د طالبانو ادعا: په تېر یوه کال کې مو تر ۲۳زرو د ډېرو معتادینو درملنه کړې

ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې معتادین تر درملنې لاندې دي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تېر یوه کال کې يې تر ۲۳زره ډېرو معتادینو درملنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مقامات ادعا کوي چې، دوی په تېر یوه کال کې د معتادینو د درملنې په برخه کې د پام وړ بریاوي درلودې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې دوی د معتادینو د درملنې د مرکزونو ترڅنګ، د روغتیايي ټيمونو له لارې په زندانونو او معتادینو په کورونو کې هم د معتادینو درملنه کړې ده.

هغه وویل: "د تېر یوه کال راهيسې د روغو شویو معتادینو شمېر درویشت زره او ۶۹۲ نفرو ته رسېدلی دی. د معتادینو د ملاتړ په مرکزونو کې د یو ویشت زره او ۳۶۸ معتادینو درملنه شوې ده. دغه ډول په کورونو او زندانونو کې د درې زره او ۷۵۴ معتادینو درملنه شوې ده. تر دوه ويشت زره ډېر معتادین د ساحوي ټيمونو او روغتیايي کارکوونکو له خوا څارل کېږي چې د بیا معتاد کېدو څخه وژغورل شي."

درې کاله مخکې په جمهوري نظام کې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د معتادینو د درملنې ۸۴ دولتي او خصوصي مرکزونه فعال وه چې د طالبانو له دوهمې واکمنۍ له پيل سره د دې مرکزونو څخه ډېری يې وتړل شول، خو د عامې روغتیا وزارت د اوسنیو مرکزونو په اړه کره شمېرې نه ورکوي.

اوسمهال د طالبانو حکومت په کابل کې د معتادینو د ساتنې او پالنې زر بستريز مرکزونو ترڅنګ، په کندهار، بلخ او هرات ولایتونو کې زرګونه معتادین د دې لپاره په زندانونو کې ساتي چې له نشه يي موادو څخه يې لاسونه لنډ شي.

خو له دې معتادینو څخه ځينو يې ازادي راډيو ته ويلي چې که څه هم په زندانونو کې يې څو مياشتې تېرې کړي دي، خو معیاري درملنه يې نه ده شوې، کله چې له زندانونو څخه رخصت شوي بيرته معتاد شوي دي.

له دې معتادینو څخه یو هم علاوالدین نومېږي، ده ازادي راډيو ته وويل: "په دې رژيم کې درې مياشتې په زندان کې وم، زموږ درملنه يې داسې کوله چې یوازې به يې اوبه راباندې شیندله، ډوډۍ او نور امکانات نه وه، زما په مخ کې پنځه - شپږ معتادین مړه شول، څوک د لوږې او څوک د ناروغۍ له امله مړه شول، ځکه چې څوک يې په کيسه کې نه وه."

په افغانستان کې د معتادینو د شمېر په اړه وروستۍ سروې په ۲۰۱۵م ميلادي کال کې وشوه چې هغه مهال يې شمېر تر درې میلیونو ډېر ښودل شوی و، خو د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مالي مرستیال په خپلو تازه خبرو کې د معتادینو شمېر تر پنځه ميلیونه هم ډېر یاد کړ.

د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې د طالبانو حکومت د معتادینو د شمېر په اړه هيڅ ډول رسمي ارقام او معلومات نه لري او د بهرنیو مرستو د جلبولو لپاره رسنیو ته خیالي معلومات او شمېرې ورکوي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر ارشاد منصور وايي چې دا مهال په افغانستان کې د معتادینو د درملنې په برخه کې د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي ترڅنګ، د مسلکي افرادو د روزنې پروګرامونه هم درول شوي دي.

منصور وویل: "اوسمهال نه یوازې دا چې د معتادینو درملنه په بد وضعیت کې ده، بلکې داسې څرک هم نه ليدل کېږي چې په دې برخه کې دي کار روان وي، د بېلګې په ډول لږ تر لږه د پنځوسو اجتماعي کارکوونکو روزل نه وینو چې هغوی له معتادینو سره څنګه خبرې وکړي او هغوی څنګه قانع کړي. له بده مرغه چې هرڅه جبري دي. له دې کار څخه تر ډېره حده تبليغاتي استفاده هم کېږي. معتاد چې ناروغ، مظلوم او په بد وضعیت کې دی د هغه له خصوصي حریم څخه استفاده کېږي، په دې نوم چې دا درملنه یا له هغه سره مرسته ده."

که څه هم د طالبانو حکومت د دوحې په دريمه غونډه کې هڅه وکړه چې په افغانستان کې د نشه يي موادو او معتادینو موضوع وځلوي او له دې لارې بهرنۍ مرستې جلب کړي، خو تر دې مهاله یوازې اروپايي ټولنې، جاپان او امریکا متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو له لارې د معتادینو د درملنې په برخه کې مرستې کړي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د معتادینو د درملنې راپور

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا