انځوریزه ټولګه: د جګړې میراث؛ په افغانستان کې ځمکني ماینونه

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو پر اساس افغانستان کې هره مياشت ۱۵۰ تنه د ماين په چاودنو کې وژل کېږي.
د ماين په هر ۱۰ قربانيانو کې اته‌یې ماشومان وي چې سهواً د هغو ماينونو سره چې د لوبو شيانو سره ورته‌والی لري، مخ کېږي.
اته کلن ادريس يو له دغه قربانيانو څخه دی چې اوس دا زده کوي چې څه ډول په هغه مصنوعي پښه چې کابل کې د سره صليب له‌خوا ورته جوړه شوې ده، وګرځي.

۱۷ کلن احمد ضيا کابل کې د سره صليب د مؤظف ډاکتر له‌خوا معاينه کېږي. د احمد ضيا يوه پښه د ماين په چاودنه کې پرې شوې ده.
له ۱۹۸۸ زېږديز کال راهیسې ۴۱،۰۰۰ افغانان د ماينونو او ناچاوده توکو له امله مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو له ماينونو سره د مبارزې ادارې د راپور پر بنسټ د يادو قربانيانو له دوه پر درېیمې برخې ډېر یې ماشومان دي.

 امان‌الله ۲۵ کلن دی، نوموړی چې کابل کې د سره صليب په يوه روغتيايي مرکز کې تر درملنې لاندې دی، پښه‌يې په هلمند ولايت کې ماين چاودنې پرې کړې ده

۳۴ کلن محمد ظاهر (منځ کې ولاړ کس) چې دواړه پښې يې کندهار ولايت کې د ماين په چاودنه کې پرې شوي، اوس‌مهال په مصنوعي پښو د تګ تمرين کوي.
د دې مرکز ډېری کارکوونکي داسې کسان دي چې د بدن ځيني غړي يې پرې شوي، خو اوس زده‌کړه ورکول شوې ترڅو نورو ته په مصنوعي پښو تګ وروښیي.

۳۰ کلنه صدره چې په بدخشان ولايت کې يې د ماين په چاودنه کې پښه پرې شوې ده

يو ځوان کابل ښار ته څېرمه د «قفس کلي» کې ماشومانو ته د ماينونو په اړه تصويرونه ورښیي.
د ډنمارک د مهاجرينو د شورا مسؤل چارلت سلنت چې د همدې پروګرام څارنه کوي، روېټرز ته ويلي: "زموږ د بنسټيزو بشري پروګرامونو څخه یو لویانو او ماشومانو ته روزنه ورکول دي ترڅو هغوی د ماينونو له خطرونو او ګواښونو خبر کړو او دوی ته ور زده کړو چې نا اشنا څیزونو سره څه ډول چلند وشي او څه ډول د هغوی له ګواښونو او خطرونو ځانونه خوندي وساتو."

په يوه ټولګي کې ماشومان د نا چاوده توکو او ماينونو انځورونه او دغه‌راز د چاودېدونکو توکو په اړه د خبردارۍ ورکونې انځورونه ویني

د ډنمارک د مهاجرينو شورا د ماين پاکۍ کارکوونکي د کابل ولايت خاک جبار ولسوالۍ کې د ماينونو او چاودېدونکو توکو په لټه کې دي.
د ماين د شنډولو يو مسؤل سلنت وويل: "افغانستان کې د ماينونو او چاودېدونکو توکو شتون يوه لويه ستونزه ده. افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر ماينونه په‌کې خښ شوي دي."

کابل کې د ماين پاکۍ يو کارکوونکی د ناچاوده توکو د پيدا کولو هڅه کوي

یوه سره نښه هغې سیمې ته نږدې لګول شوې چې د پرسونل ضد روسي ماین په‌کې ځای پر ځای شوی دی.
د ماین پاکۍ کارکوونکي مخکې له دې چې نورې سیمې وپلټي، دې ماین ته له لیرې واټن څخه د کېبل په وسیله چاودنه ورکوي.

کابل کې د يوه موندل شوي ماين چاودنې صحنه

د کابل په یوه برخه کې د ماین پاکۍ یو مسؤل له ماینونو یوه ډکه سیمه پلټي.
سره له دې چې سلګونه ماینونه او چاودېدونکي توکي له‌منځه وړل شوي، خو لا هم اړتیا ده چې له ماینونو ډکې لسګونه زره متر مربع ځمکې وپلټل شي.