د طالبانو د امربالمعروف وزرات: د ښځو ترمنځ د خبرو د تحريم په اړه راپورونه بې‌بنسټه دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت

د طالبانو د حکومت امربالمعروف وزارت له ښځو سره د ښځو د غږېدو د تحریم په اړه څرګندونې رد کړې دي.

کله چې یوه بالغه زنانه لمونځ کوي، مخې ته یې یوه بله بالغه خور تېرېږي الحمدلله او سبحان الله ته اجازه نه‌‌شته.
شيخ خالد حنفي

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وايي، دوی ښځې په خپلو کې له خبرو نه‌دي منع کړي.

د ښاغلي خیبر دا وینا هغه فتوا ردوي چې څو ورځې مخکې د طالبانو د امربالمعروف د مسوول چارواکي له قوله ورکړل شوې وه.

د لمونځ د شرایطو په اړه د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزیر شیخ خالد حنفي ته په یوه منسوب غږیز پیغام کې چې څه د پاسه دوه اوونۍ مخکې د دې وزارت پر رسمي ایکس‌پاڼه خپور شو، د شرعي احکامو په اساس ویل شوي دي چې ښځې په خپلو کې سندرې خو څه چې حتی تکبیر لا نه‌شي ویلای.

ياد غږيز پيغام کې ويل شوي: "زنانه په زوره جهري قرأت، ترانه او سندرې نه‌شي ویلای، ختم. نو کله چې یوه بالغه زنانه لمونځ کوي، مخې ته یې یوه بله بالغه خور تېرېږي الحمدلله او سبحان الله ته اجازه نه‌‌شته. ښی لاس به راواخلي او په چپ لاس به یې ټپوي نو سندرې ته به څنګه اجازه ورکوي چې تکبیراتو ته اجازه نه‌‌لري."

په دې اړه نور: د طالبانو له لوري د ښځو غږ عورت ګڼل؛ یو شمېر معترضو ښځو یې په غبرګون اعتراضونه وکړل

دې څرګندونو هغه مهال پراخ غبرګونونه وپارول، خو فرانس پرس خبري اژانس پرون په یو راپور کې د امربالمعروف او نهي عن‌‌‌المنکر وزارت د ویاند ښاغلي خیبر له قوله راپور ورکړ چې، نوموړی وايي دا راپورونه بې‌‌بنسټه او غیر منطقي دي.

د طالبانو حکومت د روان کال په اګست میاشت کې په هېواد کې د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور کړ.

د دې قانون ډېره برخه په ټولنه کې د ښځو د چلند پر څرنګوالي متمرکزه ده.

دا قانون د بشري حقونو د ډلو له کلکو نیوکو سره مخامخ شوی دی او په‌دې ترڅ کې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندی ماموریت یا یوناما، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست څانګې او نورو نړیوالو مؤسسو او سازمانونو پر افغانانو د دې قوانینو د جبري تطبیقولو له کبله پر طالبانو کلک انتقادونه کړي دي.

طالبانو په بېلابېلو برخو کې پر ښځو ګڼ‌شمېر محدوديتونه لګولي دي.

په عین حال کې د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د زیاتېدونکو محوددیتونو په دوام د واکمنو طالبانو د ټولو فرمانونو د سم‌دستي لغو کېدو غوښتنه کړې.

دې سازمان د لړم په لسمه په یوه بیان کې وویل چې، په افغانستان کې بشري حقونه، په تېره د ښځو او نجونو حقونه نقض شوي دي.

طالبان وايي، د امربالمعروف او نهي عن‌‌‌المنکر قوانین اسلامي اصول دي او له هغه سره هيڅوک مخالفت نه‌شي کولای.