د طالبانو حکومت وايي چې په تېرو درېیو کالو کې مو تر څلور زره ډېرو معتادو ښځو او ماشومانو درملنه کړې ده.
د نیمروز ولایت ۳۸ کلنه فاطمه د دریو ماشومانو مور ده.
دا له دوو کالو راهيسې په ښیښه معتاده شوې او په دې موده کې له اولادونو څخه ليري په زرنج ښار کې له معتادو ښځو او نارینهوو سره ژوند کوي.
فاطمه وايي چې د اعتیاد د درد ترڅنګ یې له اولادونو څخه ليرېوالی هم ځوروي، دا په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې د طالبانو حکومت به د درملنې زمینه ورته برابره کړي.
هغه زیاتوي: "دوه کاله کېږي چې معتاده شوې او شپه او ورځ تر پلونو او ونو لاندې تېروم. وږې تږې یمه، د خوراک لپاره ډوډۍ نه شمه پيدا کولای، په دې بدمرغۍ کې ښکېله یمه. که د طالبانو حکومت غواړي چې موږ له دې حالت څخه وژغورل شو زموږ درملنه دي وکړي، یو کار دي وکړي."
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دا مهال په افغانستان کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې لس مرکزونه په واک کې لري او دا مرکزونه په منظم ډول د معتادینو درملنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې دوی په تېرو دریو کالو کې د دې مرکزونو په مرسته د زرګونو معتادینو درملنه کړې ده.
زمان وویل: "په تېرو درېیو کالو کې تر څلور زره او دوه سوه ډېرو ښځينه معتادینو درملنه شوې ده. دغه ډول د مشورې او تعقیبي پروګرامونو برخې هم فعالې دي چې دا ښځې بیرته معتادې نه شي. همدا اوس موږ په کابل او نورو ولایتونو کې لس روغتیايي مرکزونه لرو، په دې مرکزونو کې، په ځانګړي ډول د معتادو ښځو او ماشومانو درملنه کېږي."
د طالبانو حکومت داسې مهال د معتادو ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیايي مرکزونو د فعاله ساتلو ادعا کوي چې د مسلکي اشخاصو او امکاناتو د نشتوالي له امله د نیمروز ولایت د معتادو ښځو او ماشومانو په شل بستریز مرکز کې یوازې لس بستره فعال دي.
د افغانستان د تحلیګرانو د شبکې یوه ارزونه ښيي چې د معتادینو د درملنې مرکزونه، په تېره بیا د معتادو ښځو او ماشومانو روغتیايي مرکزونه په بد حالت کې دي.
د دې شبکې څېړونکی روح الله سروش ازادي راډيو ته وویل چې د معتادینو د درملنې فعال مرکزونه د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي او داخل بستر ناروغان هم دا شکایت کوي چې ناوړه چلند ورسره کېږي.
سروش وايي: "په دې کیمپونو کې ځانګړي روغتیايي کادرونه نهشته. د معتادینو د درملنې دولتي مرکزونه چې د عامې روغتیا وزارت يې مدیریت کوي، هلته د ناروغانو درملنه د روغتیايي معیارونو پر بنسټ نه کېږي. د کادرونو او روغتیايي امکاناتو کموالی لویه ستونزه ده. دغه ډول په دې مرکزونو کې معتادین د طالبانو د ناوړه چلند څخه هم سر ټکوي. معتادینو په دې کمپونو کې د خوړو د کموالي په اړه هم شکایتونه درلودل."
په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د معتادینو د درملنې ۸۴ مرکزونه فعال وه، خو دا مرکزونه په ۲۰۲۱م میلادي کال کې د طالبانو له دوهمې واکمنۍ سره د مسلکي اشخاصو د کموالي له امله وتړل شول.
اوس د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ادعا کوي چې په افغانستان کې د معتادو ښځو او ماشومانو د لسو مرکزونو په ګډون، په مجموع کې د معتادینو د درملنې او دغه ډول د معتادینو د ساتنې او پالنې شپېته کلینیکونه او لوی مرکزونه فعال دي.
د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا