د ایران د لُرستان ولایت مرستیال په دغه ولایت کې د افغان کارګرانو پر ګمارلو بندیز لګولی دی.
د ايران دولتي اژانس ایسنا د لرستان د والي د مرستيال مسلم مرادي په حواله راپور ورکړی چې، په کرنيزو ځمکو، توليدي شرکتونو او ساختماني پروژو کې د افغان کارګرانو ګمارل منع دي.
"ډېر افغان کارګران په تېرو دوو میاشتو کې لهدې ستونزې سره مخ شوي؛ د افغانانو لپاره کورونه تړل شوي او په هيڅ ښار کې تر هغو کرایه نه ورکول کېږيايران کې يو افغان کډوال
هغه خبرداری ورکړ، چې پر افغان اتباعو د موټرونو او جایدادونو پېر او پلور غیر قانوني دی او خلک باید لهدې کړنو ډډه وکړي.
د مرادي په حواله ویل شوي، هغه کسان چې افغان اتباع استخداموي له قانوني چلند سره به مخ شي.
د ایران د کار قانون د ۱۲۰مې مادې لهمخې هر هغه څوک چې غیر قانوني کارګران استخدام کړي باید د کارګر د ورځني مزد پنځه برابره جریمه ورکړي.
دا پيسې د څه باندې یو میلیون تومانو معادل کېږي.
د روان کال په تلې میاشت کې هم په تهران، کرمانشا او تبریز کې افغانان د خوراکي او کرنیزو موادو د تولید په فابریکو کې له کار کولو منع شول.
ایران ته د کار لپاره تللي افغان کډوال وايي، په ایران کې سیاسي وضعیت او د ایراني حکومت فشارونو د دوی ژوند ستونزمن کړی دی.
په ایران کې یوه افغان کارګر چې نهیې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، پر افغان کارګرانو د ایران د حکومت فشار د دې لامل شوی چې د کار څښتنان د دوی پيسې وخوري او ګواښ ورته وکړي چې د پولیسو په لاس به یې ورکړي.
هغه وايي: "خلک له دولت سره همغږي دي، ناقانونه کارګرانو ته معاش نه ورکوي، له یوې یا دوو میاشتو کار وروسته د دې پر ځای چې معاش ورکړي، ۱۱۰ د پولیسو شمېرې ته زنګ وهي او وايي، چې دلته افغانان شته چې اسناد نهلري. زه پخپله د دې صحنې شاهد یم، مګر زه اوس هم په سختۍ سره معاش اخلم."
په دې اړه نور: يو ايرانی چارواکی: روان کال د ايران په لرستان ولايت کې نږدې دوه زره افغان کډوال نيول شويپه ایران کې یو بل افغان کډوال چې نهیې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې نه یوازې په لرستان بلکې د ایران په ډېرو ولایتونو کې د افغان کډوالو لپاره د کار او ژوند شرایط ستونزمن شوي دي.
ياد افغان کډوال وايي: "ډېر افغان کارګران په تېرو دوو میاشتو کې لهدې ستونزې سره مخ شوي؛ د افغانانو لپاره کورونه تړل شوي او په هيڅ ښار کې تر هغو کرایه نه ورکول کېږي، چې استوګنه ولري. له بدهمرغه له کارګرانو سره هم ناسم چلند کېږي."
ایران د کال تر پایه د افغان کډوالو د جبري ایستلو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې نور د افغانانو د منلو وس نهلري.
په همدې لړ کې د لرستان د امنیت او پولیسو مشر محمد پیرحیاتي تېره اوونۍ تایید کړې چې یوازې په لرستان کې ۱۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي.