د ايران ولسمشر د بې‌اسناده کډوالو د ايستلو اعلان کړی؛ يو شمېر افغان کډوال يې اندېښمن کړي

ايران کې د يوشمېر افغان کډوالو انځور

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان وايي، دغه هېواد ته ورغلي غیرقانوني افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د ایراني چارواکو له تېرو څرګندونو وروسته اوس ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هغه افغانان به بېرته خپل هېواد ته واستول شي چې، په غیرقانوني اسنادو ایران ته ننوتي دي.

ښاغلي پزشکیان پرون دوشنبه د سپټمبر ۱۶مه یوې خبري غونډې ته وویل، د ایران د امنیت عالي شورا د کډوالو د قوانینو په اړه د بحث لپاره درې ځلې غونډې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې افغانان او ایرانیان وروڼه دي، خو د دواړو هېوادو ترمنځ د قانوني چوکاټونو رعایت خورا مهم دی.

نوموړي وویل: "موږ سره وروڼه يو لکه مخکې مې چې وويل اوس هم وايم موږ سره وروڼه يو، خو د هېوادونو ترمنځ د يوشمېر لار چارو رعايت هغه قاعدې دي چې بايد ومنل شي او اوس هم د دې هڅې روانې دي، هغوى چې په ناقانونه توګه ايران ته راغلي بېرته به خپلو هېوادونو ته په ډېر درناوي ستانه کړل شي."

پزشکیان د انتخاباتي کمپاین پر مهال هم د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدونو د بندېدو پر اړتیا ټینګار کړی و.

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان

په ورته وخت کې په ايران کې يوشمېر افغان کډوال په‌دې هېواد کې د دوی په وړاندې له مخ پر زیاتېدونکو محدوديتونو شکايت کوي.

"هيڅ مهمه نه‌ده چې دا کډوال ويزه لري، د سرشمېرنې کارت لري او که پاسپورټ لري، ټول ټولوي او افغانستان ته يې لېږي

په ايران کې افغان کډوال اميد رحيمي په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "په دغو تېرو ورځو کې له يزد او کرمان څخه چې هلته کوم افغانان اوسېدل د خلکو په مرسته ټول افغانستان ته استول شوي او هغه کډوال چې قانوني اسناد لري هغه هم ډيپورټ کېږي افغانستان ته او پاسپورټونه يې څېري کېږي، کوم کسان چې اقامې لري هغوى هم شړل کېږي."

نوموړى له نړيوالو او د بشر د حقونو له سازمانونو غواړي چې، په ايران کې د افغان کډوالو حال ته پاملرنه وکړي.

په ايران کې د کډوالو د حقونو یوه فعاله چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، د افغان کډوالو وضيعت دومره خراب دى چې د ايستل کېدو له وېرې که هر څومره اړين کار هم ولري، له کورونو نه‌شي راوتلى.

هغه وايي: "هيڅ مهمه نه‌ده چې دا کډوال ويزه لري، د سرشمېرنې کارت لري او که پاسپورټ لري، ټول ټولوي او افغانستان ته يې لېږي ان د دوى په ډله کې د دوى خپل وګړي خپله ايرانيان هم شړل شوي، دوى سره خپل ملي کارتونه نه وو چې هر څو يې ويلي ايرانيان يو، بيا يې هم شړلي، په هره کوڅه کې د کډوالو د راټولو موټر ولاړ دي."

په دې اړه نور: ايراني رسنۍ: د يوې اوونۍ پر مهال د سيستان-بلوچستان ولايت کې نژدې ۱۵۰۰ بې‌اسناده افغان کډوال نيول شوي

هغه زياتوي، وضيعت دومره ستونزمن دى چې د ايران په نانوایانو کې پر افغانانو ان وچه ډوډۍ لا په اسانۍ، نه پلورل کېږي.

دغه راز په‌دې هېواد کې د افغان ماشومانو په وړاندې د زده‌کړو د دروازو د تړل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو مخکې اعلان کړی و، چې د روان کال ترپایه به شاوخوا دوه میلیونه غیرقانوني کډوال له‌دې هېواده وباسي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان "IOM" په وینا، یوازې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۴۳زره کسان راستانه شوي، چې له‌دې جملې څخه ۵۷ فیصده یې په زور ایستل شوي.