د افغانستان او نړۍ د کرکټ پېژندل شویو ستورو راشدخان او محمدنبي د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه غندلې چې، پر بنسټ يې په طبي انسټیټوټونو کې نجونې له زدهکړو راګرځول شوي دي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پېژندل شوی ستوری راشد خان وايي، د طالبانو هغې پرېکړې مایوسه او خواشینی کړی چې، د نجونو پر مخ یې د طبي څانګو زدهکړې وتړلې.
راشد خان پرون چهارشنبې ناوخته د (دسمبر ۴مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "د هر هېواد د پرمختګ بنسټ تعلیم دی او زموږ خویندی حق لري چې تعلیم وکړي او د طبي برخو سربېره، په هره برخه کې خدمت وکړي."
راشد خان وړاندې ویلي: "په ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو د انځورونو او خفګان لیدل ډېر دردوونکي دي."
راشد خان د طالبانو له حکومته غوښتي چې، پر دغې پرېکړې له سره غور وکړي.
بل پلو، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم بل پېژندل شوي ستوري محمدنبي ویلي: "زه دا ناعادلانه پرېکړه غندم او د طالبانو له حکومت غواړم چې دغه پرېکړه بېرته واخلي او نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي."
محمد نبي دا خبرې پرون ناوخته پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي او زیاته کړې يې ده: "دا خواشینونکې ده چې اوسني حکومت د نجونو پر مخ په طبي څانګو کې پر زدهکړو بندیز ولګاوه."
د هغه په خبره، طالبانو له نجونو د زدهکړو په برخه کې وروستی فرصت هم واخیست.
محمدنبي وړاندې ویلي، افغانستان د نارینو ترڅنګ تعلیمیافته ښځو ته اړتیا لري.
رحمنالله ګربز چې د کرکت د ملي ټیم بل پېژندل شوی لوبغاړی دی، ده هم پر خپلې فېسبوک پاڼې د قرانکریم هغه ایاتونه لیکلي چې، پهکې د زدهکړې او تعلیم ارزښت بیان شوی دی.
هغه وړاندې لیکي، تعلیم پر ښځې او نر دواړو فرض دی.
طالبانو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبتالله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ چې لا يې په رسمي توګه تایید کړی نهدی، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو دروازې وتړلې.
"دغه ټویټونه که اوس لوبغاړي کوي او یا لهدې وړاندې يې پهدې اړه کړي دي، زما په فکر پر طالبانو به هیڅ ډول اغېز ونهکړي،واصل ساپی
دا طبي انستيتوتونه هغه وروستۍ روزنيزې ادارې وې چې، په روغتیايي برخه کې د ښځینه کارکونکو اړتیا ته په پام پهکې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیز نه وو عملي شوی.
لهدې وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پر یوشمېر لوبغاړو په ځانګړې توګه پر هغو لوبغاړو چې په نړیواله کچه شهرت لري، نیوکې دا وې چې دوی د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو بندیزونو ته جدي غبرګون نه ښکاره کوي.
خو دا ځل چې د راشدخان په ګډون ډېرشمېر لوبغاړو د طالبانو دا پرېکړه غندلې، ایا د زدهکړو په برخه کې به د طالبانو پر دریځ اغېز وکړي؟
په اړه يې د کرکټ مبصر او شنونکی واصل ساپی وايي: "دغه ټویټونه که اوس لوبغاړي کوي او یا لهدې وړاندې يې پهدې اړه کړي دي، زما په فکر پر طالبانو به هیڅ ډول اغېز ونهکړي، ځکه ټوله نړۍ، ملګروملتونو، لویو هېوادونو له طالبانو پهدې برخه کې غوښتنې کړي، خو پر طالبانو يې هیڅ اغېز نهدی کړی او دا د بندیزونو لړۍ همداسې روانه ده."
په دې اړه نور: هيومنرايټسواچ: طالبانو د زدهکړو په برخه کې د نجونو پر وروستیو هیلو هم خاورې واړولېد طالبانو لهخوا د نجونو پر ښوونځیو، پوهنتوني زدهکړو او اوس پر طبي څانګو بندیزونو پراخ کورنۍ او نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندويه ماموریت یوناما د دې بندیز له اعلان دوه ورځې وروسته پرون ناوخته (دسمبر ۴مه) په یوه بیان د طالبانو د دې بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي، که چېرته دا پرېکړه په رسمي ډول تایید شي، د افغانستان د روغتیايي پاملرنې پر سیسټم او د هېواد پر پراختیا به ناوړې اغېزې ولري.
یوناما وړاندې د طالبانو له حکومته غوښتي چې، پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
بل پلو، د بشري حقونو د مدافعانونو ټولنې په یو بیان کې ویلي، د طالبانو دا پرېکړه چې نجونې يې په طبي څانګو کې له زدهکړو راوګرځولې، په ټول هېواد کې به د مور او ماشوم د مړینې د کچې د لوړېدو سبب شي.
لهدې مخکې، د بشري حقونو د څار سازمان، د بشري حقونو د فعالانو ټولنې، اروپايي ټولنې او د افغانستان دننه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یوشمېر سیاسي او فعالو څېرو او سازمانونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.