د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

ځینې ډاکتران: د سېلابونو په ډنډو اوبو کې لامبل بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي


ارشیف: په ننګرهار کې یو شمېر ماشومان د سېلاب په اوبو کې لامبي.
ارشیف: په ننګرهار کې یو شمېر ماشومان د سېلاب په اوبو کې لامبي.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو څخه پاتې ولاړې اوبه د سیمه‌ییزو ماشومانو لپاره د لامبلو په حوزونو بدلې شوي دي.

په افغانستان کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو د دې هېواد په یو شمېر سیمو کې د مالي او ځاني زیانونو ترڅنګ د ډنډونو د جوړېدو لامل هم شوي دي.

اوس چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې هوا ګرمه شوې، ځینې ماشومان د سېلابونو له دې پاتې ولاړو اوبو څخه د لامبلو لپاره کار اخلي.

یو شمېر دغو ماشومانو ازادي راډیو ته وویل چې هوا ګرمه شي، په دې ولاړو اوبو کې لوبې او مستي کوي.

د کابل ولايت د بګرامي ولسوالۍ اوسېدونکى ١۵ کلن حميد وايي: "زموږ کور ته نږدې د اوبو ډنډ دی، کله چې موږ له ښوونځي کور ته راځو نو هوا ګرمه وي، بیا په دې ډنډ کې لامبو او نور ماشومان هم لوبو کولو ته راځي."

د لوګر ولایت اوسېدونکی مرتضی چې لامبو وهل یې شوق دی، وايي چې د خپلې سیمې ولاړو اوبو ته ځي او هلته له نورو ماشومانو سره یوځای لامبي.

په لوګر کې له سېلابونو وروسته د سیمې یو انځور. دغه سېلاب د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۲مه زیانونه اړولي وو.
په لوګر کې له سېلابونو وروسته د سیمې یو انځور. دغه سېلاب د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۲مه زیانونه اړولي وو.

هغه وویل: "موږ د لامبو وهلو شوق لرو د همدې لپاره له خپلو ګاونډیانو سره ځو او په اوبو کې لامبو وهو، ځکه ګرمې هم زیاته ده او په دې سره د ګرمې هوا مخه نیول کېږي."

د غور ولايت اوسېدونکى حميدالله ژواک وايي چې په دغه ولايت کې يې د سېلابونو او بارانونو له امله په ولاړو اوبو کې ماشومان د لامبو په حال کې لیدلي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په غور کې دغه ستونزه ډېره ده، زه د کاسي په نوم یو کلي ته تللی وم چې د سېلاب په مسیر کې پروت دي، هلته په خټو او ککړو اوبو کې ماشومانو لوبې کولې."

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکتران وايي، چې له بارانونو او سېلابونو څخه په پاتې اوبو کې لامبل او لوبې کول په ماشومانو کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

عمري وايي: په ولاړو اوبو کې چې ماشومان لامبې یا لوبې کوي، دا د بېلابېلو ساري ناروغیو په ځانګړي ډول نس ناسته او جاردیا د راپیداکېدو لامل کېږي.

د ساري ناروغیو متخصص فریدالله عمري ازادي راډیو ته وویل: "له سېلابونو وروسته په ولسواليو او کليو کې په ولاړو اوبو کې چې ماشومان لامبې یا لوبې کوي، دا د بېلابېلو ساري ناروغیو په ځانګړي ډول نس ناسته او جاردیا د راپیداکېدو لامل کېږي، د دې ترڅنګ که په پولیو ناروغۍ ککړ یو ماشوم په دې اوبو کې ولامبي یا په اوبو کې تشې متیازې وکړي له دې لارې د پولیو ویروس نورو ماشومانو ته سرایت کوي."

ډاکتران ټینکار کوي چې کورنۍ باید خپل ماشومان د سېلابونو او بارانونو څخه په پاتې اوبو کې له لوبو کولو څخه منع کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وروستیو سېلابونو د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ په ګڼو سیمو کې د اوبو رسولو سیستمونه هم ویجاړي کړي دي.

نږدې یوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ویلي وو چې سېلاب ځپلي د څښاکاو حمام لپاره کافي اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.

یونېسف ویلي چې هره ورځ په سېلاب ځپلو ولایتونو کې ۲۲زره کسانو ته د ټانکرونو له لارې اوبه رسوي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر سېلاب ځپلو خلکو تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې دوی د څښلو او لامبلو لپاره پاکو اوبو ته سخته اړتیا لري او لا هم د څښاک لپاره پاکو اوبو ته پوره لاسرسی نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG