طالبان: اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له شته ستونزو انکار نه شو کولی

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړپوړي چارواکي د خبرې غونډې پر مهال. د عکس ښي خوا څخه درېیم کس د دې وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر دی.

له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د طالبانو د حکومت د ویاندویانو له لوري د ځواب نه درکولو په اړه د خبریالانو له لوري ډېرې نیوکې او شکايتونه کېدل، تازه د طالبانو حکومت هم په دې برخه کې شته ستونزې ومنلې.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي نن سې شنبه د سپټمبر ۱۷مه "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نوم خبري غونډې ته وويل چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې شته چې هیڅوک تر انکار نه‌شي کولى.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي

نوموړي وويل چې د دوى وياندویان مکلف دي چې د خپلو اداراتو اړوند معلومات په وخت خبريالانو ته وړاندې کړي، خو زياته يې کړه چې که خبريالان په دې برخه کې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اطلاعاتو له رياست سره دې شريک کړي.

هغه زیاتوي: "اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې طبعاً ستونزې شته، له دې انکار نه‌شو کولى، وياندويان مکلف دي چې د اداراتو د کار اړوند پر وخت او دقيق معلومات رسنيو ته په لاس ورکړي."

خو په افغانستان کې یو شمېر هم خبریالانو له دې وړاندې ویلي چې کره معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالي او د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نه ځواب ورکولو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې یوه خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت ویاندویان په اکثرو مواردو کې د دوی پوښتنو ته ځواب نه ورکوي او د اطلاعاتو نشتون د راپور ورکولو په برخه کې دوی ته ستونزو سره مخ کوي.

یو خبریال وايي: امنيتي کارکوونکو په ډېر يو ناوړه چلند د پېښې په سيمه کې د خبريالانو د انځورګرۍ مخه نيولې.

هغه وویل: "له بده مرغه د امارت اسلامي حکومت په در کلنه واکمنۍ کې خبريالان د حکوحت له وياندويانو د نه ځواب ورکولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، ان امنيتي کارکوونکو په ډېر يو ناوړه چلند د پېښې په سيمه کې د خبريالانو د انځورګرۍ مخه نيولې."

یو بل افغان خبریال شکیب نظري هم وايي چې د طالبانو د حکومت ویاندان په ډېرو مواردو کې مرکې ته نه حاضرېږي او کره او پر وخت معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

هغه وویل: "بايد صادقانه ووايم په ډېريو مواردو کې د وياندويانو له نه ځواب ورکولو سره مخ يو او نه‌شو کولى دوى چې د بېلابېلو اداراتو پر څوکيو ناست دي، قانع کړو چې مرکه وکړي."

تر دې مخکې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو ویلي وو چې کابو درې کاله وړاندې واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې د بیان او ازادو رسنیو ازادي تر پښو لاندې شوې ده.

د دوى له ډلې د بې پولې خبريالان سازمان یا "آرایس‌ایف" وايي، له هغه راهيسې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې پر افغانستان واکمن شول، دوی پر خبريالانو، په ځانګړې توګه ښځينه خبريالانو ډېر محدوديتونه وضع کړل او د مطبوعاتو ازادي يې سخته محدوده کړه.