اوبه هم په بشپړ ډول کمې دي.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د تېرو کلونو جګړو او وچکالۍ د دې سیمې ژوند سخت اغېزمن کړی، چې اوس یې د اوبو د کمښت ستونزه لا پسې ډېره کړې ده.

د سپین بولدک د ناوې سیمې یو اوسېدونکی محب الله وايي د څښاک پاکې اوبه نه لري او اړ دي چې له لرې سیمو څخه غیر صحي اوبه خپلو کورونو ته راوړي.

د هغه په وینا، یوازې د ناوې په سیمه کې شاوخوا ۴۵ کلي د څښاک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

محب الله زیاتوي: “دلته دې د اوبو لپاره موږ ته برمې ووهل شي. دلته تقریباً ۴۵ کلي دي، هر کلی ۴۰یا ۵۰ کورونه لري، خو موږ د اوبو لپاره برمې نه لرو.”

په سپین بولدک کې د وچکالۍ له امله د کرنې او مالدارۍ وضعیت هم خراب شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کروندو لپاره اړینې اوبه نشته، او د بارانونو د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره چکډمونه باید جوړ شي.

د داد خان او جمعه ګل په نومونو دوه اوسېدونکي وايي چې د سیمې کاریزونه خراب شوي او د شېلو اوبه هم نه مهارېږي، چې له امله یې د کرنې لپاره اوبه نشته.

داد خان زیاتوي: “دغه زموږ علاقه یوه وچه ده. دغه کاریزونه په ساحه کې دغسې خراب پراته دي. موږ د نړیوالو نه غوښتنه کوو چې د اوبو د ستونزو لپاره ترتیبات برابر کړي.”

جمعه ګل زیاتوي:“موږ غوښتنه کوو چې شیلې وتړل شي، ترڅو کاریزونو ته اوبه پيدا شي او زموږ کرنې ته وده ورکړل شي.”

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت مسوولین وايي چې د دې ولسوالۍ د اوبو د ستونزې حل لپاره یې ځینې اقدامات پیل کړي دي.

د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي رحیم الله محمود وايي چې په ولسوالۍ کې څو کوچني چکډمونه جوړ شوي دي، او په راتلونکي کال کې د ګڅۍ په سیمه کې د یوه لوی بند د جوړولو کار هم پیل کېږي.

مولوي رحیم الله محمود زیاتوي:“الحمدالله، دا اوس څو کوچني چکډومونه روان دي. راتلونکي کال کې د یو لوی بند د جوړولو کار روان دی، چې د ګڅۍ پر مانده به جوړ شي. انشاالله امارت زیاته توجه ورته لري.”

سپین بولدک ولسوالي، چې د کندهار ښار جنوب ختیځ ته په ۱۱۰ کیلومترۍ کې پرته ده، له ډیرو کلونو راهیسې د حکومتي پاملرنې له کمښت سره مخ ده.

د دې ولسوالۍ ډیری خلک د کرنې او مالدارۍ پر عایداتو متکي دي، چې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د سیمې اوسېدونکي د کاریزونو پاکولو، د چکډمونو جوړولو، او د لویو بندونو جوړولو غوښتنه لري، ترڅو د وچکالۍ اغېز راکم او د اوبو ستونزې حل شي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG