په لوېديځه غاړه کې د کډوالو له کمپونو د اسراييلې ځواکونو د وتلو راپورونه ورکړل شوي

اسراييلي ځواکونه

راپورونه وايي، چې اسراییلي ځواکونه په لوېدیځه غاړه کې د کډوالو له کمپونو څخه وتلي وي، خو اسراییلي پوځي چارواکو ویلي دي چې هلته عملیات لاهم پای ته نه‌دي رسېدلي.

داسې ښکاري چې اسراییلي پوځیان به له نژدې یوې اوونۍ عملیاتو وروسته پرون سهار په لوېدیځه غاړه کې د کډوالو له دریو کمپونو وتلي وي.

په‌دې عملیاتو کې لسګونه فلسطینیان ووژل شول او پراخې سیمې ورانې شوې.

اسراییلي سرتېرو یوه امریکايي مېرمن په لوېدیځه غاړه کې د یهودي مېشت‌ځایونو پرضد د مظاهرې پرمهال په ډزو ووژله.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې د ۲۶ کلنې آیسې نور ایزګي ایګي Aysenur Ezgi Eygi د مړینې له کبله خواشیني ښودلې ده.

په بیان کې د دې مېرمنې چې پر امریکا سربېره یې ترکي تابعیت هم درلود، د مړینې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه شوې ده.

د لوېدیځې غاړې د کډوالو په دریو کمپونو کې عملیات د غزې د جګړې له پیلېدو راهیسې په ‌ې سیمه کې د اسراییلي ځواکونو تر ټولو لوی عملیات وو، خو تېره شپه د اسراییلو پوځي ګاډي د جنین د کډوالو د کمپ د تلاشۍ له یوې پوستې څخه د وتلو په حال کې لیدل شوي دي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې د ۲۶ کلنې آیسې نور ایزګي ایګي Aysenur Ezgi Eygi د مړینې له کبله خواشیني ښودلې ده.

د اسوشیتید پرېس خبري اژانس یوه خبریال ویلي چې، پرون سهار وختي په کمپ کې دننه د اسراییلي سرتېرو د حضور هيڅ راز شواهد نه لیدل کېدل.

د راپورونو له‌مخې د جنین د کمپ اوسېدونکي چې د اسراییلو د پوځ له عملیاتو وروسته په خپلو کورونو کې بند پاتې وو، راووتل.

د چارواکو په وینا دا عملیات په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ډېر ورانوونکي وو.

د چارواکو په وینا دا عملیات په تېرو څو کلونو کې تر ټولو ډېر ورانوونکي وو.

د اسراییلو پوځي چارواکو ویل، د جنین، تولکاریم او الفارا د کډوالو په کمپونو کې یې فلسطیني وسله‌وال په نښه کول، څو د دوی په ټکو پر ملکي اسراییلیانو د حملو مخه ونیسي.

د اسراییلي چارواکو په وینا دا حملې په تېره بیا په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو له پیل وروسته زیاتې شوې دي.

د اسوشیتید پرېس د راپور له‌مخې اسراییلي ځواکونه له تولکاریم کمپ څخه پرون سهار او له الفارا کمپ څخه له هغه مخکې وتلي وو.

خو د اسراییل پوځ پرون په یوه بیان کې وویل، په‌دې کمپونو کې عملیات تر اوسه پای ته نه‌دي رسېدلي.

ملګروملتونو پرون وويل، چې غزه کې بشري وضعيت د ناورين له حده تېر شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې اسراییلي ځواکونه به د تروریزم پرضد د خپلو عملیاتو د نتایجو تر ترلاسه کولو پورې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

د اسراییلو د تېرو لسو ورځو عملیاتو ډېر تمرکز د جنین د کډوالو پر کمپ و.

په‌دې کمپ کې شاوخوا شل زره فلسطینیان اوسېږي.

دا عملیات د هغې جګړې یوه برخه وه، چې په غزه کې د تېرکال د اکتوبر په اوومه پیل شوه.

د دې جګړو مهال به د اسراییلو پوځ عملیات کول، فلسطیني وسله‌والو به پر هغوی حملې کولې او د یهودي مېشت ځایونو اوسېدونکو به بیا پر فلسطینیانو بریدونه کول.

د فلسطین روغتيايي چارواکو په وینا په‌دې حملو کې نژدې ۷۰۰ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي دي، خو په غزه کې بیا د تېرو نژدې ۱۱ میاشتو جګړو پرمهال د فلسطیني چارواکو له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې د اسراییلو په پوځي عملیاتو کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینيان وژل شوي دي.