د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو ۱۱ مثبتې پېښې ثبت کړي

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین څخه یو انځور

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پولیو د واکسین څلور ورځنی کمپاین نن سه‌شنبه پای ته رسېږي، د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" وايي چې د ۲۰۲۴م کال په تېرو اتو میاشتو کې یې په افغانستان کې د پولیو ۱۱ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

"ډبلیوایچ‌او" پرون دوشنبه د اګست ۱۲مه په یوه نوي راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د دې ویروس شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، خو په ٢٠٢۴م کال کې یوازې تېره اوونۍ کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ياد سازمان د معلوماتو له مخې، دغه دوه پېښې په هلمند او کندهار ولايتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز په پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ځينو مثبتو پیښو د لیدل کېدو خبر ورکړی دی.

د دې سازمان په وینا، په ٢٠٢۴م کال کې په پاکستان کې د پولیو ١۴ پېښې، په یمن کې ٣٣ او په سومالیا کې ٣ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې وه څو په افغانستان کې د پولیو په دې څلور ورځني کمپاین کې ۲.۴ میلیونه هغه ماشومان واکسين شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې یوې ماشومې ته د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال

په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې په پوليو اخته شوي، وايي چې سره له دې چې ماشومانو يې واکسين کړى وو، خو بيا هم په پوليو اخته شوي دي.

د کونړ ولايت يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل، لور يې اته مياشتې مخکې سره له دې چې د پنځو کلونو په کم عمر کې يې دا واکسين تر لاسه کړى و، په پوليو اخته شوې ده.

هغه وايي چې ياده لور يې اوس ١٠ کلنه ده.

نوموړي وویل: "زما د لور خوله او سترګې کږې شوې وې، موږ کلينيک ته یووړه او تر معايناتو وروسته معلومه شوه چې په پوليو اخته شوې، هغه اوس يو څه ښه شوې، خو په بشپړه توګه نه ده روغه شوې، خوله او سترګې يې لا هم کږې دي."

د نورستان ولايت يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته يې وويل، درې مياشتې مخکې يې دوه نيم کلنه لور په دې ناروغۍ اخته شوې ده.

هغه وايي: "زما د لور پښه بې حسه شوې وه، هغې نه‌شواى کولی خپله پښه وخوځوي او ژړل يې، ډاکتر ته مو بوتله، ډاکتر وايي چې اوس يو څه ښه ده."

د افغانستان د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام د مخابراتو پخواني مسوول کمال شاه سيد ازادي راډيو ته وويل چې د دغه کمپاين په پلي کولو کې نيمګړتياوې د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې ماشومان د پوليو په ناروغۍ اخته شي.

نوموړى زياتوي چې دغه ويروس پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډېر تګ راتګ له امله لېږدول کېږي.

کمال شاه سید وايي: کله چې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راځي، که د دوى ماشومان په دغه ويروس اخته وي او په پوليو اخته شوي وي، هغوى يې لېږدوي نورو ماشومانو ته او په افغانستان کې کور په کور کمپاین په سمه توګه نه ترسره کېږي.

هغه وايي: "کله چې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راځي، که د دوى ماشومان په دغه ويروس اخته وي او په پوليو اخته شوي وي، هغوى يې لېږدوي نورو ماشومانو ته او په افغانستان کې کور په کور کمپاین په سمه توګه نه ترسره کېږي او د ماشومانو معافیت هم خورا ټیټ دی چې په طبیعي ډول د ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ زیاتېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو شمېر سازمانونو اندېښنه ښودلې وه چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل او د پولیو ضد واکسینونو ته د نه لاسرسي له امله په افغانستان د ماشومانود فلج کېدو ګواښ زیاتولی شي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره اوونۍ رسنیو ته وویل چې د روان کال له پیله تر جولای میاشتې پورې د دوه ملي کمپاينونو او درې فرعي کمپاينونو په ګډون د پولیو د واکسین پنځه کمپاینونه ترسره شوي دي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او د مخنيوي يوازېنۍ لار يې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسين ورکول دي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تراوسه د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.