امریکا د القاعده پر یوه مشر جایزه اعلان کړې؛ د اوسېدو احتمالي موقعیت یې افغانستان او عربستان یاد شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا متحده ایالتونو د القاعده شبکې پر یوه مشر حمزه الغامدي پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.

په افغانستان او سیمه کې د القاعده شبکې د موجودیت په اړه د لوېدیځو هېوادونو او سازمانونو اندېښنې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي غړي حمزه الغامدي پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې ده.

دغه وزارت پرون سه شنبه په یوه بیان کې د القاعده د دغه مشر بشپړ نوم حمزه صالح بن سعید الغامدي یاد کړی او عمر یې هم شاوخوا ۶۰ کاله ښودل شوی دی.

د دغه وزارت د عدالت لپاره د جایزو څانګې د القاعده د دغه سعودي تبعه احتمالي موقعیتونه د افغانستان پلازمېنه کابل، د ننګرهار توره بوره او سعودي عربستان یاد کړي دي.

دوی ویلي چې الغامدي پر امریکا د القاعده شبکې د ۲۰۰۱ کال د بریدونو پر مهال د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن یو تر ټولو باوري ملګری و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، الغامدي په ۱۹۹۰ لسیزه کې په تاجکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې ښکېل و او د ۲۰۰۱ کال ډسمبر کې یې د ننګرهار په توره بوره کې هم له امریکایي پوځیانو سره جګړه کړې.

پر دې سربېره ویل شوي چې هغه له بن لادن سره یوځای افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له سرو لښکرو سره هم جګړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې ویلي وو چې القاعده شبکې په افغانستان کې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي او د دې شبکې لوړپوړي چارواکي لا هم په دغه هېواد کې حضور لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

طالبانو تر دې وړاندې دغه ډول راپورونه په کلکه رد کړي او ویلې یې دي، د القاعده هیڅ غړی په افغانستان کې نه شته.

دوی په وار وار ژمنه کړې چې هیچا ته د افغانستان له خاورې د نورو په ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.

طالبان په افغانستان کې د القاعده حضور داسې مهال ردوي چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال د جولای په یو ۳۰مه نېټه د القاعده دویمه درجه مشر او د بن لادن ځای ناستی ایمن الظواهري په کابل کې د یوه هوایي برید په پایله کې وواژه.

طالبانو هغه مهال د الظواهري وژل تایید نه کړل او وې ویل، په دې اړه څېړنه کوي.

بل لور ته د امریکا لانګ وار ژورنال ورځپاڼې تازه د القاعده شبکې د اوسني مشر سیف العدل په حواله ویلي چې خپل ملګري یې هڅولي چې د پوځي زده کړو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.